X
تبلیغات
</لا اله الا الله محمد الرسول الله > <!--Portal Violet--> <title><-افغانستان زنده باد-> Muzamil shah "watandost" Muzamil shah "watandost"
 اداری فساد corruption

اداری فساد او د هغې ریښې

د افغان ولس داسې انګیري چی ګواګې د افغانستان لوړپوړي چارواکي د اداري فساد مخنیوې کولای نشي ، او هغوي پدی هڅه کی پاتې راغلي دي. خو خبره دلته پیدا کیږي چی کله د افغانستان دولت ته دومره پیسې نه ورکول کیږي څومره چی هغوي باید مصرف کړي، نو اداري فساد به بیا څنګه په افغانۍ اداره کی شتون ولري؟ آیا هغه مامور چی په ۴۰۰۰ افغانیو معاش باندی د یوې میاشتې د پاره کار کوي کولای شي چی په دومره لویه کچه اداري فساد رامنځ ته کړي؟ یا که، دا د هغه چا کار دی چی د افغانستان سترې پروژې د هغوي په لاس کی دي.

د افغانستان دولت تل په باندنیو هیوادونو دا نیوکه کړی چی دوي خپلې مرستې د افغانستان دولت په مټ باندی سمی نه مصرفوي او دا کار د دی لامل شوی چی اداري فساد په لویه کچه باندی راوزیږوي.

هیره دی نه وي چی څه موده مخکې د افغانستان د ماليي وزیر حضرت عمر زاخیلوال د امریکي هیواد د هغه نا سم راپور په باره کی نیوکه وکړه چی ګواکې د افغانستان لوړپوړو چارواکو د افغانستان څخه څه د پاسه درې ملیارده ډالر په تیر کال کی غایب کړي دي. او د ه یې په مقابل کی د حساب ورکولو چمتوالی وښود.

د افغانستان په دولت باندی د باندنیو هیوادونو لخوا دغسې راپورونه تل د افغانستان وګړي اوري او دوي داسې انګیرنه کوي چی ګواکی د افغانستان دولت په رښتیا هم داسی دی، اما هیڅ کله حقیقت نه ده ! د افغانستان د دولت چارواکي که څه هم پدی ستر ناوړه کار کی لاس لري خو په دومره لویه کچه باندی داسی فساد نشي کولای چی د افغانستان نه دوي څه د پاسه درې ملیارده ډالر وباسي.

بهرنیان ځکه د اداري فساد په تور د افغانستان په حکومت او دولت لګوي تر څو اوبه خړی کړي او کبان ونیسي. هغوي د افغانستان د اداری په ملامتولو سره دا ښايي چی ګواکی د افغانستان د دولت د وړتیا کچه ټیټه ده او باید بهرنۍ غټې مالي مرستې په خپله د بهرنیانو لخوا نه سرته ورسیږي او په دی توګه د هغوي د لوټولو کار ته مشروعیت پیدا شي.

دا ګونګسی او آوازې صرف د افغاستان د دولت او د افغانستان د وګړو د نوم د بد نامولو د پاره کوي ګنه د دی هر څه شاته خپله د باندنیو هیوادونو لاسونه دي او دا ټول ستر ناوړه کارونه په افغانستان کی د هغوي له لوري کیږي.

دوي که د یوې خوا نه د افغانستان په نوم باندی د خپلو هیوادونو د وګړو د نمایندګانو په مرسته باندی بودیجې اعلانوي خو د بلی خوا نه همدغه خلک د نوموړو بودیجو د ایستلو په باره کی هم غور کوي او په آخر کی د افغانستان دولت په مامور باندی دا ناوړه تورونه لګوي. ځکه چی هغوي پوهیږي چی د افغانستان په دولت کی دومره زړه ور څوک نشته چی هغوي ته اووايي دا کار زمونږ نه، بلکې هم د ستاسو دی.

د باندنیو هیوادونو د یو عسکر معاش د یو افغاني عسکر د څو میاشتو د لګښت سره برابر دی. دا هغه وینا ده چی د دفاع وزارت یو لوړپوړي چارواکي په تیر کی څو پیرې کړي دي. او د دی غوښتنه یې کړی ده چی دا لګښت دی هم په افغاني سرتیرو باندی وشي تر څو هغوي په ښه ډول وروزل شي او په خپلواکه ډول د افغانستان څخه د ساتنې جوګه شي، مګر د بده مرغه هغوي دی کار ته هډو څه ارزښت نه ورکوي.

امریکا دا دعوه کوي چی تر اوسه پورې دوي په افغانستان کی څو سوه ملیارده امریکايي ډالره مصرف کړي دي ولې په تیر وخت کی د افغانستان لوړپوړو چارواکو ویلي وو که چیری ۳۰۰ ملیارده ډالر په افغانستان باندی ولګول شي نو کولای شي چی افغانستان د نړۍ د ښکلیو هیوادونو په لیکه کی ودروي. نو چیری دي دغه لګښتونه چی د افغانستان ولس په ژوند کی یې ستر بدلون راوستې وي. او یا هم دوي د افغانستان کوم ولایت په ښه ډول سره جوړ کړي وي. د افغانستان وزارتونه هم همغسې په پخوانیو سیستمونو کی کار کوي او تر اوسه پوری د نوی ټکنالوجۍ څخه کار ندی اخیستې. نو آیا دا خبره د دی څرګندویي نه کوي چی اداري فساد پخپله د هغه بهرنیو خلکو کار دی کوم چی پړه یې یې د افغانستان په دولت اچوي.

 والسلام

مزمل شاه وطندوست

|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/8/5 او وخت12 PM  
 د افغانستان تاریخ تا ځغلنده کتنه

 د تیمور شاه مړینه او د کورنیو جنګونو پیلیدل

وروسته د تیمور شاه د مړینې نه افغانستان د ډیرو لویو بدبختیو سره مخ شو، سره د دی چی تیمورشاه د لویې کورنیو او قبایلو جنګونو سره مخ وو، وتوانیدو چی د خپل پلار (احمد شاه بابا) امپراتوري وساتي، ولی وروسته د هغه د مړینې نه لویو بلاګانو سرونه راووچت کړل.

تیمور شاه په کال ۱۸۹۳م کی په پیښور کی مریض او په کابل کی یې فوت وکړ، ویلی کیږي چی مرګ یې طبیعي نه وو، بلکی د حرم ښځو مسموم کړی وو، هغه د ډیرو زیاتو ښځو سیختن وو چی ۲۴ اولاده (زامن) یې د ځانه پریښودی وو. اته (۸) زامن یې د قدرت په راس کی وو، چی مشر یې د هغو نه همایون او کوچنۍ یې شاشجاع وو. تیمور شاه د ژوند په اخیریو ورځو کی هیواد پدی ډول باندی تقسیم کړو: قندهار یې خپل مشر زوي همایون ته، هرات یې خپل دویم زوي محمود ته، پیښور یې خپل دریم زوي عباس ته، کابل یې  خپل څلورم زوي شا زمان ته، غزني یې خپل کوچني زوي شاشجاع ته او کشمیر یې خپل بل زوي کهندل خان ته وسپارل.

وروسته د هغی نه چی د تیمور شاه جسد خاورو ته وسپارل شو، تاج او تخت یې د خدعې (چل ول) په شکل باندی د سردار پاینده محمد خان په مرستی سره شازمان ته وسپارل شو، هغه خپل نور ورونه په بالا حصار کی زنداني کړل. پدی وخت کی هیواد د دریو خواؤ نهد تهدید لاندی وو: د غرب له خوا نه د قاجاریانو فشار وو، د شمال له لوري نه د متغینه نوي دولت د تخریشاتو او په شرق او جنوب کی هم نا امنیو شتون درلود، انګلیسان د جنوب له لوري نه د شمال لوري ته روان وو او د پنجاب د اشغال پروژه یې د لاس لاندی نیولی وه.

شازمان غوښتل چی د دی مشکلاتو چی دی یې په احاطه کړی وو مخه ونیسي، ولې ورونو یې هغه په آرامه نه پریخودو، لومړنۍ قیام یې د مشر ورور همایون په مرسته چی د بادشاهۍ دعوه یې درلودله په لاره واچول شو، که څه هم په جنګ کی د ماتی خوړولو نه وروسته بلوچستان ته وتښتیدو، ولې شازمان هغه ونیوو او ړوند یې کړو.

وروسته د دی نه ډلییز جنګونه په ټول هیواد کی پیل وو او هیواد د بیلیدلو په حالت کی وو، شهزادؤ، خلک د یو بل پر ضد تحریک او یو یې د بل په مرسته په مرګ رساؤ، د دی جنګ اور د دوؤ قبیلو سدوزیانو او محمدزیانو په منځ کی بل شو، چی وروسته بیا باشاهي

 

د دی مطلب د ادامی د پاره په لاندی تڼۍ باندی ټک کړۍ


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/8/1 او وخت1 PM  
 د لرغونی ننگرهار دریمه برخه

 په ننګرهارا کی د لرغونو اثارو د څیړنو او د کیندونو پړاوونه

پوهاند “رازقی” نړۍ وال

 تر کومه ځایه چی د یو انکار نه منونکی تاریخي واقعیت په توګه مستنده او محققه ده تاریخی افغانستان په مجموع کی د نورو محتازو موقعیتونو په خواکی د فرهنګي ګران بیو بی سارو بډاینو او لرغونو سر شارو شتمنیو له بابته حتی په نړۍ کی د وتلی مقام درلودلو ویاړ لري، چی یوه تاریخي سیمه یې تر بلی سیمی څخه هر یوه په ذات او ماهیت کی د ځانګړو زیاتو ارزښتونو څخه برخمنه ده. د بیلګو په توګه د طلا پتې اثار یعنی د سرزرو بی ساری خزانه چی همدا اوس په نړیواله کچه د جهان په یو شمیر هیوادونو کی په پرله پسی توګه د ننداری لپاره وړاندې شوې ده، همدا رنګه د ګردیز میزرکه هم د بیلا بیلو زمانو سره په تړاؤ کی د ډول ډول سکو لرونکی سیمه ګڼل شوی ده.

که بامیان د بی سارو او نامتو مجسمو او یو زیات نورو طبیعی او بشری اثارو له بابته د تاریخ اعجوبه بلل کیږي، په همدی ترتیب لرغونی ننګرهار (ننګرهارا) هم د زرګونو مجسمو، ستوپو، معبدونو/ سمڅو او سکو او نورو لرغونو اثارو د لرلو له مخی هم د یوی بډای خزانې په لقب یاده شوې دی.

نو له دی ځایه زمونږ هیواد د دې لرغونو شتمنیو او فرهنګی بی سارو او سر شارو اثارو شتون د دی لامل ګرزیدلی دی چی د نړۍ د استعمار چیانو، استثمار ګرانو، لوټمارانو او د چپاولګرانو او د هیواد په دننه کی د هغو د شریکانو د نا پایه حرص او طمعی وږې سترګی یې ځانته را اړولي او ټولو په خپل وار د فرصتونو څخه په ګټې اخستنې سره د خپلی وسی او اسانتیاوو په حدودو کی هغه هم په بیلا بیلو دورو کی خپل سرې څیړنو او کیندونو ته لاس اچولی، هغه یې لوټ کړی او خپلو هیوادونو ته یې وړي او خپل موزیمونو ته یې پری رونق ورکړی ناڅیزه برخه د افغانی دولت په واک کی ورکړی ده.

 پدی اړه په یو بل روایت کی راغلي دي:

لکه چی زمونږ په هیواد کی د لرغون پیژندنی یو شمیر سندونو په ډاګه کړی ده چی کورنیو او بهرنیو لرغون پوهانو او لوټمارانو په تیره بیا لرغون پیژندونکو څه په غیر رسمی ډول او خپلسرۍ سره او څه په فني او رسمي ډول زمونږ د هیواد په تاریخي سیمو کی څیړنی او کیندنی سرته رسولی دی زیات اثار یې لوټ کړي او یو څه یې د کابل موزیم ته سپارلي دي، چی د نوموړو لرغون پیژندونکو په دغو سیمو کی د نګارهارا یو شمیر لرغونی سیمی هم شاملی دي او په دی ټولو کی د بودايي ستر مرکزي معبد ځانګړی ځای لري لکه چی د مخه ورته اشاره وشوه لکه چی لرغونی ننګرهار په مشخص ډول د لرغونی آریانا د بودايي آیین لومړنی مهم مرکز په توګه د زرګونو او سل ګونو اثارو زیات شمیر مذهبی ساختمانونو، مجسمو او مسکوکاتو او یا په بل عبارت د یونانیانو، باختري، ګریکو، بودیک او د ګندهارا د هنری مکتب د شهکارونو ستر کانون او بی ساری فرهنګی مرکز دی نو یې د چپاولګرو ځواکونو او کړیو د حرص وږې سترګی ورته ډیری راګرزیدلی دي او د نګاراهارا په اړوندو سیمو کی یې خپلسری او غیر فني څیړنی او کیندنی کړي، یو شمیر یې تخریب کړي او په زیاته اندازه نادر او کمیاب اثار یې تری لوټ کړي دي.

مګر هغه مهال چی په هیواد کی د لرغونو سیمو څیړنو او کیندونو قانونیت پیدا کړی دی نو تر ممکنه حده پوری د خپلسرو څیړنو او کیندونو او د هغوي د تاریخي نادرو خزانو له لوټولو او قاچاق څخه مخنیوي شوی دی.

چی په لرغونی نګارهارا کی دا پروسی په دریو پړاوونو کی تر څیړنیزی مطالعی لاندی نیول کیدای شي.

۱ـ تر قانونی او علمی څیړنو او کیندونو څخه د مخه مرحله:

۲ـ په هیواد کی د قانونی، علمي او فني څیړنو او کیندونو مرحله:

۳ـ د جګړو او نا امنۍ دی وروستیو ستیزو کی د هیواد د لرغونو سیمو او د هغوي د اثارو پر سرو چور او تالان مرحله:

۱ـ له هغو لومړنیو بهرنیو څیړونکو او ګویا لرغون پیژندونکو څخه چی زمونږ په هیواد په تیره بیا په کابل او ننګرهار کی خپلسری کیندنې پیل کړي دي هغه انګلیسی افسر چارلس مسون با مسن ؤ چی د امیر دوست محمد خان د پاچاهۍ په دوره کی د کابل د بالاحصار په ښار کی استوګنه درلودله او د لویس “Louis” تر مستعمار نوم لاندی یې په 1824ـ 1834م یعنی د څو کلونو په اوږدو کی په هونیګ بیرګر    “Honig_berger”سر بیره چی یې د درونټې په لرغونو سیمو په تیره بیا د تور غر او سپین غر په لمنو کی سیمه ایزی څیړنی او کیندنې وکړې او هم یې د هډې په لرغونی سیمه کی یعنی په ټولو  پخوانیو غونډیو او ساختمانونو کی یې کیندنی تر سره کړی، چی پر ځینو د سیمی د خلکو له خوا او ځینی د مسون له خوا نمره ګذاری او نومونه پری کیښودل شول، لکه لویه تپه (تپه کلان) شاخیل غونډۍ، لوی توپ، کافر برج او نور چی پدی جمله کی یوه هم د اوښ غونډۍ ده چی د احتمال له مخی (۱۱) نومره ښودل شوی ده.

