|
حقوق بشر
د ليکنې ادامه ریاض الصالحین
1 . باب در مورد اخلاص و درست ساختن نيت در همهء کردارها و گفتار ها وحالات پوشيده و پنهان. 1 - وعَنْ أَميرِ الْمُؤْمِنِينَ أبي حفْصٍ عُمرَ بنِ الْخَطَّابِ بْن نُفَيْل بْنِ عَبْد الْعُزَّى بن رياح بْن عبدِ اللَّهِ بْن قُرْطِ بْنِ رزاح بْنِ عَدِيِّ بْن كَعْبِ بْن لُؤَيِّ بن غالبٍ القُرَشِيِّ العدوي. رضي الله عنه، قال: سمعْتُ رسُولَ الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقُولُ « إنَّما الأَعمالُ بالنِّيَّات، وإِنَّمَا لِكُلِّ امرئٍ مَا نَوَى ، فمنْ كانَتْ هجْرَتُهُ إِلَى الله ورَسُولِهِ فهجرتُه إلى الله ورسُولِه، ومنْ كاَنْت هجْرَتُه لدُنْيَا يُصيبُها، أَو امرَأَةٍ يَنْكحُها فهْجْرَتُهُ إلى ما هَاجَر إليْهِ » متَّفَقٌ على صحَّتِه.
2 - وَعَنْ أُمِّ الْمُؤْمِنِينَ أُمِّ عَبْدِ اللَّهِ عَائشَةَ رَضيَ الله عنها قالت: قال رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: «يَغْزُو جَيْشٌ الْكَعْبَةَ فَإِذَا كَانُوا ببيْداءَ مِنَ الأَرْضِ يُخْسَفُ بأَوَّلِهِم وَآخِرِهِمْ ». قَالَت: قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّه، كَيْفَ يُخْسَفُ بَأَوَّلِهِم وَآخِرِهِمْ وَفِيهِمْ أَسْوَاقُهُمْ وَمَنْ لَيْسَ مِنهُم،؟ قال: «يُخْسَفُ بِأَوَّلِهِم وَآخِرِهِم، ثُمَّ يُبْعَثُون عَلَى نِيَّاتِهِمْ » مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ.
3- وعَنْ عَائِشَة رَضِيَ الله عنْهَا قَالَت قالَ النَّبِيُّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: «لا هِجْرَةَ بَعْدَ الْفَتْحِ، وَلكنْ جِهَادٌ وَنِيَّةٌ ، وَإِذَا اسْتُنْفرِتُمْ فانْفِرُوا» مُتَّفَقٌ عَلَيْه.
4 - وعَنْ أبي عَبْدِ اللَّهِ جابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ الأَنْصَارِيِّ رضِيَ الله عنْهُمَا قال:كُنَّا مَع النَّبِيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم في غَزَاة فَقال: «إِنَّ بِالْمَدِينَةِ لَرِجَالاً مَا سِرْتُمْ مَسِيرا، وَلاَ قَطَعْتُمْ وَادِياً إِلاَّ كانُوا مَعكُم حَبَسَهُمُ الْمَرَضُ» وَفِي روايَةِ : «إِلاَّ شَركُوكُمْ في الأَجْرِ» رَواهُ مُسْلِم.