همدا رنګه د درونټې او سره رود د چار باغ په سیمو کی د کیندونو په پایله کی زیات شمیر اثار لکه د ستو کی مجسمی کشف او سرونه یې له تنو بیل او په وړلو یې اکتفا وکړه.

* بل لرغون پیژندونکی مور ګراف یا مستر ګراف هم په 1824ام او په 1879ام کلونو کی په جلال آباد او د هډې په لرغونو سیمو کی کیندنی وکړی چی د 1824ام کال د کیندنو په نتیجه کی یې یو شمیر سکی تر لاسه کړي .

* ژیرادر یا ژاکی بل لرغون پیژندونکی په 1879ام کال کی د نګارهارا له یوی ستوپی څخه چی ممکن همدا د اوښ غونډۍ دي یو شمیر سکې او د تبرکاتو جعبی تر لاسه کړی .

* همدا رنګه نوموړی ژاکی د انګلیسی جنرال برنس سره په 1824ام کی چی د هډې له سیمی څخه تیریده د بالاباغ او له هغی سیمی څخه یې یو شمیر سکی را ټولی کړي او د باختر د مسکوکاتو په نامه یې یادی کړي .

 یو بل سیلاني چی مارتین ګریس نومیده د دی حوزی له بیلا بیلو آبداتو څخه یې یو شمیر سکی او اثار تر لاسه کړل.

همدا رنګه د 1833ام او 1833 کلونو په موده کی مسون او هونیک بیرګر بیابیا کیندنی تر سره کړی دی.

 *په 1837ام کال کی جنرال برنس “Berenes” د هډی په سیمه کی خپلسری کیندنی وکړی او اثار یې تری لوټ کړل.

لنډه دا چی په دی ډول نورو لرغون پیژندونکو خپلسری کیندنی کړی او لاس ته راغلي اثار یې لوټ کړي چی لا زیات بحث ته اړتیا لري.

۲ـ د نګارهارا په لرغونو ساحو قانونی او فنی کیندنی له 1922ام/ 1302 ه ل کال وروسته یعنی د اعلی حضرت امان الله خان په دوره کی په داسی حال کی چی افغانستان له انګلیس څخه د آزادۍ څلورم پسرلی تیراوه، څلورو مشخصو موضوعګانو په باره کی د فرانسی د دولت او د هغه په نمایندګۍ ښاغلي پروفیسور اسفرد فوسته  او د افغانستان د امانیی عالي دولت تر منځه یو تړون وشو. دا قرار داد د لرغون پیژنی او لرغونو اثارو په هکله ؤ دی قرار داد (۱۲) فصلونه درلودل چی د هغی له مخی په افغانستان کی عملاً د لرغون پیژندنی تحقیقات پیل شول په یو بل عبارت:  

دی قرار داد د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کی د (۳۰) کلونو لپاره تحقیقاتی اعتبار درلود او په (۱۳) مادو کی دا موضوعګانی شاملی وي.

الف: د ګریکو بودیک هنر اود هغو د سر چینو مطالعه کول.

ب: د کاروانی لاری یعنی د وریښمو د لاری مطالعه کول.

ج: په ختیزه په تیره په افغانستان کی د هیلتیرم اغیزمنۍ.

د: د بودیزم سره د هلنستیک هنر اړیکی.

نو دا وه چی په 1923م د لومړي ځل لپاره د علمی او د اصولی کیندنو په واسطه یوه بشپړه سروی له کابل نه تر بلخه او له جلال آباد او هډی پوری اجرا شوه، او ژورف هاکن “J.Haokin” برتو اوکس “Bartoaux” او ګودار “Gudar” په بلخ، بګرام او هډه کی په کیندنو او نوو کشفیاتو لاس پوری کړ.

په افغانستان کی د جاپان د کیوتو د پوهنتون د پوهانو د لرغون پیژندنی د څیړنو په لړ کی په کال 1962م د ایبکو شمال ته د لس کیلو متره په واټن کی د سمنګانو د هزارسم سمڅو کی او بیا د جلا آباد په فیل خانه  (د جلال آباد د شمال لویدیز د بګرامی سیمه او د کابل سین د هغی غاړی ساحه ) او باسول کی سرته ورسولی... او په 1965م د دسامبر په میاشت کی د دی سیمو بشپړه سروی وشوه، د دی هیت دری تنو غړیو هر یو اودنی “Odani” ناکاوا “Nakawa” او شیګیو لانکا “Shigiolanaka” تقریباً (۱۵۰) سمڅې سروی کړي او همدا راز یې د هغوي د مهندسی او توپو ګرافۍ چاری بشپړی کړی، دا دوهم ټیم دی چی د ویلیام سمپسون څخه وروسته چی هغه په 1878م کال کی د دی ساحی لیدنه او سروی کړی وه. پدی ساحه کی فیلخانه، باسول او د هغی شاووخوا په دقیق ډول څیړنی او سروی کړي دي، د للمی ساحه چی د هډی د څلور کیلومترۍ په واټن کی پرته ده هم د دی هییت له خوا کیندنی پکی سرته رسیدلي دي.

په ۱۹۲۳م کال کی الفردفوسر “A.foucher” او برتو هاکن په واسطه د هډی او بلخ په سیمو کی مقدماتي کیندنی (سانداژ) وشو، بیا په 1932م د هډی د یوی غونډۍ (د لوی توپ) په ساحه کی د ښاغلي ګودار په مشرۍ کیندنی پیل شوی د 1926م او 1928م کلونو په موده کی جان برتو “J.Borth” د کافر غونډۍ یا نوی غار، ګاهی باغ، غونډۍ کلي، شاخیل غونډۍ په سیمو کی په کیندنو لاس پوری کړ.

په 1960م کی دا نیل شلومبرژې په دی برخه کی د اوښ په غونډۍ کی چی د 1966م د مارچ له میاشتی د اپریل تر میاشتی پوری او بیا د نوامبر او 1976م په مارچ کی کیندنی تر سره کړی، دلته یې تتوکي او د ادمو خټو یو نوی تزیناتي عمرانی سبک او دمسکوکاتو یوه خزانه وموندله.

ښايي وویل شي چی په پورتنیو یاو شویو لرغون پیژندونکو سر بیره نوروهم کیندنی کړي دي.

۳ـ د دی وروستیو لسیزو په کلونو کی خپلسری او غیر فنی کیندنې.

له دی واقعیت څخه په هیڅ صورت سترګی پټیدای نشي، پورتنیو لسیزو کلونو چی په هیواد د جګړو اوږده موده ده، د هغو په اوږدو کی زمونږ د هیواد معنوي شتمنیو د یادونی وړ زیانمنۍ لیدلی او ګردی مادی بډاینی مو د خاورو سره خاوری شوی او په شکل د شکلونو له منځه تللي دي، چی د لرغونو سیمو د ویجاړولو تر څنګه لرغونی اثار چی زمونږ د هیواد فرهنګي امانتونه او میراثونه ؤ یا له منځه تللي او یا دا چی په لوټمارۍ سره له هیواده بهرته وړل شوی او قاچاق شوي دي.

همدا رنګه په دغو سیمو کی د زور واکانو او د ځمکو د مافیاؤ حلقو له خوا خود سري تعمیرونه جوړ شوي دي.

له بده مرغه د دی آفتونو په اور کی تر ټولو د مخه د نګاراهارا تاریخي سیمی او د هغو اړوندو اثار نه جبرانیدونکی تاوانونه لیدلی دي.

د هډی بودايي مرکزي ستر معبد د هغه د ټولو ساختمانونو سره د خاورو سره خاوری شوی او حتی د هډی د موزیم د ویجاړولو په لړ کی هغه فلمونه او عکسونه چی د نګاراهارا اړوندی سیمی او اثار پکی تسجیل او معرفي کیدای شو د مذهبي تعصب په اورونو کی ایری شول. په نورو سیمو کی خپلسری کیندنی وشوی اثار یې چور چپاول او بهر ته قاچاق شول. چی د دغو اثارو پاتی شوی بیلګی چی د نګاراهارا په هره سیمه کی په ویجاړ حالت لیدل کیږي د دغه فاجعو او نه بخښل کیدونکو جنایتونو ویانده تحتانونه دي، چی د درونټې ښۍ خوا د ویجاړی ستوپی کنډواله او د کابل سین د شمالي غاړی لکه د مچیو د چک غوندی سمڅی یې خورا څرګند فالونه دي.

او چی د هډی د اوښ غونډۍ او مرکزي معبد سیمه وکتل شي نو څوک چی د هغوي د تاریخي برم او مذهبي عظمت په باب اګاه نه وي، هیڅکله به یې د دغی سیمی د ویرجن حالت د لیدلو له مخی باور رانه شي چی یو مهال دلته بودايي آیین له هنده راغی د زده کړی مرکزیت یې پیدا کړ، د بودايي آیین اړوند ساختمانونه یې ودان او بی ساری ګران بیه اثار یې ایجاد او بیا یې له همدی ځایه بودايي آیین د هیواد نورو سیمو ته انتقال کړ.

لنډه دا چی څرنګه چی د پورتنیو لسیزو د پیښو شاهدان په عیني توګه پوهیږي چی د نګاراهارا په لرغونو سیمو کی څه پیښ شوی او پیښیږي او په تاریخي اثارو څه ډول ننګینی او له جنایتونو ډکی معاملی کیږي. او دلته تری د مقالی لنډیز په خاطر صرف نظر کیږي.

اخځونه:

۱ـ رازقي نړیوال، د ننګرهار لرغونی سیمی او تاریخي اثار، د بیهیقي کتاب خپرونو مؤسسه د ازادۍ مطبعه، ۱۳۸۹ کال، کابل  ۲۷۰مخ

۲ـ محمد اسحق ابرهیمي، مراکز مهم آیین بودايي در افغانستان،، کمیته دولتي طبع و نشر مطبعه دولتي، ۱۳۶۳، ص۴۸

۳ـ د خپلواکۍ مجله، دریمه ګڼه، ۱۳۸۳کال، د افغانستان د مطالعاتو مرکز، درنګي به معبد بودايي تپه شد، نظر محمد عزیزي ص۶۳

۴ـ نظر محمد عزیزي،اثراو د سید نور الله پښتو ژباړه، په افغانستان کی لرغون پیژندنه ج۲ اریک ګرځنده کتابونو اداره،۱۳۸۳، پیښور، ۲۴مخ

۵ـ همدا اثر، ۳۴ـ۳۵ مخونه

ـ د ننګرهار لرغونی سیمی .. اثر

ـ نظر محمد عزیزی، ساختمانهای معماري و هنر تزییني برجسته تپه ستر هده ناګارهارای قدیم، مطبعه ازادي، ۱۳۸۲، کابل

 

|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/8/1 او وخت1 PM  
 د لرغونی ننگرهار دویمه برخه

د ننګرهارا (ننګرهار) لرغونی ښارونه

 پوهاند رازقي نړۍ وال

دوهمه برخه

له ننګرهارا څخه په یو لړ تاریخي سرچینو کی په یو شمیر سپیڅلو او تفصیلي صنعتونو او لقبونو یادونی شوي دي لکه چی ننګرهار د ګلونو ښار،د میوو او رنګونو او خوږو وږمو ښار،د سمسورتیا او ښکلیو باغونو ښار،د وړانګو،تقدیس او د تبرک د ستاینو ښار،د څپاندو او د ونو او د دنګو دنګو په سپنو نقره ایزو واورو پټو غرونو،د ګڼو ځنګلونو او زمونږ په لرغوني تاریخ کی له ځانګړو فرهنګي،مذهبي،سیاسي،پوځي ستراتیژیکی او داسی نورو اهمیت درلودونکو پدیدو،او د مصنوعي او طبیعي ښکلا ایزو مظاهرو ښار چی د تاریخ په بیلا بیلو دوروکی د تل د پاره له بلخه تر تکسیلا او آن تر هنده پوری د تجارتي کاروانونو د تم کیدو ښار د بهرنیو سیاحاتو او زیارتونو محل،د پاچهانو او امپراتورانو د پوره پاملرنی وړ پاتی شوې سیمه.

که د بوداي مدنیت د ستر مرکزیت،د ګندهارا د مدنیت،د ګریکو بودیک هلنسیتیک او یونانو-باختری د هنر د کانون له مخی او که د کوشانشاهانو د ژمنۍ پلازمینې د لوړ مقام له پلوه پوره مهمه تاریخي خاوره ده،نو د دی تر څنګه د نورو پاچهانو په نزد هم د پوره ارزښت او د دلچسپۍ وړ سیمه ګرزیدلې ده.او د شاهانه استوګنځیو،ښکلیو ماڼیو او د ملوکانه تفریحګاه وو په توګه یې هم خاص مقام ځانته مختص ساتلی دی.

دلته،ننګرهار (ننګراهارا) لرغونی ښارونه د هغو د مذهبي ماهیت او د بودایي آیین د مخی او د تاریخی هنري اهمیت په اعتبار په لاندنیو برخو کی تر څیړنیزې لیکنی لاندی نیول کیږي چی پدی ترتیب دي:

۱- د ننګرهارا ښارونه د بودايي آیین د مشخصاتو د درولودلو په اعتبار

۲- د ننګرهارا ښارونه د بودايي آیین د لرغونو اثارو د اهمیت له پلوه

۳- د ننګرهارا ښارونه د تاریخي او مرکزیت لرولو له مخې

 

۱- د ننګرهارا ښارونه د بودايي آیین د مشخصاتو د درولودلو په اعتبار

د ننګرهارا د تسمیې د وجهی په بحث کی تر زیاته حده د دې ښارونو په اړه په ټولیزه ډول رڼا اچول شوی ده خو دلته به پدی توګه په خلص ډول معرفي شي.

الف: د اویانو پور ښار

دا ښار چی په توصیفی لقب یاد شوی دی د ننګرهارا ښکلا پکی د طبعیت د استرتیکی مظاهرو له پلوه چی د بودايي آیین صیغه پکی ځلانده ده د باغونو ښار او یا د باغستان ښار ښودل شوی دی.

په تاریخي مدرکونو کی په موقعیت لاس رسۍ پیدا نه شو.

ب: د ناکی (ناقی) ښار

د ننګرهارا دا لرغونی ښار په پخوانیو سرچینو کی د ناکی په نوم یاد شوی دی چی څیړونکی یې موقعیت د ناقی يه شیله کی لږ څه اوسنی جلال آبادته نژدی ښيي او ویل شوي دي چې د ناکي خوړ خو هغه اړدګی دی چې د جلال آباد د محوطی په لویدیز کی له سپین غر څخه راوتلی او د بابړو علاقه له ژیړانو او بختان (پښتان) له کلیو جلا کوي.

دا ښارونه د کهزاد په وینا دی ښار یو بل نوم هم درلود یعني (پاوماپور) چې د نیلوفر د ګلونو د ښار په توصیفی نوم یادیده،څه رنګه چی د نیلوفر ګل په بودايي آیین کی د مذهبي رنګ لري نو ویل کیداﺉ شي چې دا یو مذهبي او متبرک ښار دی او په بودايي فرهنګ کی یې تقدس درلود د ناکی او یا د نیلوفر د ګل دا ښار په ځینو چینايي موخذونو کی د ګل ښارپه نوم یاد شوی دی چی د چیني تلفظ د ضبط په صورت کی هو- شی- شنګ وو او امکان لري چی ګل ښار او د نیلوفر ښار يې خا مخا هغه صنعتونه وو چی دی ښار ته اطلاق کیدل.

ج: د بودا ویپا نکاراښار

دا هم د ننګرهارا هغه ښار دی لکه چی د نامه څخه یې څرګنده ده د بودايي آیین د تقدس لرونکی دی او د بودا (پاواتی) ورته هم ویل شوی دی چی پښتو معنا یې شلغه او نور دی.

په یو بل روایت کی د دیپا نګارا بودا ښار په پورتنی مفهوم د ژوند (زند) او د ماتما زرتشت د مذهب په اعتبار هم د تقدس لرونکی او یو مذهبی ښار دی که څه هم د هیوان تسانګ په یادونو کی یاد شوی دی خو موقعیت یې معلوم نه دی.

دـ ,,یو- شی- نی- شا،، ښار

البته دا ښار په هویشی تینګ یعنی د ګلونو په ښار باندی هم یاد شوی دی (یعنی ناقی) ښار ګڼل شوی دی خو ارواښاد کهزاد په خپل کتاب (افغانستان در پرتو تاریخ) کی تری یادونه کړی او هیوای تشنګ هم لیدلی دی.

۲- د ننګرهارا ښارونه د بودايي آیین د لرغونو اثارو اهمیت له پلوه

الف: هیلیو یا د هډی ښار

د هیلیو ښار چې نه یوازې یو ستر ښار دی بلکی په نګاراهار کی د بډا یو او سر شارد لرغونو اثارو لکه ستوپی،مجسمې،ویهارس،معبدونه،متکوکات او د کلالۍ لوښي او داسی نور او د هنری تزیناتو ډول ډول بیلګی درلودنکی،نامتو او لرغونی سیمه ده.چې په تاریخی مدارکو کی په بیلا بیلو شکلونو یاده شوی ده او تر اوسه پورې یې د هډې نوم ژوندی او له مراودو او محاورونه دی غورځیدلی.

هډه چې د هډ څخه چې د سانسګر یت کلمه ده او د بودا د کوپړۍ له هډوکی عبارت ده او دا هډوکی د دی ښار په ستوپو کی په امانتي ودیعه ایښودل شوی دی.

او په یو شمیر نورو کی له دې امله چې د پروت اوښ شکل لری د اوښ په غونډۍ هم شهرت لری.

هډه له جلال آباد څخه په مستقیمه فاصله په جنوب لویدیز ۷ کلومیتره لیری پرته ده پخوانیو زمانو کی نه یوازی هډه د زایرینو د پاملرنی وړ ده بلکی د کابل او هند تجارتی لار هم له دی سیمی تیره شوی وه.

او بل مذهبی اهمیت یې پدی موصوع کی پروت دی چې بودیزم افغانستان ته له هنده همدلته مروج شو، او دلته استوګنو بودايي مبلغینو دا آیین خپور او بیا یې د افغانستان او د نړۍ نورو سیمو ته لمن وغزیدله.

څه رنګه چې د هډی په باب معلومات خورا پراخ او هر اړخیزه بحث غواړي نو دلته یوازی به په همدغه څرګندونو بسنه وشي.

ب: د ننګرهارا د درونټی ښار

د درونټی لرغونی ښار د جلال آباد په جنوب لویدیز کی د تور غر د لړۍ د دی برخی په هواره سیمه کی پروت دی او د سرخرود رود یې له څنګه تیریږي او د تپه ماران په برخه کی د کابل د سین سره یو ځای کیږي .

په درونټه کی د موریایي پاچا اشوکا د اخلاقی سپارښتنو د ډبر لیک سر بیره په دی ساحه کی بیخی زیاتی ستوپي،مجسمی، بودايي تاسیسات او د ګریکو بودیک د مدنیت او صنعت نښی نښانی لا په ودیعه پاتی دیي.

د درونټی په بودايي ساحو کی بهرنیو ګویا لرغون پوهانو زیاتی کیندنی کړی او ګران بیه لرغونی اثار یې تری لوټ کړی دي.

د دی ساحی یعنی ښار په اړه معلومات هم جلا مقاله غواړي.

ج: د سلطان پور

سلطان پور چی په اوس مهال کی د سره رود د ولسوالۍ مرکز دی د بودايي زیاتو اثارو او د بابا نانک د سیکانو د اختر له مخې خورا مذهبی اهمیت لري د سلطان پور په سل ګونو ستوپو کی هم بهرنیانو کیندنی کړی او بډایه اثار یې ترې لوټ کړی دي.

د: د باسول ښار او سیمه:

د نګارهارا یوه بله مهمه بودايي سیمه او ښار باسول دی چی د افغانستان له لرغونو سیمو څخه شمیرل کیږي چی د کابل سین د مسیر ښۍ خواته او د ننګرهار د ناوی په شمال کی پروت دی او یا باسول د پخوانی نګارهارا او اوسنی جلال آباد د ښار د جنوب ختیز په (۵۰) کیلو مترۍ کی موقعیت لري هغه سیمه چی د جلال آباد له مرکزه او د خیبر درې تر سیمو وروسته د پیښور په استقامت تری لار غزیدلی ده.

هغه لرغونی پیژندونکی چی د لومړۍ ځل له پاره یې د دی سیمی د فرهنګ،عقیدو او معمارۍ په اړه څیړې تر سره کړی او د پخوانۍ اوږدی زمانی راهیسی دا بودايي معبدونو او استوګنځیو مرجع ده د ویلیام سمپسمون په نوم یو لرغون و.

په دی سیمه کی د جاپان د کیوتو د پوهنتون لرغون پیژندوکو د څیړنو په نتیجه کی ښکاره شوه چی د باسول سیمه د بودايي آیین پورې مربوطه سیمه وه او هغه علایم او اثار چی دلته کشف شول د څلورمې او پنځیمې پیړۍ پورې یې اړه درلودله. د هنري او د معمارۍ او د سمڅو صورت بندی یې بې له شکه د ګندهارا د مدنی مکتب اغیزمنی ده،هغه خټین او سیتوکی او شرقی تجسمات او په بیلا بیلو مواردو کی بودايي دیوالي تصویرونه د بامیانو د سمڅو د هنری مکتب د ۵۵ متریزی او ۳۸ متریزی مجسمی د رداقونو او د ګندهارا د حوزې د روستنیو دورو د تاریخي اثارو سره ورته والی لري چې د مهندسۍ سبک او شیوه او د هندی محاسبو ترکیب بندی یې په هندي سبک او شیوه ده. د دی بودايي ساحی په باب معلومات لکه د نګاراهارا نورې لرغونې سیمې غوندې جلا لیکنه ایجابوي.

ج: شاهی کوټ یا حصار شاهی

د نګاراهارا د لرغونو ساحو او علاقو په جمله کی یوه هم د شاهی کوټ یا حصار شاهی سیمه ده.

دا ساحه د هډې سیمی،او پچیرواګام د لرغونو ساحو په ختیزه برخه پرته ده چی د بودايي سیمو څخه شمیرل کیږي.

پدې سیمه کی د ستوپو،بودايي تاسیساتو،معبدونو د کلالۍ د لوښو پارچې هم لیدل کیږي.

۳: د ننګرهار لرغونی ښارونه

د تاریخی او مرکزیت درلودلو له مخی

الف: جلال آباد ښار

د تاریخی اثارو په شبهاتو کی د جلال آباد ښار د ۹۶۳ ه ق یعنی د شپاړسمې میلادي پیړۍ د مخه په دی نوم موجود نه وو او ځکه چی تر ده د مخه چی کوم ښار اداری او سیاسی موقعیت پیدا کړ هغه د پیښور وو چی د لمکانانو مربوط یوه داروغه وه .

په دی محل کی چی د یو ښار د جوړولو مفکوره ور سره شوه هغه په ۸۵۴ ه ق کال کی محمد ظهیرالدین بابر او دا ځای یې په همدی منظور د یو مرکز موقعیت درلودلو پوجه انتخاب کړ،خو دغه مفکوره یې عملی نه کړای شوه او یوازی یو څو باغونه یې پکی جوړ کړ چی پا تاریخ کی یی د هغه په پیژندی لاس رسی تر لاسه نه کړای شو.

تر ده روسته په ۹۶۳ ه ق او د ده په نوم منسوب شو. چی دې جلګې نژدی ۸۰ میله اوږودوالی او ۳۵ میله سوروره پراختیا درلوده او پدی زمانه کی د کابل سین شمال ته د لغمان او د کابل رود په جنوب کی د ننګرهار په شمول لرغونی ساحی پرتې وی او دا ښار د کونړ او لغمان د ناوو په مدخل کی جوړ شو

جلال آباد په راتلونکی وخت کی د پوره توجه وړ وګرزیده ښکلی پر تحسین تعمیرونه او په هندسی نقشو برابر باغونه پکی جوړ شول ،په دی اړه هم ښايي په جلا توګه

ب: د ننګرهار له لرغونو ښارونو څخه یو ښار د نیپور دي چی د همدی مجلی د ۱۳۸۵ کال په ۳ ګڼه کی معرفی شوی دی.

|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/8/1 او وخت1 PM  
 لرغونې ننگرهار یا ننگرهارا لومړۍ برخه

ننګرهار یا نګاراهارا

او دهغه د تسمیې دوجهې ریښې

(لومړۍ برخه)

پوهاند (رزاقی) نړۍ وال

لکه چې په مراودو او محاورو کې په عمومی ډول د ننګرهار څخه یادونې کیږي په پخوانیو اثارو او مدارکو کی دا نوم په دې شکل موجود نه وو اوترکومه ځایه چې تاریخي واقعیتونه ښیي د هیواد زیاترو ښارو نو هم د غسی ځانګړنی در لودلې دي او د بیلابیلو زمانو په تیریدلو سره د مختلفو شکلونو تر اختیارولو وروسته یې دا اوسنۍ بڼې ځانته نیلوي دي چې موږ یې په ورځینو بحثونو او خبروکی کاروو.

په عمومي توګه په لومړی سرکی دا ښارونه او سیمې د سیندونو د نومونو په انتساب سره لکه له هریرود څخه چې د اریه له دیښې هرات دی او د هلمند له رود څخه هلمند او داسی نور رامنځ ته شوي دي او یا د جغرافیوی موقعیت له مخې، لکه کوهستانونه، کوهدامن او د آریایانو د مشیته کیدو او مدنیت د صیغو له مخې لکه آریانا – آریه (هرات)، باختر کامدیش، پکتیا، کندهار او داسی نور او په همدې ترتیب د مذهبی او د خلکو د فرهنګ او د عقیدو او مذهبی مرکزونو له مخې لکه نورستان مهتر لام، او یا مزارشریف – او یا پخپله ګنداهارا یا همدا نګاراهارا او یا د ځینو فلکلوریکو کیسو په اعتبار لکه چاریکار، پلخمری.

او په دی باب نورې زیاتې بیلګې یې وړاندې کیدای شي، چې د موضوع د لنډیز په خاطر ترې ښایي صرف نظر شي.

دلته اصلی موضوع چې د نګاراهارا د تسمیې د وجې په اډړه ده نو دلته به یوازې دا کافي نه وي چې دا نوم په توضیحی تعریف کی وړاندی شي بلکې په کاردي چې په لومړی سرکی په دې وپوهیږو چې نګارا – هارا له دوو کلمو او یا وانرو څخه جوړ شوی او مرکب نوم دی.

که تر اسلام نه د مخه زمانې ته وروګرزو،.

د مرحوم پوهاند عبدالحی حبیبی د اثر (تاریخ مختصر افغانستان)، د (35) مخ د هخامنشیانو په بحث کی راغلي دي: و ولایت ګنداره را در کتیبه بابلی و ایلامی (پاره له پره ازانه) یعنی ایالت ما ورای جبال (افغانستان) ګفته اند.

د همدې موضوع د هخامنشي ترواکمنۍ لاندې د مالیې ورکوونکو ایالتونو په لړکی برستاګیدی، ګندهارا دادیک اوا پریدي ښودل شوي دي...

او په یوه بله برخه کی بیا هم له ګنداهاره څخه داسی یادونه راغلې ده:

(داریوش دوم در ګندهارا مستقیما حکم رانده اند که پایتخت ایالات شرقی ایشان کسپاتورس (پشاور) و پیوکیلاوتس (چارسده) بوده است. (424 – 404 قبل از میلاد)

په همدې توګه د داریوش په کتیبه کې ګندهارا د ګداره په شکل چي د کابل او پیښور څخه عبارت دی یادونه شوی ده.

له پورتینو یادونه څخه جوتیږي چې حتی تر میلاده نژدې څلور پیړۍ د مخه هم ننګرهار بل کوم نه درلود او امکان لري دلته پرته له کامې چې د اینسایانو د کام د قبیلی او د کامی ګوشته چې اریایي نوم دی بل داسی ځای موجود نه و چې مشهور وې او ټولې سیمې یې د ګنداهاره د خورې په نامه یا دیدلې.

تر داریوش وروسته تر میلاده 327 کاله د مخه کله چې مقدونی سکندر د خپلې لشکر کشۍ په بهیر کی چې له باختره راوګرزید نو دلته بیا هم د ده په سفر لیک کی پرته له دې چې د لمپاکا د نیسا (نیکایا) نوم اخستل شوی دی د بل هیڅ نوم نه دی ذکر شوی او دا ځکه په دې وخت د جلال آباد سیمې هم د لغمانونو یوه برخه وه.

د موریایانو په وخت کی په تیره بیا چې ددې کورنۍ مقتدر پاچا بیندوساره چې په اشوکا یي شهرت در لود په 273 تر میلاده و مخه واکمنۍ ته ورسیده او چې کله د بودایي آتین ډیر کلک پیروشو او د ګنداهارا حوزه او له کندهار ویې په هند واکمنی د رلودله  او په درونټه کی یې د خپلو فرمانونو یو ډبر یک په یادګار پریښود بیا هم دده په زمانه کی نه ننګرهاره کومه یادونه نه لیدل کیږي، تر دې جې کوشانیانو ته واکمنۍ رارسیږي چې د ارواښاد حبیبی په وینا د دې کورنۍ لومړنی پاچا پرچینی تلفظ (کیو – تسیو – کیو) یعنی (کوجوله کده کد فیزیس) د 40 میلادی کال په شاوخواکی د کوشاني پاچهی بڼسټ ږدی او له 1-4 م پیړۍ پوری دوام کوي، نو د افغانستان په دی تاریخی غوړیدلی دوره کی چې بیلابیل مدنیتونه رامنځ ته کیږي او بودایي آیین د ګنداهارا زړه نګاراهارا ترمخ په وده او تکامل کیږي چې په بیلابیلو تاریخي آثاروکی په بیلابیلو شکلونو د نګاراهارا نوم په ځلیدلوراځي او ریښي یې د تاریخ په پاڼو کی ر ازرغوینږې چې په دې توګه پرې بحث کیږی.

د ننګرهار کلمه په همدې شکل تر اسلام نه د مخه په هیڅ ماخذ کی ضبط نه وه د نګاراهار کلمه د لومړی ځل لپاره د راجا اوک (اشوکا) یعنی د دوهمی میلادې پیړۍ را هسی شهرت پیدا کړی دی کله چې دوه چینایي میلانیان هریو نامتو ملنګ یعنی فاهیان په 399 – 414 م کال کی دې سیمې ته راغي نویي دا ځای د ناکی په نامه و باله

او بیا هیوان تسانګ په 630 – 645 م د دې سیمې د لیدنې په ترڅ کی ورته کی – لو – هو، او هم یې د دې سیمې په ترڅ کی د نګاراها را په نامه هم یاده کړې ده خو په پښتو دایره المعارف 7 ټوک کی په دې اړه بیا داسی لیکلی شوې دي.

هیوان تسانګ د غلته یوه سیمه د (ناکار) یا (نګر) چې د هماغه نګاراهارا او نګرهار مرکز دی یا دوي. البته دا د نګر کلمه یا ناګار کلمه د همدې ننګر کلمه ده چې دا موضوع ارواښاد کهزاد هم تا ییدوی او ارواښآد حبیبی یې د نقش او یو نمانځونکی شی په معنا تعبیر وی.

همدارنګه د هند د بهار په کتیبه کی هم دا سیمه د نګارا ها را په نوم ښکل ده په جغرافیایی تاریخی افغانستاند د میر غلام محمد غبار په اثر کی د بیلیو له قوله لیکلی شوي دی چې نګارا هارا د سانسګریت له ژبې یوه سوچه کلمه ده او د نویهار یعنی نهه معنا لره له لفظ ځخه اخستل شوې ده،

خو حیات افغانی د ننګهار کلمه د ننګهار په شکل له نویهاره یعنی نهو رودونو څخه څخه اخستل شوې ګڼې چې د زیات او غلط استعمال په وجه په نګهار مشهور شوی دی په لسمه میلادي پیړۍ کی ورته ننګهار ویل شوی دی.

په یوبل روایت د ننګر کلمه د ننګر شاه لہ نومه چې د کونړ د سیمه ایزو واکمنانوڅخه و او چې کله یې په ناکی کی دواکمنۍ مرکز تاسیس او پر اختیایې ورته ورکړه نو د هار د لاحقی په زیاتولو ترې ننګرهاررامنځ ته شو.

پوهاند صدیق الله رښتین د ژبه پوهنی له مخی لیکیی

هار په بښتوکی یوه آریایی کلمه ده چې د سانسکریت سره نژدیوالی لري او د ډیروالی او زیاتوالی معنا لري لکه د چغ څخه چغهار د شرڅخه شرهار او داسی نور له همدې امله د لفظ د ترجمې له مخې د ښارونو مجتمع ورته ویلای شو.

نوموړی همدا رنګه د هارا کلمه دواره مترادف بولي چې د ټینګ او محکم ځای معنا لري لکه د بلخ دوارا وداني.

او د نګار کلمه دسنیګار، نقش، تصویر، بت او په معشوقی تعریفوی او وایي چې ننګرهار د بودیزم له خپریدو راوروسته چې دارت او ښکلیو هنرونو مرکزشو نو ځکه پرې د نګاراهارا نوم ایښوول شوی دی او د نګارستان سره مترادفه کڼل کیږي.

ځینی مورخان او لرغون پوهان ننګرهار نهه معبدونه ښیي او دا کلمه نوګار څخه راوتلی ده چی بیا د نهو غرونو معنا لري. حدود العالم دی سیمې ته نینهار والي.

لنډه داچې له پورتینو روایتونو څخه څرګندیږي چۍ د نګاراهار ریښه په نګر او نګار متمرکزه ده چې د تصویرونو. تزییناتو او بتانو مفهوم افاده کوي او هاریی هماغه ویهار، یا ویهاره ده چې د دیو، معبد او بووتون معنا ورکوي او په عمومی توګه ورته یو بودایي معبد ویل کیدای شي.

خوځینی یې له ناګا چې چې د مارانو رب النوع دې هم یو اخستل شوی مختاړی (پیشاوند) بولي.

|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/7/29 او وخت11 AM  
 بی حیایى

 د بی حیایۍ د فرهنګ زیاتوالې...

پدی وروستیو کی د افغانستان خلک د بی حیایې د ستر مشکل سره مخ دي او هغه دا چی بعضی انجونی د اسلامی لباس د نه مراعت کولو په خاطر بهر ته ډیر په بد حالت کی راووځي او بهر د هلکانو ماغزه او سترګی او همدا رنګه زړونه په ډیر بد حالت سره مخ کوي، کله چی هم داسی خلک ګورم نو د ابراهیم (ع) واقعه را په یادیږي او همدا رنګه د ستر پیغمبر (ص) هغه حدیث چی فرمايي د یوی ښځې په سر باندی به څلور کسان جهنم ته ځي را په یاد شي.

الحدیث: اذا فاتک الحیاءُ فافعل ما شیتُ...

کله چی هم د ابراهیم (ع) د پاره نمرود علیه العنت د اور د سوځولو چمتوالی ونیو نو هغه یې په ټال کیناؤو او د ورغورځولو د پاره یې امر وکړو، نو پدی وخت کی د ټال دواړی خواوې ټینګې وی پدی وخت کی شیطان علیه العنت راغی او ورته یې ووی چی څو سر توری ښځې چی سرونه یې لوڅ وي راولۍ، کله چی هغوي دا سرتورې ښځې راوستی نو د ټال دواړه خواوې خوشی شوی او ابراهیم خلیل الله په اور کی ورولویده، خو د الله جل جلا له امر وو اور ته چی:  یا نارُ کوني برداً وسلاماً علی ابراهیم پس د الله جل جلا له په امر باندی اور یخ شو او ابراهیم (ع) یې هیڅ ستونزه جوړه نه کړه.

اوس دا چی د ابراهیم (ع) ټال چا نیولو وو او ولی د ښځو د لیدلو نه وروسته ټال خوشی شو.. څیړو.

الله جل جلا له د خپل خلیل د سوزیدو د بچ کیدو د پاره خپلی ملایکی رالیږلی وی، او وروسته د هغی نه چی شیطان د ښځو د راوړلو وویل، نو ملایکی د ښځو د بی حیایې او د بی شرمۍ د وجی دغه ټال پریخودو او لاړی.

اوس نو قضاوت پر تاسو چی کله د تورسرو د سر د لوڅیدو په وجه ملایک د یو ځای نه ځي نو اوس پدی حال کی به د افغانستان په کوم ځای کی د رحمت پرښتی وي.

نن مونږ او تاسو ګورو چی څومره افغان انجونی په بی شرمه توګه او بی حیایې توګه باندی بهر ته راووځي، او په څومره بی شرمه ډول باندی غربي کالي اغوندي.

د رسول الله (ص) په یو حدیث شریف کی راځي چی داسی ښځې فکر کوي چی دوي په لباس کی دي مګر په حقیقت کی دوي بربنډی دي.

په افغانستان کی نن سبا د دموکراسۍ یا د حقوق بشر په نوم د دی هیواد ښځو د بی ستره کولو لاری چاری جوړیږي، او تل دی د پاره دوي پدی هڅه کی دي، چی څرنګه د افغانستان د غیرت نه ډکی ښځې بی ستره او بی شرمه جوړی کړي.

چیرته دي د افغانستان هغه اسلام دوست خلک چی تل د پاره به یې د اسلام دوستۍ دعوه کوله او خپلی افغانې لوڼې او انجونی به یې بی ستره نه پریخودی؟

 چیرته دی هغه افغانان چی د خپل پت او عزت ورسره هیڅ خیال نشته؟

مونږ چی څومره هم د ښځو په باره کی د هغوي د حقوقو څخه ملاتړ کوو، هغه دا مطلب نه لري چی ګوندی دوي دی بی ستري او بی حیايي شروع کړي.

د یوی ټولنی زوال هم په همداسی ډول بی شرمو او بی حیاؤ  ښځو د لاسه دی، نن په کابل کی د همدی ډول ښځو کړنی په ښکاره ډول ګورو چی څرنګه اخلاقي فساد یې جوړ کړی دی.

بهرني هیوادونه تل د افغانستان د هیواد څخه د اداري فساد د مخنوي په باره کی د هغوي څخه غوښتنی کوي، او په مقابل کی یې د اخلاقي فساد لاری چاری ښواری کړي دي.

کله د اسلام په سپیڅلی دین کی د ښځې د پاره دا شته چی دا دی لاړه شي او د یهودو او یا هم د بی دینو په دفتر کی دی کار وکړي، هغه بی غیرته اوبی پته پلار او رور د دی خبری پسی نګرځي چی ځما سپیڅلی دی (اسلام) ماته څه ښايي. د اسلام په سپیڅلي دي کی نباید یوه محرمه ښځه د یو نا محرم سړي سره لاس ورکړي، بی ادبی دی معاف اوس لاس ورکول نشته دی بلکی اوس خو د غاړو ورکولو کار روان دی، د یوی ښځی د سر ویښته د دی عورت دی، د دی د کالي د دی عورت دی، هر څومره ځوانان چی دوي پدی چل باندی غلطی لاری ته جذبوي د هغی دو چنده د هم دوي کیږي. د ښځی غږ د دی عورت دی ولی په بد بختانه ډول چی نن هیڅ افغان د دی ټکی په نه پاک نیولو کی بی غیرته پاتی شوی دی او خپله ملا یې د بی غیرتۍ د لاسه د لور یا د خپلی ښځی ګټې ته نیولی دی.

د اسلام علماؤ ته پکار دي چی دوي پدی لاری کی خپلی هلی ځلی ګړندۍ کړي او د دی غلط فرهنګ د پرمختګ د مخنیوي د پاره ګډی هڅې وکړي.

کوم عزت، مقام، او لوړوالی چی اسلام ښځو ته ورکړی هغه د نړۍ د هیڅ هیواد وګړي نشي ورکولی، غربي هیوادونه پدی هڅه کی دي چی د حقوق بشر په نوم باندی افغانان وغولوي او هغوي ته د خپلو غلطو اهدافو د حاصلولو د پاره هغوي ته زده کړه ورکړي. ولی افغان پیغلی او ښځې دی دا ټکې په پام کی ونیسي، چی دا ټولی د یهودو او د بی دینو توطی دي او دوي غواړي چی مسلمانان د اسلام په ضد وهڅوي او دوي ته داسی فکر ورکړي چی ګواکی اسلام هیڅ د ښځو د حقوقو په فکر کی نه دي ولی دوي باید په یاد ولري چی دوي د ډیرو سترو اسلامي حقوقو څخه برخمنی دي. او د دوي د حقوقو ذکر الله جل جلا له خپل مقدس کتاب قرآن کریم کی کړی دی، او بار بار یې خپلو بندګانو ته د دوي سره ښه سلوک او رفتار کولو امر یې کړی.

د افغان پیغلو نه یواځې دا چی خپل اسلامی فرهنګ ته یې شا کړی ده، بلکی د هغی پر ضد هم په بعضی ځایو کی کار کوي او هغه داسی چی کله هم په کوم ځای کی د حجاب مسله راشي، نو هغوي داسی فکر کوي چی دا هر څه چټیاټ دي او هغوي د دی کار د نه منلو د پاره اماده وي.

ولی الله جل جلا له په خپل کتاب قرآن کریم کی فرمايي: یَا أَیُّهَا النَّبِیُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِینَ یُدْنِینَ عَلَیْهِنَّ مِن جَلَابِیبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَی أَن یُعْرَفْنَ فَلَا یُؤْذَیْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِیمًا ؛

وَیَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا یُبْدِینَ زِینَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْیَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَی جُیُوبِهِنَّ وَلَا یُبْدِینَ زِینَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ... و لا یضربن بارجلهن لیعلم یا یحفین من زینتهن...

وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاء اللَّاتِی لَا یَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَیْسَ عَلَیْهِنَّ جُنَاحٌ أَن یَضَعْنَ ثِیَابَهُنَّ غَیْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِینَهٍٔ وَأَن یَسْتَعْفِفْنَ خَیْرٌ لَّهُنَّ وَاللَّهُ سَمِیعٌ عَلِیمٌ ؛

نو اوس راځۍ چی وګورو چی څنګه مونږه باید د دی بی دینه فرهنګ په مقابل کی اودریږدو او مخ نیوی یې وکړو.

دوي چی کومی خبری ښځو ته د حقوقو ورکولو په باره کی کوي په اصل کی داسی نه ده بلکی دوي غواړي چی په دی لاری سره ښځی بی لاری کړي.

د دوي د حقوقو ورکولو ښکاره ثبوت خو په نیغه مسلمانان ګوري، او د دوي ظلم او ستم پدی غریبه طبقه باندی ګوري چی څومره ظلم او په ستم پری روان دی، اوه دا بی دینه خو دوي ته د حیوان په سترګه باندی هم نه ګوري نو دوي به دوي ته حقوقو څنګه ورکړي.

اوس به وګوروچی په اسلام کی دښځوحقواوارزښت څه دی؟؟؟
پردې موضوع باندی ډېرکتابونه شتون لری،خوزه صرف په یوڅوقرانی مبارکوایاتوباندی اکتفاکوم:
اوشته دې ښځولره(حقوق پرمېړونوباندی) په شان دهغو(حقوقو) چی په دوی دی(دخاوندانو) په معروف (ښه وجه) سره اوشته نارینه ولره په دې ښځوبهتروالی۔ (البقره 228)
په دې ایات مبارک کی داښکاره ده چی لکه څرنګه چی خاوندپرښځه باندی حق لری هم دغه شان ښځه پرخپل مېړه باندی هم حقوق لری، اویوپربل دحقوقو په درلودلوکی کوم توپیرنلری۔  پس قبولی کړی دوی لره (دادعاوی) رب ددوی (په دې شان چی) بې شکه زه نه ضایع کوم عمل دهیڅ عمل کوونکی له تاسی که نارینه وی اوکه ښځه وی، ځکه چی ځینی ستاسی دی له ځینونورو(اوماته په مکافات کښې ټول سره یودی)۔ (ال عمران 195)
ددې ایات مبارک څخه معلومیږی چی په عمل کولوکی دنراوښځې ترمینځ هیڅ توپیرنشته هرڅوک چی ښه عمل وکی دخپل ښه عمل مېوه به لاسته ورځی، هغه که نروی اوکه ښځه؛ نراوښځه په ټولنیزژوندکی سره ګډد به شته نارینه ولره برخه په سبب دهغه عمل چی کړی وی دوی اوشته ښځولره خپله برخه په سبب دهغه عمل چی کړیدی دوی اوسوال کوی تاسی له الله نه له فضل اومهربانۍ دده بې شکه چی الله دی پرهرشی ښه عالم ۔ (النساء 32)
اوهرڅوک چی عمل وکړی له نارینه واوله ښځوحال داچی مومن وی نودغه (نیکوکاران) داخل به شی په جنت کښې اوظلم به ونشی په دوی دنقیر(پردوی په هیڅ شی کښې هیڅ ظلم نه کیږی) (النساء 124)
اوسړی مومنان اوښځې مومنانی ځینی ددوی دوستانې دی دځینونورو(په ایمان کښې ټول سره یوشان دی) حکم کوی دوی په نیکیو(چی الله اودرسول الله اطاعت دی) اومنع کوی له بدیوچی (دالله اودرسول الله نه مخالفت دی) اودروی(له ټولوحقوقوسره سم اداکوی) لمونځ اوورکوی، دوی زکات اوحکم منی دالله او(حکم منی) درسول الله دغه کسان ژربه رحم وکړی په دوی الله، بې شکه چی الله ښه غالب قوی دی (دحکمونوپه جاری کولوکښې) ښه دحکمت خاوند(چی هرکارپه تدبیراومصلحت سره کوی) (التوبه71)
هرچاکه وکړنیک عمل له نارینه وڅخه یاله ښځې څخه حال داچی دی مومن وی نوخامخاژوندون به ورکړوهرومروهغه ته ژوندطیبه (پاکیزه) اوخامخاجزابه ورکړوهرومرودوی ته اجرددوی په ډېرښه دهغو(نیکیو) سره چی دوی په (دنیاکښې) چی کولی به ئې۔ (النحل 97)
اوځینی له نښو(دقدرت) ددغه (الله) دادی چی پیداکړی ئې دی، تاسی له نفسونوستاسی ښځې (جوړه) دپاره ددې چی مایل شی دوی ته (اومطمئن اوسی) اوګرځولی ئې ده، په منځ ستاسی (اودښځو) کښې دوستی اومهربانی بې شکه په دغه (پیداکولودمودت اورحمت په مینځ دازواجو) کښې خامخاډېرې نښې دقدرت دی دپاره د(هغه) قوم چی فکرکوی (دالله په صنع کی) ۔ (الروم 21)
اسلام یواځینی دین دی چی وښځوته ئې روښانه اوښکلی حقوق ورکړیدی، مخکی موږذکرکړل چی عیسایان اویهودان دښځوپه هکله څه نظرلری؟؟؟ ددوی په مقدسوکتابوکی څه لیکلی دی؟؟؟ ایاددوی داادعاچی موږدښځوحقوق غواړو دوی ریښتنی دی؟؟؟ نه هیڅ کله نه؟؟؟ دایواځی دوی خلک غولوی، داځکه چی په هغوسپیڅلوکتابوکی چی دوی ایمان پری لری په هغوکی دښځوحقوق نشته نودوی به له کومه دښځوحقوق تامین کړی،عیسایت اویهودیت دښځوحیا واخیستله، په ارزښت ئې لوبې وروکړې، دعفت پوښ ئې ورخرڅ کړ، داخلاقوسرمایه ئې ورچورکړل، اودبې حیایۍ، عیاشۍ، بې پرده ګۍ، اودناموس پلورنی یوسمبول ئې ورڅخه جوړکړ، چی اوس ټوله لویدیځ ددې وجبران ته حیران دی؛ زه به ډېرژرداټوله بحث د(دښځوحقوق په قران اوبایبل کی ) لیکنه باندی پوره رڼاواچوم، اودابه وټولولوستونکوته جوته شی چی په بایبل کی دښځې ارزښت څه دی؟؟؟ بایبل څه حقوق ورکړیدی؟؟؟ اوعیسایت اویهودیت ښځه دژوندپه کوم معیارکی ځوړنده کړېده؟؟؟ اوداسلام مبارک دین کوم حقوق ورکړیدی، اوښځه ئې دژوندوکوم لړې مرتبې ته رسولې دې؟ اوزه داپه ډاډه زړۀ سره درته لیکم چی قران چی کوم حقوق وښځې ته ورکړیدی، ودې ټولومذهبونوته چیلنچ دی هغه که اسمانی دینونه دی اوغیراسمانی دی، چی په دوی کی دقران دیوه ایات په اندازه حقوق په دې ټولومذهبونوکی نشته،په یوه حدیث مبارک کی چی کوم حقوق وښځې ته ورکول شویدی په ټولونړیوالوقوانیوکی نشته؛ هغه که دملګروملتو قوانین وی، که دبشری حقوقودسازمانوقوانین وی، هغه که دښځودحقوقودروغژنو مدافعینوقوانین وی، اوداسی نور

مزمل شاه  وطندوست

|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/7/28 او وخت1 PM  
 سیاسی تبصره

مونږ تری خبر نه یو...                                            ??? We don’t know 

صایب! دغسی خلک ځواب ورکوي، بخښنه نه غواړي بی خبري څرګنده وي، ځما په اند دا ۵۲ افغانان به هم د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کی کوم د ملی اردو عسکر وژلي وي...

 د ملت نه دی بخښنه وغوښتل شي، افغانان خو هسی هم بخښنې غوښتلو کی مخکی دي ...

 وبخښۍ...

د افغانانو یو نوي فرهنګ ..وبخښه..  ډیر پرمختګ کړی دی، ان تر دی چی دا فرهنګ بهرنیو هیوادونو ته هم په کار وړل کیږي، هیره دی نه وي چی څه موده مخکی د افغانستان ولس پال ولسمشر دغه بخښنه غوښتلی وه.

خو... اوس د دغی خبری ضد هم راوتی دی او هغه دا چی .. مونږ تری خبر نه یو..  زمونږ د اردو عسکر صرف دوه یا دری بهرني عسکر وژلي وو

خو په بدل کی یې بهرنیانو د سنګین په ولسوالۍ کی ۵۲ افغانان ووژل او په بدل کی یې بی خبري خودلی ده.

Embedded Image

تر اوسه پوری می ۲ په توان دوه  می لیدلی وو ان تر دی چی دوه په توان لس می هم لیدلي دي خو دا چی دوه په توان دوه پنځوس هم شته! نه می وو لیدلي.

په دی مرګ ژوبلی سره د بهرنیو د هغه لوی جنرال دعوه چی هغوي ته د افغانانو په وژنه کی مزه حاصیلیږي په رښتیا شوه، خو زه خپلو هیوادوالو ته وایم چی دا هیڅ نه دي په انتظار اوسیږۍ چی څه به کیږي.

 

|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/7/28 او وخت10 AM  
 اخبار روزنامه های افغانستان

اخبار روزنامه های افغانستان

                                            اخبار روزنامه هشت صبح

                                            اخبار روزنامه افغانستان

                                            اخبار روزنامه راه نجات

                                            آخرین اخبار روزنامه چراغ

                                            آخرین اخبار صدای امریکا

                                            اخرین نوشته های سایت تحلیلی کابل پرس

                                            اخبار روزنامه آرمان ملی

                                            آخرین اخبار آژانس خبری باختر

                                            آخرین اخبار خبرگزاری افغان پرس

                                            اخبار سایت خبری وخت

                                            آخرین اخبار شبکه اطلاعرسانی افغانستان

                                            آخرین اخبار صبح بخیر افغانستان

                                            آخرین اخبار بی بی سی صفحه افغانستان

                                            آخرین اخبار صدای آلمان

                                   آخرین مقالات و تحلیل های هفته نامه پیام مجاهد

                                            آخرین اخبار روزنامه ماندگار

|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/7/28 او وخت10 AM  
 اخبار وزارت های افغانستان
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/7/28 او وخت10 AM  
 احزاب وگروهای افغانستان
احزاب و گروه هاي سياسي
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/7/28 او وخت10 AM  
 سیاسی تبصره

د افغانانو بخښنه او د بهرنیانو وژنه

نیټه ۱۴/۰۷/۲۰۱۰ د چهارشنبی ورځ

مگر زه وايم که چيرى شرم لکۍ ولري نو اندازه به يې ګرانه وي .

کله چی می د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي بخښنه  د انګریزانو د لومړي وزیر د ډیویډ کامرون څخه ولیده نو ډیر زیات حیرانه شوم او په دی خبره باندی ډیر ځیر شوم، چی آیا د افغانانو حیثیت او قیمت دومره ښکته دی چی یو سپک سړی د هغه په وژنه کی خوند او مزه اخلي او وایي چی د افغانانو په وژنه کی دوي ته تفریح حاصیلیږي. هغه افغان چی د خپل غیرت چغې سورې یي، دومره سپک شو چی د هغه وژنه هډو ارزښت نه لري.

کله نه چی بهرني ځواکونه افغانستان ته راغلي دي، او په افغانستان کی شتون لري نو د همغې وخت نه تر دی دمه، دوي په زرګونو بی ګناه افغانان وژلي دي، کله د طالب په نوم او کله هم د تروریست په نوم. افغانانو تر ۱۳۸۰ ام  نه وروسته دا هیله درلودله، چی د دوي د ارمانونو غوټۍ به وغړیږي، او د خپل هدف د حاصلولو د پاره یې د بهرنیو ځواکونو ملاتړ وکړ. خو له افغانانو نه خپله زړه ښیښه چی باید هغوي پکې ځان لیدلی وای، ورکه شوی وه، او هغوي مخکی له دی نه چی خپل تاریخ ته یوه لنډه کتنه وکړي او د هغې څخه پند واخلي هغه یې شاته وغورځوله، او د هغو زړو مکر جنو سره چی په افغانستان کی یې د بی شرمۍ او د بی حیایې زوړ ریکارډ پریښودې دی، د هغوي ملاتړي شول.

په افغانستان کی په کراتو باندی بهرنیانو افغانان وژلي دي، او د هغوي د وژنې بخښنه هیڅکله بهرنیانو ونه غوښته، په ځای د دی چی هغوي پښیماني ښودلی وای او د بیا د نه تکراریدو هوډ یې کړی وای، په مکرره توتګه یې دا کار وکړ. هغوي د افغانانو سره وینه په  زرو او یا هم په دوه زرو ډالرو باندی واخیسته، او په دی توګه، پردي ځامن یې بی پلاره، پردۍ ښځې یې کونډې، او میندی یې بی بچو کړی.

زما په یاد شي چی تیر کال په یو ولایت کی بهرنیو قواؤ ډیر زیات افغانان ووژل، خو هغوي پر ځای د دی چی د دی کار یې بخښنه غوښتی وای، هغوي دغه قربانیان د طالبانو ملاتړي وګڼل، او د هغوي د مړینی نه یې بالکل انکار وکړ.

دا بریدونه پداسی حال کی رامنځ ته کیږي چی په دی وروستیو کې د غزني په ولایت د ملي اردو په سرتیرو باندی امریکایانو له خوا څخه ډزې کړې وې او پینځه تنه یې وژلي وو.

دغه راز د همدی میاشتی په ترڅ کې د هیواد په کندز ولایت کې هم د بهرنیو ځواکونو لخوا د ملي اردو ګڼ شمیر پوځیان وژلي وو چی د هغوي پوښتنه تر اوسه چا ونه کړه او یوازی د یوې اعلامیی په خپرولو سره یې خبریالانو ته وویل چی دا یوه تیر وتنه وه.

ـ بهر حال غواړم چی خپلی موضوع باندی وغږیږم، د افغانستان د ولسمشر معذرت غوښتنه ماته ډیره ناخوښه وه، او ډیر زیات یې حیران کړم، دغه خبری په لاندی ډول دي...

حامد کرزي له بریټانیا بښنه وغوښته

دخپریدو نیټه  2010-07-14  م   خپرندوی : ۶۳ بېنوا - کابل چا پي بڼه

میرویس جلالزی

افغان ولسمشر حامد کرزي د یوه لیک په استولو سره دبریټانیا له حکومت او خلکو بښنه غوښتي.

د بریټانیا دولت وایې چې کرزي د افغان ملي اردو د هغه سرتیري کړنه غندلي او په هغې یې د بریټانیا له خلکو بښنه غوښتی چې په ترځ کې یې پرون په هلمند کې ۳ بریتانوي سرتیري مړه او دوه نور ژوبل شول.

کرزي ویلي چې په دې کار سخت خوابدی دی .

د بریټانیا دولت وویل چې افغان سرتیري پرون د بریټانوي سرتیرو په یوه کاغوش د راکټ حمله وکړه یو ویده سرتیری یی ځای پر ځای وواژه او د هغه تر څنګ ولاړ دوه نور بریټانوي محافظین هم ووژل شول او دوه نور ژوبل شول.

د بریټانیا د پوځي چارو ماهرین وایې چې ښایې دغه برید کونکی سرتیری د طالبانو پخوانی کس وي.

دغه برید کونکی اوس په لښکرګاه کې تری تم شوی او د موندلو لپاره یې همدا نن هم ګډ عملیات روان دي.

... او ډیر زر یې د بهرنیو قواؤ د یو جنرال خبرو ته ځیر کړم او اومی غوختل چی د دی دواړو بیانیو په اړوند باندی یو توپیري بحث وکړم، د افغانستان د ولسمشر د خبرو په مقابل کی غواړم چی د هغه بهرني جنرال خبری دلته راوړم...

Washington Post: امریکایان په خلکوډزي تفریح بولي

دخپریدو نیټه  2010-07-11  م   خپرندوی : ۶۳ بېنوا - کابل چا پي بڼه

سرچینه: واشنګټن پوست ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی        
 
په سیمې کې دامریکا نوی پوځي قومندان ، په خلکو ډزې ښه تفریح بولي  .
واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي چې جیمز متس ویلي دي ، په افغانانو ډزې ډیره ښه تفریح ده.
دې امریکايي ورځپاڼۍ لیکلي ،جنرال جیمز متس په ۲۰۰۵ کال کې په سن دیاګون ښار کې په یوې وینا کې ویلي وو، دافغانستان نارینه ، هغه ښځو ته سپکاوی کوي چې ټیکري یا حجاب نلري او له دې کبله ځینې افغانان باید مړه شي .
دامریکا دفاع وزارت په افغانستان کې دخارجي ځواکونو دقومندان په توګه د دیوید پتراووس له ټاکلو ورسته،جنرال جیمز متس ، په سیمې کې امریکادنوي قومندان په توګه وټاکه.
له دې وروسته ،جنرال متس افغان ضد څرګندونو فلم یو ځل بیا په ډګر کې راوتلی،او تر اوسه د امریکا پوځ د مک کرستل له جنجاله نه دی خلاص شوی،چې نوې ستونزه هم ورسره یوځاي شوه.
حقیقت دادی چې جنرال جیمز متس حقیقت ویلي او منافقت یې لرې کړی.
خارجي ځواکونو په تیرو ۹ کلونو کې افغانان ، تفریح په توګه عام وژني، او هغوي دهالیوود دفلمونو صحنې په سمه توګه په افغانانو جوړې کړي د ي.
اوس دامریکایانو لپاره دیوه افغان بیه، سیبل یا د نښې په اندازه ده چې دافغانستان په ګوټ ګوټ کې چې هر وخت وغواړي تفریح وکړي ،او خپله نښه پښه کړي، ورته پیدا کیږي.
دغه ثابت او متحرک سیبل یا نښې په حرکت او کیناستو کې افغانان دي او ډيره په آسانۍ سره په نښه کیږي .
نه یواځې پیاده بلکه هوايي ځواکونه هم په افغانانو په ډزو سره غواړي خپله نښه پښه کړي او هم تفریح وکړي.
دویلو ده چې پر دې سربیره،هغوي نوي وسلې هم په آسانۍ سره په افغانانو آزمايي .
په تیرو ۹ کلونو کې ثابته شوې چې په تیرو ۹ کلونو کې ،ډول ډول یورانیمي بمونه اووسلې ،په افغانانو وکارول شوې.
د داسې نادودو وسلو کارولو پایلې ورو ورو روښانې کیږي او دافغانستان په جنوب ا و ختیځ کې شکمن مرضونه لیدل شوي.
اوس ځنګلي سیمې ،ونې او آب و هوا،په یورانیمو اونورو کیمیاوي موادو ککړې دي چې خلک ورسره په تماس کې دي او یا یې هم د اوبو څښلو او تنفس له لارې بدن ته داخلوي.
د دغو مرګوڼو موادو په وسیله بدن ته داخلیږي او ممکنه ده چې تر څو کالو پورې- اغیزې یې لازیاتې ښکاره شی .
دویلو ده چې څه موده وړاندې هم له توری بوړې راپورنه رارسیدلي چې ځینې ناقص ماشومان زیږیدلي دي.

نو زمونږ خوږ ژبي او ولس پال ولسمشره دا قضاوت اوس ستا دی چی آیا د دی ثبوتونو په مقابل ستاسو دا خبره په کوم ډول باندی تعبیر کړو؟

آیا مونږ افغانان بهرنیو ته دومره بی حده اړ یو چی خپل افغان ورور او خپل عزت او شرف راته هیڅ ښکاره شي؟

غواړم خپلو خبرو ته په لاندی دوو جملو سره د پای ټکی کیږدم.

د کابل د پای تخت نه ماته د لودیانه زندان بهتر دی... !              د افغانستان تیر شوی پاچا (شاه شجاع)

د شیر د یو ورځ ژوند د ګیدړ د سلو کالو د ژوند نه بهتر دی... !       (ټیپو سلطان)

والسلام

مزمل شاه وطندوست

|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/7/18 او وخت10 AM  
 کتابتون

د لا ډیرو معلوماتو د پاره د ویبلاګ جوړونکی دی ته وهڅیدو چی د خپلو هیوادوالو ته د پښتو ویباڼو ته د لاس رسي د پاره لاره هواره کړي.

پښتوبېلابېلې وېبپاڼې

كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه

افغان ادبي بهيروېبپاڼه

لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه

مېرمن بهيروېبپاڼه

سعيدافغاني وېبپاڼه

سمسوروېبپاڼه

سلگۍ وېبپاڼه

تاندوېبپاڼه

نړيوال ويبپاڼه

لونګوځونډى وېبلاک

مينه وېبلاک

مورچل وېبپاڼه

پیمانه وېبلاک

څانګه اماج وېبپاڼه

غورځنګ وېبپاڼه

خبریال وېبپاڼه

ژړاوېبلاک

مستانه سندرې وېبپاڼه

پوهندوست وېبپاڼه

دعوت وېبپاڼه

د مطلب د ادامی د پاره په دغه تڼۍ باندی ټک کړﺉ.


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/7/8 او وخت1 PM  
 د الله رضایت
څنګه پوهېدی شوچي الله ج له موږراضي دی؟    
ليکوال:عصمت الله عزام   

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبي بعده امابعد:

که له انسان څخه الله رب العزت راضي شي،دادده لپاره  لويه نېکمرغي اوستربرياليتوب  دی،که ترې ناراض شي،دائې لويه تباهي،حقيقي بدمرغي،تلپاتې شرمندګي اودسختوعذابونولامل اوسبب دی .

مطلب دادی چي زموږلپاره په ژوندکي لومړنی  مهم کاردادی چي الله رب العزت له ځانوراضي کړو.

اوس څنګه به پوه شوچي الله رب العزت له موږراضي دی،که ناراضه ددې

لپاره څونښي اواسباب شته،علماءکراموهغه جمع کړې دي                                     

په دغونښوکي ځيني  ټولنيزي دي،چي دټولني سره تعلق لري .

اوځينې ئې ځانګړې دي،چي ديوه شخص سره تعلق لري،دابايدهرمسلمان په غورسره

ولولي اوبيادي

 دځان اوټولني په هکله فکروکړي چي څومره دانښي په موږکي شته،که وي،دالله تعالی شکردي

اداکړي اوپرهغودي ثابت واوسي،که نه وي په ځان کي دراوستوکوښښ دي وکړي.هغه دادي:

{اول}

په بعضوآثاروکي نقل شوي چي بني اسرائيلوله موسی عليه السلام څخه غوښتنه وکړه چي له خپل رب څخه دي پوښتنه وکړه چي کله له موږراضي اوکله ناراضه وي؟

الله رب العزت موسی عليه السلام ته وحی وکړه چي زه کله باران په خپل موسم کي وروم، ستاسودچاروواک نيکانوته وسپارم اومالونه سخيانوته ورکړم،په دې وخت کي زه له تاسوراضي يم .

اوکله چي باران بې موسمه وروم،بدخلګ مومشران کړم اومالونه موبخيلانوته ورکړم ،

په دې وخت کي زه ناراض يم(قوت القلوب ص138)

دانښه دټولني سره تعلق لري،يعني په عمومي توګه چي الله پاک راضي ياناراض وي،

دانښي ترسترګوکيږي.

(دوهم)کله چي الله رب العزت يوانسان دخيرپه کاروکي استعمالوي،په خپل طاعت اوعبادت

کي ئې استعمالوي،دادالله پاک درضاعلامه ده،چي الله پاک له دې انسانه راضي دی.

اوکله چي يوڅوک دګناه په کاروکي استعمالوي،دالله تعالی په نافرمانئ کي ئې لګياکړي،

داله هغه انسانه دالله  تعالی دناراضتياعلامه ده .

دې خبري ته الله پاک په خپل کتاب کي اشاره کړې په سورۀ حج کي داسي فرمايي چي ژباړه ئې داده:

ته نه ګورې يقيناًالله ته سجده کوي هغه څوک چي په اسمانوکي دي اوهغه څوک چي په زمکه کي دي،

اولمر،سپوږمۍستوري،غرونه،وني،زنده سر(څاروي اونور...)اوډېری له خلګوڅخه.اوپرډېروباندي دعذاب فيصله ثابته شوې ده،څوک چي الله تعالی سپک کړي،هغه ته هيڅوک

 عزت ورکوونکی نشته،

يقيناًالله تعالی هغه کوي څه چي غواړي.(الحج18)

په دې آيت کي اشاره ده چي

څوک  الله پاک ته سجدې  کوي هغه مُکرَم اوعزتمند بنده دی،ځکه ئې ځان ته په سجده کړی دی .

په يوه اثرکي راغلي دي چي دعطاءابن ابي رباح يوه مينځه وه،دشپې دلمانځه تر

اداکولووروسته ئې داسي دُعاءوکړه:اې ربه!ستادمحبت له امله چي

 له ماسره ئې لرې داحاجت مي پوره کړه؟

عطاء ابن ابي رباح ورته وفرمايل:داسي مه وايه بلکي داسي ووايه چي  اې ربه!زماد

محبت له امله چي  ستاسره ئې لرم داحاجت مي ترسره کړه؟

مينځي ورته وويل:که الله پاک راسره محبت نه درلوی،ځان ته به ئې په عبادت باندي نه درولم.

(کله چي ئې په عبادت درولې يم،له دې معلوميږي چي دالله پاک راسره مينه شته)

عطاءبن ابي رباح ددې  دځواب په اورېدوسره ددې  فهم اوپوهي ته حيران شو.

په حديث شريف کي هم داخبره  راغلې ده چي  ان الله اذااحب عبدًااستَعمَله قيل وکيف يستعمله؟قال:

يوفقه لعمل صالح قبل الموت(رواه الترمذي)

{کله چي دالله پاک يوبنده خوښ شي،هغه استعمال  کړي.

چاورته وويل :څنګه ئې استعمالوي؟

وئې فرمايل:ترمرګ مخکي دنېک عمل توفيق ورکوي


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/6/20 او وخت1 PM  
 د اسلام په زړه پوري معلومات

 

  •     د محمد (ص) مور د "بنو زهره" له کورنۍ څخه وه
  •    قرآن کریم د "ب" په توري پیل کیږي.
  •    قرآن کریم د "س" په توري پای مومي.
  •     حضرت لوط (ع) لومړنۍ سړی دی، چی هجرت یې وکړ.
  •    تورات په عبراني ژبه نازل شوی دی.
  •     د نوح (ع) پلار "لامک" نومیده.
  •     نوح (ع) په بیت المقدس کی ښخ دی.
  •     د توپان پر مهال د نوح (ع) عمر ۵۹۹ کاله و.
  •     د هود (ع) نوم په قرآن کی اووه ځله راغلی دی.
  •     هغه اذان، چی لمونځ ورپسی نه کیږي د ماشوم په غوږ کی اذان دی.
  •     قرآن کریم ۱۰۵۶۸۴ ټکي، ۵۳۲۲۳ زیره، ۸۸۰۴ پیښه، ۱۷۷۱مده، او ۱۲۷۴ شدونه لري.
  •     په قرآن کریم کی کلمه طیبه په بشپړ ډول نه ده یاده شوې.

د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/6/13 او وخت12 PM  
 د قیامت علامه

حدیث پاک

و عن ابی ذر قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم حین غربت الشمس اتدری این تذهب هذه قلت الله و رسوله اعلم قال فانها تذهب حتی تسجد تحت العرش فتستاذن فیوذن لها و یرشک ان تسجد ولا تقبل منها و تستاذن فلا یوذن لها و یقال لها ارجعی من حیث جیت فتطلع من مغربها فذلک قوله تعالی والشمس تجری لمستقر لها قال مستقر لها تحت العرش.    (متفق علیه)

ترجمه پشتو : له ابو ذر (رض) نه روایت دی چه رسول الله (ص) فرمایلی دی کله چی نمر پریوځي نو آیا پوهیږی چه چیرته ځي؟ ما وویل چی الله پاک او د هغه رسول (ص) ښه پوهیږي. وی فرمایل چی لمر ځي او د عرش لاندی سجده کوي. او اجازت غواړي هغه ته اجازت ورکولی شي، نیزدی ده چی هغه سجده وکړي او قبوله نشي اجازت وغواړي او هغه ته اجازت ور نه کړی شي او هغه ته وویلی شي چی هغه ځای ته بیرته لاړ شه چی تری راغلی یې، نو هغه به له قبلی نه راؤخیژي نو دا امر د دی قول د الله پاک دی چی لمر خپل د آرام ځای ته روان دی او د ده د قرارﺉ ځای د عرش د لاندی دی.                 (متفق علیه)

حدیث نمبر ۵۲۳۵  کتاب مشکوه  جلد ۴ صفحه ۲۳۵      باب   د قیامت نه وړاندی علامی او د دجال بیان

قرآن مجید پشتو مترجم

د شیخ القرآن حضرت مولانا عبدالحق صاحب دار منګی

سوره یسین سیپاره ۲۳

آیت نمبر ۳۷  والشمس تجری لمستقرلها ...

روایت شوی حدیث د امام بخاری او امام مسلم

|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/6/9 او وخت1 PM  
 گلان Flower

 

ښکلی ګلان


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/5/31 او وخت1 PM  
 طبیعت

 

د طبیعت ښکلی عکسونه


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/5/30 او وخت2 PM  
 عکسونه

 

ښکلي او جالب عکسونه


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/5/30 او وخت2 PM  
 ټوکې ټکالې

 

تصاوير زيباسازی ، كد موسيقی ، قالب وبلاگ ، خدمات وبلاگ نويسان ، تصاوير ياهو ، پيچك دات نت www.pichak.net 

 

ټوكې ټکالې

تصاوير زيباسازی ، كد موسيقی ، قالب وبلاگ ، خدمات وبلاگ نويسان ، تصاوير ياهو ، پيچك دات نت www.pichak.net

 


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/5/30 او وخت10 AM  
 د پښتو ژبې ستر وطن پال او ولس پال شاعر ملنګ جان او د هغه خواږه شعرونه

د ملنګ جان ژوند ليک

 

ملنګ جان په١٢٩٣لمريزکال د ننګرهاردبيسودوپه چميارکلي کې وزيږيد. پلاريې ملک عبدالشکورنوميدچې په درې کلنۍ کې ترې يتيم پاتې شواوپوله پټی يې هم د ناوړودودونو او تربګنيوله کبله له ﻻسه ورکړ.
د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/5/30 او وخت10 AM  
 طلاق Divorce

طلاق



١- طلاق په لغت کې مطلقا دتړلي شي پرانستلو ته وايي ،

 

 او د شریعت په اصطلاح کې په ځانګړو تورو سره سمدلاسه (لکه په طلاق باین کې) یاپه راتلونکي کې (لکه په طلاق رجعي کې )د نکاح د تړون پرې کولو ته طلاق ویل کيږي .


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/5/23 او وخت2 PM  
 نکاح WEDLOCK


نکاح

 

۱: نکاح په لغت كې يو ځای كولو ,او په اصطلاح كې هغه تړون ته ويل كيږي چې له امله يې سړي ته له ميرمنې او ميرمنې ته له سړي نه دشريعت په چوكاټ كې دننه دخپل غريضه غوښتنو دپوره كولو حق حاصليږي .
د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/5/23 او وخت12 PM  
 ښونه او روزنه Education

 

د اسلام له نظره د ښوونې او روزنی ارزښت

د اسلام مبارک او سپيڅلی دين چې د ټولو انساني نيکمرغيو لوړتياوو او برياوو په بشپړه توګه غوښتونکې دين دې،د ښوونې او روزنې او د ښوونځيو لومړنې بنسټ هم د اسلام له پيل سره يو ځاي په مدينه منوره کې د حضرت محمد(ص) له خوا ايښودل شوې دې.

 

د مطلب د ادامی د پاره لاندې کلک کړﺉ.


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/5/19 او وخت2 PM  
 د اسلام په رڼا کی انساني بنسټیز حقونه

 

د اسلام د مبارک دین د لار ښوونو په رڼا کې بنسټيز انساني حقونه

ترتیبوونکی: شمس الله ساپی  

               

د اسلام مبارک دین د بنسټیزو انساني حقونو تصور هغه مهال انساني ټولني ته وړاندې کړ چې د هغه وخت په انساني تهذیب کې یې نوم او نښان لا هم موجود نه وو.


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/5/18 او وخت12 PM  
 ننګرهار
 

تصاوير زيباسازی ، كد موسيقی ، قالب وبلاگ ، خدمات وبلاگ نويسان ، تصاوير ياهو ، پيچك دات نت www.pichak.net

دننګرهارولايت

 

په تاريخي لحاظ دغه ولايت په بېلا بېلو نومونو (نګار، نګارا ، نګاراهار، نګر....) ياد شوی . له دغه ولايت څخه پر ١٣٤٥ کي لومړی لغمان او بيا پر ١٣٤٨ ترې کونړ بېل او ځانګړي ولايتونه وګڼل شول. ددغه ولايت تاريخي سابقه يې د پخوانيو آريايانو له مدنيت سره اړيكه لري.د بوديزم دين په دې سيمه كې ډېره پرمختيا كړېده. د چينايي ګرځند هېوان تسنګ له قوله، نګارهارا Nagaraپه تاريخي لحاظ دغه ولايت په بېلا بېلو نومونو (نګار، نګارا ، نګاراهار، نګر....) ياد شوی . له دغه ولايت څخه پر ١٣٤٥ کي لومړی لغمان او بيا پر ١٣٤٨ ترې کونړ بېل او ځانګړي ولايتونه وګڼل شول. ددغه ولايت تاريخي سابقه يې د پخوانيو آريايانو له مدنيت سره اړيكه لري.د بوديزم دين په دې سيمه كې ډېره پرمختيا كړېده. د چينايي ګرځند هېوان تسنګ له قوله، نګارهارا Nagarahara د كلمې يادونه د اوستا په كتاب كې شوېده چې مطلب يې همدغه د ننګرهارسيمه ده.  


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/5/13 او وخت3 PM  
 د ښځو حقوق

 

د اسلامي ټولنې په جوړښت کې د ښځې ونډه

دا يو تاريخي حقيقت دی چې مسلمانانو خويندو د تاريخ په اوږدو کې د اسلام د سپېڅلي او ژوند بخښوونکي دين لپاره خورا غټې_غټې قربانۍ ورکړې چې د اسلام تاريخ پرې وياړي.له دې کبله هغوی د دين په خاطر له خپلو خپلوانو سره د خپلوۍ نږدې اړيکي غوڅ او ورڅخه تېرې شولې، د اسلام په خاطر د پرګنو او کورنيو سره په جګړو بوختې شوې، غمونه او اندېښنې لوړې او ژورې يې وګاللې او خپل کورونه يې پرېښودل، اسلام ته د ګټې رسولو په خاطر له خپلو شخصي ګټو څخه تېرې شوې، بالاخره د ژوند تر وروستيو سلګيو پورې له خپل خدای تعالی سره په خپل عهد او پيمان ثابتې پاتې شوې.


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/5/2 او وخت3 PM  
 د واده حكمتونه

 

 د واده حکمتونه:

د اسلامی انقلاب  منزل  ته درسیدو په خاطر د اړیکو پراخوالې او دځواکمنو کورنیو او قبایلو کومک را جلبول  یوه بنسټیزه اړتیا ګڼل کیده . دهمدې  غرض  په اساس  رسول  الله صلې الله علیه وسلم  مدینی ته درسیدو وروسته ګڼ شمیر ودونه وکړل ، د بد ګمانه متعصبو  او کوږزړو   نیوکې کونکو  دکوږ فکر  پرته ،  د رسول الله صلې الله علیه وسلم  په دې ودونو   کې هم  یو راز  پټ  و ، لکه څنګه  چې  رسول الله صلې الله علیه وسلم  هيڅ کار د الله د هدایت  پرته نه کاوه ، نو په همدې ترتیب د رسول الله صلې الله علیه وسلم  دا کار هم د الهي دهدایت  څخه  آزاد نه و .


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/5/2 او وخت11 AM  
 قانون

قانون 

د قانون كلمه د يوناني لغت د(canon) څخه اخیستل شوې چې د قاعدې په معنا استعمال شوې ده.

د روم په حقوقي اصطلاح كې د قانون پر ځائ (Lex) او وروسته د فرانسی په حقوقي اصطلاحاتو كې چې د وييلو  په معنا دى. تفسير كړی وو.يعنى Lex او Lio عبارت د هغه مقررې نه دې چې كتبي وي او وييلى كيږي دا اصطلاح معمولا د عرف او عاداتو په مقابل كى کارول کیده.

په پخواني روم كى عرف د حقونو يواځينۍ منبع پيژندل كيده ،مګر د هغى لایحى چى په يوه برنجي كنل شوى ټوټى باندى په دولسمه قاعده (۴۵۰م) دLex اصطلاح يا قانون د روميانو حقوقي قاموس كى داخل شو.پدى قانون كى داسى ذكر شوي وو.

غلا كوونكى د غلا كيدونكي په ګټه د زيان په وركولو مجبور دي.ولې بيا هم دا اصطلاح په خپلې اصلي معنا سره په هغه وخت كى نه کارول کیده.تردې چې د روم د امپراتورۍ په دوو دورو كې دوه قسمه قانون منځ ته راغې.

يو دLeges  په نوم چى د اعيانو د مجلس له خوا وضع كيدل او بل قانون د Plebs په نوم چې عبارت دی د دارالعلوم د ارادو څخه وو.چې د هغې د تطبيق ساحه یواځې په عوامه طبقه باندې وه پداسې حال كى چى Leges په ټولو خلكو او د روم اوسيدونكو باندې تطبيقيده.

 


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/4/20 او وخت11 AM  
 قال رسول الله(ص) :: مــن عــــرف نـفـســـه فــقـــــد عـــــرف ربــــه :: الحدیث

 

 اسلامی معلومات

 

سوال:- په قرآن کریم کی د ژمی او دوبی یادونه څو ځله شوی ده؟ جواب:- یو ځل. سوال:- په کومه سوره کښی؟ جواب:- د قریش په سورة کی. سوال:- «عبس وتولی» دکوم صحابی په هکله نازل شوی دی؟ جواب:- د عبدالله بن ام مکتوم په هکله. سوال:- هغه شپه چی عبادت پکی د زر میاشتو برابر دی کومه ده؟ جواب:- هغه دقدر شپه ده. سوال:- دقرآن دتلاوت په وخت کی زمونږ وظیفه څه ده؟ جواب:- غوږ نیول او سکوت کول. سوال:- دکوم ښار لقب ام القری دی؟ جواب:- د مکی مکرمی . سوال:- د حضرت محمد «ص» ترټولو لویه معجزه کومه ده؟ جواب:- قرآن مجید. سوال:- د قرآن مجید آخرین صورة څه نوم لری؟ جواب:- سورة « الناس» سوال:- لمړنی آیة چی نازل شو کوم آیة دی؟ جواب:- «اقرأ باسم ربک الذی خلق» د «علق» سورة. سوال:- د نه ویشتمی سیپاری لمړنی سورة کوم دی؟ جواب:- د «الملک» سورة دی. سوال:- د نه ویشتمی سیپاری آخری سورة کوم دی؟ جواب:- د «المرسلات» سورة دی. سوال:- په قرآن مجید کی ترټولو لوی سورة کوم دی؟ جواب:- د «بقره» سورة دی. سوال:- په قرآن مجید کی ترټولو کوچنی سورة کوم دی؟ جواب:- د «کوثر» سورة دی. سوال:- کوم سورة د دوو میوو په نومونو پیل شوی دی؟ جواب:- د «تین» سورة چی د انځر او زیتون په نومونو پیل شوی دی. سوال:- کوم سورة د دوو پیغمبرانو په نومونو ختم شوی دی؟ جواب:- د «اعلی» سورة چی د ابراهیم (ع) او موسی (ع) په نومونو ختم شوی دی. سوال:- «آیة الکرسی» په کوم سورة کښی واقع دی؟ جواب:- په «بقره» سورة کښی. سوال:- د قران د دیرشم جزء لمړنی سورة کوم دی؟ جواب:- د «البناء» سورة دی. سوال:- قرآن مجید څو سیپاری لری؟ جواب:- قرآن مجید دیرش سیپاری لری. سوال:-هغه سورة چی فضیلت یی د ټول قرآن یوه څلرمه دی کوم دی؟ جواب:- هغه د «الکافرون» سورة دی. سوال:- هغه سورة چی فضیلت یی دټول قرآن یوه دریمه دی کوم دی؟ جواب:- هغه د «اخلاص» (قل هوالله احد) سورة دی. سوال:- دقرآن ترټولو اوږد آیة کوم دی؟ جواب:- د «الدین» (282) آیة د «بقره» په سورة کی. سوال:- جنت څو دروازی لری؟ جواب:- جنت (8) دروازی لری. سوال:- هغه څلور سوالونه چی دانسان نه دقیامت په ورځ کیږی کوم دی؟ جواب:- 1- دعمر چه چیری دی تیرکړی دی 2- دعلم چی څومره عمل دی پری کړی دی 3- د مال چه دکوم ځایه دی لاس ته راوړی دی 4- او دجسم او بدن چی په کوم کار دی مصروف کړی دی. سوال:- په «مسجدالنبی» کښی لمونځ څومره ثواب لری؟ جواب:- د نورو مسجدونو (1000) برابره ثواب لری. سوال:- کوم سورة دلوستونکی لپاره شفاعت کوی؟ جواب:- د «ملک» سورة. سوال:- د عبدالمطلب وروسته چا د رسول الله (ص) پالنه کوله؟ جواب:- د هغه کاکا (ابوطالب). سوال:- لمړنی کلمه چی حضرت جبرئیل(ع) و حضرت محمد(ص) ته ذکر کړل کومه وه؟ جواب:- «اقرأ» یعنی ولوله. سوال:- حضرت محمد(ص) څه جواب ورکړ؟ جواب:- هغه وویل: زه لوستونکی نه یم. سوال:- تر ټولو مهمه پیښه چی د «فیل» په کال وشوه کومه وه؟ جواب:- د حضرت محمد (ص) زیږیدل. سوال:- د مسلمانانو لمړنی مهاجرت کومی منطقی ته وو؟ جواب:- حبشی ته . سوال:- پیغمبر ص له هجرت وروسته څو ځله حج آداء کړ؟ جواب:- فقط یو ځل. سوال:- دهغی غاری نوم څه وو چی پیغمبر ص دهجرت مخکی هلته پناه وړی وه؟ جواب:- د «ثور» غاره . سوال:- حضرت جبرئیل د یوه کال په اوږدو کی څو ځله د پیغمبر ص سره د قرآن مرور کوَی؟ جواب:- په هرکال کی یو ځل د روژی مبارکی په میاشتی کی. خو د پیغمبر ص د وفات په کال یی دوه ځله مرور وکړ. سوال:- «حجة الوداع» په کوم کال وو؟ جواب:- د هجرت لسم کال. سوال:- د «ابوهریره «رض» نوم څه وو؟ جواب:- عبدالرحمن بن صخر الدوسی. سوال:- «صدیق» د چا لقب دی؟ جواب:- د حضرت ابوبکر (رض) لقب دی. سوال:- «ترجمان القرآن» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت عبدالله بن عباس (رض). سوال:- «غسیل ملائکه» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت حنظله بن ابی عامر (رض). سوال:- «امین امة» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت ابوعبیده عامر بن الجراح (رض). سوال:- «مؤذن رسول الله» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت بلال بن رباح (رض) . سوال:- «حواری الرسول» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت زبیر بن العوام (رض) سوال:- «ذی الجناحین) د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت حعفر بن ابی طالب- جعفر طیار (رض). سوال:- «ذی النورین» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت عثمان بن عفان (رض) . سوال:- «سیف الله المسلول» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت خالد بن ولید (رض) . سوال:- «فاروق» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت عمر بن الخطاب (رض) . سوال:- ملائکو دکوم صحابی څخه حیا کوله؟ جواب:- دحضرت عثمان بن عفان (رض) څخه. سوال:- خندق د کوم صحابی په مشوره جوړ شو؟ جواب:- د حضرت سلمان فارسی (رض). سوال:- لمړنی شخص چی مسلمان شو څوک وو؟ جواب:- حضرت ابوبکر الصدیق (رض). سوال:- لمړنی ښځه چی مسلمانه شوه څوک وه؟ جواب:- بی بی خدیجة الکبری (رض عنها) سوال:- د حضرت محمد (ص) لمړنی ښځه څوک وه؟ جواب :- بی بی خدیجه بنت خویلد. سوال:- حضرت حمزه (رض) په کومه غزا کی شهید شو؟ جواب:- د احد په غزا کی. سوال:- د بدن زکات څه شئ دی؟ جواب:- روژه نیول دی. سوال:- د «فجر» په سورة کی د «لیال عشر» نه څه منظور دی؟ جواب:- د «ذی الحجی» دمیاشتی (10) لمړنی شپی دی. سوال:- هغه دری نفسونه چی ذکر یی په قرآن کی راغلی دی کوم دی؟ جواب:- اماره نفس- لوامه نفس- مطمئنه نفس. سوال:- په قرآن مجید کښی د «الله» لفظ څو ځله ذکر شوی دی؟ جواب:- (980) ځله . سوال:- کوم پیغمبر د خدای (ج) په امر بیله پلاره له مور نه پیداشو؟ جواب:- حضرت عیسی (ع) بن مریم . سوال:- کوم پیغمبر د خدای (ج) په امر بیله پلار او مور نه پیدا شو؟ جواب:- حضرت آدم (ع). سوال:- نبیان او رسولان څو دی؟ جواب:- (124000) یو سل او څلرویشت زره زیات او کم نبیان دی، چی په هغوی کی بیا (313) بیا رسولان هم دی. سوال:- د حضرت محمد (ص) د سورلی نوم څه وو؟ جواب:- یعفور « عفیر». سوال:- د حضرت محمد (ص) د آسونو نومونه څه وه؟ جواب:- السکب، ملاح، المرتجز، اللحیف، الظرب، العزاز و الورد. سوال:- د حضرت محمد (ص) دهغی سورلی نوم څه وو چی دمعراج په شپه ورباندی سپور شو؟ جواب:- براق سوال:- د بدر په غزا کی تر ټولو وړوکی شهید څوک وو؟ جواب:- «عمیر بن ابی وقاص» چی 16 کلن وو. سوال:- پر هر مسلمان په یوه شپه او ورځ کی څو لمنځونه فرض دی؟ جواب:- پنځه لمونځونه. 1 سهار 2 ماسپښین 3 ماځیگر 4 ماښام 5 ماخستن. سوال:- د سهار لمونځ څو رکعته فرض دی؟ جواب:- دوه رکعته فرض دی. سوال:- د کعبی شریفی لوړوالی څومره دی؟ جواب:- (15) متره. سوال:- بیت الخلا ته د ننوتلو دعاء کومه ده؟ جواب:- بسم الله، اللهم انی اعوذبک من الخبث والخبائث. سوال:- د بیت الخلا نه د وتلو دعاء کومه ده؟ جواب:- غفرانک الحمدلله الذی اذهب عنی الاذی و عافانی. سوال:- د کومی عمری ثواب د حج برابر دی؟ جواب:- هغه عمره چی د روژی په میاشتی کی آداء شی. سوال:- هغه مسجد چی دوی قبلی لری چیری دی؟ جواب:- مدینه منوره. سوال:- د دوزخ د دروازه وان نوم څه دی؟ جواب:- مالک. سوال:- د جنت د خزانه دار نوم څه دی؟ جواب:- رضوان دی . سوال:- هغی دوی کلمی چی په ژبه سپکی او په ترازو درنی دی کومی دی؟ جواب:- سبحان الله وبحمده، سبحان الله العظیم. سوال:-د قیامت په ورځ څوک د دوزخ په اور کیزه کوی؟ جواب:- هغه څوک چی خپل علم پټوی. سوال:- حضرت نوح (ع) څو کاله خپل قوم د الله ج طرف ته راوباله؟ جواب:- (950) سال . سوال:- د فریقا په لویی وچی کی تر ټولو لوی مسجد چیری دی؟ جواب:- په کوناکری. سوال:- دیوه شبانه روز دفرض رکعتونو شمیر څو دی؟ جواب:- (17) رکعته دی. سوال:- په قرآن کی ترټولو زیات د کوم پیغمبر یادونه شوی ده؟ جواب:- حضرت موسی (ع) سوال:- په قرآن کریم کی ترټولو لوی سورة کوم دی؟ جواب:- د «بقره » سورة دی. سوال:- پر منافقانو باندی کوم لمنځ سخت وو؟ جواب:- د سهار او دماخستن لمونځ. سوال:- د مسلمانانو دلښکر مشر «اسامه بن زید» دمشرتابه په وخت کی څو کلن وو؟ جواب:- (17) کلن وو. سوال:- حضرت آدم (ع) په کومه ورځ جنت ته داخل شو؟ جواب:- د جمعی په روځ. سوال:- که چیری مونږ ته کوم مشکل پیښ شی کومه دعا ووایو؟ جواب:- اللهم لا سهل الا ما جعلته سهلاَ و انت اذا شئت جعلت الحزن سهلاً. سوال:- دمدینی خلکوته د پیغمبر ص په وخت کی څه ویل کیدل؟ جواب:- انصار سوال:- «خلفای راشدین» کوم خلک دی؟ جواب:- حضرات هر یو ابوبکر- عمر- عثمان- او علی رضی الله عنهم. سوال:- دهغه سړی نوم څه وو چی د خدای (ج) د کور د نړولو قصد یی کړی وو؟ جواب:- ابرهه حبشی. سوال:- دهغه دوو قبیلو نومونه څه وه چی د رسول الله ص په وخت کی په مدینی کی ژوند کاوه؟ جواب:- اوس او خزرج. سوال:- مسجد الاقصی«بیت المقدس» چیری واقع دی؟ جواب:- په فلسطین کی. سوال:- مسجد الحرام چیری واقع دی؟ جواب:- په مکة المکرمه کی. سوال:- معوذتین و کومو سورتونو ته ویل کیږی؟ جواب:- سورة الفلق او سورة الناس. سوال:- د اوداسه فرضونه څو او کوم دی؟ جواب:- په اوداسه کی څلور فرضونه دی. 1- د مخ پریمنځل 2- د لاسونو پریمنځل تر څنګلو 3- د سر مسحه 4- د پښو پریمنځل تر بیجلکو پوری. سوال:- هغه دری مسجدونه چی دیدن یی ثواب لری کوم دی؟ جواب:- مسجدالحرام ، مسجد النبی و مسجدالاقصی. سوال:- د مسلمانانو لمړنی قبله کومه ده؟ جواب:- مسجد الاقصی. سوال:- حضرت عمر فاروق رض چا په شهادت ورسولو؟ جواب:- ابو لولوء مجوسی. سوال:- مکه مکرمه په کومه میاشت فتحه شوه؟ جواب:- د روژی (رمضان) په میاشت کی. سوال:- د خندق دجنگ بل نوم څه وو؟ جواب:- د احزاب جنګ . سوال:- رسول الله ص چی به کله نوی میاشت ولیده کومه دعا به یی کوله؟ جواب:- «هلال خیر و رشد امنت بالله الذی خلقک». سوال:- دهغه پیغمبر نوم څه وو چی الله (ج) یی د قربانی کیدو د مخ نوی لپاره د جنت پسه را واستوی؟ جواب:- حضرت اسماعیل (ع). سوال:- قیامت په کومه ورځ پیښیږی؟ جواب:- د جمعی په ورځ. سوال:- دمهاجرینو لمړنی کوچنی چی په مدینی کی د هجرت وروسته دنیا ته راغی څوک وو؟ جواب:- عبدالله بن زبیر «رض». سوال:- په اسلام کی لمړنی قاضی څوک وو؟ جواب:- حضرت عمر بن الخطاب «رض». سوال:- د رسول الله (ص) د هغی ښځی نوم څه وو چی ابراهیم ځنی پیدا شوی دی؟ جواب:- ماریه قبطیه .

 

 


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/4/19 او وخت10 AM  
 داسلام لنډه پيږندنه

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

الحمدلله رب العالمين، والصلاة والسلام على إمام المرسلين نبينا محمد وعلى آله وأصخابه أجمعين.

أمّا بعد:

 دإسلام معنى داده  چې په كلكه كواهي كول چې  دالله تعالى څخه پرته بل هيڅوك په حقه دعبادت لايق نشته، او محمد صلى الله عليه وسلم- دالله تعالى استاذی او پيغمبر دی. داسې كواهي چې په زړه باور او تصديق، په ژبه إقرار، او په أندامونو ددې كواهي په مقتضى عمل وكړي.

دإسلام دغه معنى دإيمان په شپږو أركانوا باندې باور، او د إسلام په پنځه أركانو باندې عمل، او په دغه أركانو كښې دإحسان په كولو سره سرته رسيږي.

*إسلام دالله (جل جلاله) هغه آخري دين دی كوم چې ئې په خپل آخري ييغمبر محمد ص باندې راليږلی دی.

*إسلام هغه سپيڅلی دين دی چې الله (جل جلاله) پرته لدي له هيڅ چا څخه بل دين نه قبلوي، او الله (جل جلاله) دا سپيڅلې دين ډير آسان ګرځولی دی هيڅ سختيا او مشقت پکې نه شته، الله (جل جلاله) ددي دين په منونكو (مسلمانانو) هغه څه نه دي واجب كړي چې دوی ئې توان نه لري.

*إسلام هغه دين دی چې بنياد ئې دالله (جل جلاله) په وحدانيت (يووالي) ايښودل شوی دی، ښكاره نښه او شعار ئي رشتيا ويل دي، دار ومدار ئې په عدل او انصاف دی، په حق ولاړ دی، او روح ئې نرمي او مهرباني ده.

*إسلام هغه مقدس لوی دين دی چې خلكو ته دهغې كارونو لارښوونه كوي چې د دوی ددنيا او آخرت كټه ورپكې وي، او دهغه كارونو نه ئې ډاروي او ويروي چې ددوي دين او دنيا ته زيان رسوي.

*إسلام هغه دين دی چې پدي سره الله (جل جلاله) دخلكو خراب عقائد او اخلاق اصلاح كړل، او هم ئې ورله ددنيا او آخرت زندګي برابره كړه، او پدې إسلام سره ئې هغه بدبينه او جلا جلا زړونو او بيلو بيلو خواهشاتو تر مينځ جوړښت او يووالی راوست، او د باطل دتيارو نه ئې خلاص كړل، حق طرف ته ئې بلنه وركړه، او سمې ليارې ته ئې برابر كړل.

*إسلام هغه مضبوط دين دې چې په خپلو ټولو أخبارو أو أحكامو كې نهايت رښتونی او محكم دی ، په څه چې ئې خبر وركړی دی هغه ټول رښتيا او حق دي، فيصلې ئې په عدل او إنصاف كړی دي، خوا دغه خبر وركول يا فيصلې كول په صحېح عقائدو پورې اړه لري، يا په نيكو أعمالو پورې، يا په ښايسته أخلاقو پورې، اويا په لوړو آدابو پورې اړه لري.

 

--------------------------------------------------------------------------------

 

 

*دإسلام دپيغام هدف دلاندنيو أمورو عملي كول دي:

1- خلكو باندې دهغوی خپل ربج (پرورش كونكي) او خالق (پيداكونكي) پيږندل، چې دالله (جل جلاله) هغه ښايسته نمونه وپيږني چې هغې كې ورسره همنامی نه شته، او دهغه لوړ او اوچت صفتونه وپيږني چې هغې كې ورسره بل مقابل نه شته، او دهغه هغه دحكمت نه ډك كارونه وپيږني چې په هغې كې ورسره شريك او برخه دار نه شته، او دا وپيږني چې يواځي همدغه الله (جل جلاله) دعبادت مستحق دی چې په عبادت كې بل انډول نه لري.

2-خلكو ته يواځې ديو الله (جل جلاله) چې بل برخه دار نه لري- دعبادت بلنه وركول، دهغه څه په پوره كولو او عملي كولو سره چې الله (جل جلاله) په خپل كتاب، او دپيغمبر ص په سنتو كې ددوی لپاره دين ګرځولی دی، خوا هغه په نيكو كارونو باندې امر كول وي، او يا د بدو كارونو څخه منع كول وي، په كوم كېچې  ددوي ددنيا او آخرت نيكبختي او كاميابي وي.

3-خلكو ته ددوي دمرګ څخه ورسته ددوی دحال او ځای دورتګ يادونه كول، او دهغه څه يادونه كول چې دوی ورسره په خپلو قبرونو كې، او دقبرونو څخه دپورته كيدو په وخت كې، او دحساب په وخت كې مخامخ كيږي، او ددوی دورتګ دځای په باره كې يادونه وركول  چې ددوی دخپلو عملونو مطابق يا به جنت وي او يابه د دوزخ اور وي ، كه عملونه ئې ښه وي جزاء او بدله به ئې ښه وي، او كه عملونه ئې بد وي نو جزاء او بدله به ئې بده وي.

 د ادامې د پاره په لاندې تڼۍ باندی کلک کړۍ.


د ليکنې ادامه
|+| ليکونکې Muzamil shah "Watandost" په 2010/4/19 او وخت10 AM