5 - وَعَنْ أبي يَزِيدَ مَعْنِ بْن يَزِيدَ بْنِ الأَخْنسِ رضي الله عَنْهمْ، وَهُوَ وَأَبُوهُ وَجَدّهُ صَحَابِيُّونَ، قَال: كَانَ أبي يَزِيدُ أَخْرَجَ دَنَانِيرَ يَتصَدَّقُ بِهَا فَوَضَعَهَا عِنْدَ رَجُلٍ في الْمَسْجِدِ فَجِئْتُ فَأَخَذْتُهَا فَأَتيْتُهُ بِهَا. فَقال: وَاللَّهِ مَا إِيَّاكَ أَرَدْت، فَخَاصمْتُهُ إِلَى رسول اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فَقَالَ: «لَكَ مَا نويْتَ يَا يَزِيد، وَلَكَ مَا أَخذْتَ يَا مَعْنُ » رواه البخاري
6 - وَعَنْ أبي إِسْحَاقَ سعْدِ بْنِ أبي وَقَّاصٍ مَالك بن أُهَيْبِ بْنِ عَبْدِ مَنَافِ بْنِ زُهرةَ بْنِ كِلابِ بْنِ مُرَّةَ بْنِ كعْبِ بنِ لُؤىٍّ الْقُرشِيِّ الزُّهَرِيِّ رضِي اللَّهُ عَنْهُ، أَحدِ الْعَشرة الْمَشْهودِ لَهمْ بِالْجَنَّة ، رضِي اللَّهُ عَنْهُم قال: « جَاءَنِي رسولُ الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يَعُودُنِي عَامَ حَجَّة الْوَداعِ مِنْ وَجعٍ اشْتدَّ بِي فَقُلْت: يا رسُول اللَّهِ إِنِّي قَدْ بلغَ بِي مِن الْوجعِ مَا تَرى ، وَأَنَا ذُو مَالٍ وَلاَ يَرثُنِي إِلاَّ ابْنةٌ لِي، أَفأَتصَدَّق بثُلُثَىْ مالِي؟ قَالَ: لا، قُلْت: فالشَّطُر يَارسوُلَ الله؟ فقال: لا، قُلْتُ فالثُّلُثُ يا رسول اللَّه؟ قال: الثُّلثُ والثُّلُثُ كثِيرٌ أَوْ كَبِيرٌ إِنَّكَ إِنْ تَذرَ وَرثتك أغنِياءَ خَيْرٌ مِن أَنْ تذرهُمْ عالَةً يَتكفَّفُونَ النَّاس، وَإِنَّكَ لَنْ تُنفِق نَفَقةً تبْتغِي بِهَا وجْهَ الله إِلاَّ أُجرْتَ عَلَيْهَا حَتَّى ما تَجْعلُ في امْرَأَتكَ قَال: فَقلْت: يَا رَسُولَ الله أُخَلَّفَ بَعْدَ أَصْحَابِي؟ قَال: إِنَّك لن تُخَلَّفَ فتعْمَل عَمَلاً تَبْتغِي بِهِ وَجْهَ الله إلاَّ ازْددْتَ بِهِ دَرجةً ورِفعةً ولعَلَّك أَنْ تُخلَّف حَتَى ينْتفعَ بكَ أَقَوامٌ وَيُضَرَّ بك آخرُونَ. اللَّهُمَّ أَمْضِ لأِصْحابي هجْرتَهُم، وَلاَ ترُدَّهُمْ عَلَى أَعْقَابِهم، لَكن الْبائسُ سعْدُ بْنُ خـوْلَةَ « يرْثى لَهُ رسولُ الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم» أَن مَاتَ بمكَّةَ » متفقٌ عليه.
7 - وَعَنْ أبي هُريْرة عَبْدِ الرَّحْمن بْنِ صخْرٍ رضي الله عَنْهُ قال: قالَ رَسُولُ الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: «إِنَّ الله لا يَنْظُرُ إِلى أَجْسامِكْم، وَلا إِلى صُوَرِكُم، وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعمالِكُمْ » رواه مسلم. 8 - وعَنْ أبي مُوسَى عبْدِ اللَّهِ بْنِ قَيْسٍ الأَشعرِيِّ رضِي الله عنه قالَ: سُئِلَ رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم عَنِ الرَّجُلِ يُقاتِلُ شَجَاعَةً ، ويُقاتِلُ حَمِيَّةً ويقاتِلُ رِياء، أَيُّ ذلِك في سَبِيلِ اللَّهِ؟ فَقَالَ رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « مَنْ قاتَلَ لِتَكُون كلِمةُ اللَّهِ هِي الْعُلْيَا فهُوَ في سَبِيلِ اللَّهِ » مُتَّفَقٌ عليه
9 - وعن أبي بَكْرَة نُفيْعِ بْنِ الْحارِثِ الثَّقفِي رَضِي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: «إِذَا الْتقَى الْمُسْلِمَانِ بسيْفيْهِمَا فالْقاتِلُ والمقْتُولُ في النَّارِ» قُلْت: يَا رَسُول اللَّه، هَذَا الْقَاتِلُ فمَا بَالُ الْمقْتُول؟ قَال: «إِنَّهُ كَانَ حَرِيصاً عَلَى قَتْلِ صَاحِبِهِ» متفقٌ عليه.
10 - وَعَنْ أبي هُرَيْرَةَ رَضِيَ الله عنه قال: قال رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: «صَلاَةُ الرَّجُلِ في جماعةٍ تزيدُ عَلَى صَلاَتِهِ في سُوقِهِ وَبَيْتِهِ بضْعاً وعِشْرينَ دَرَجَةً ، وذلِكَ أَنَّ أَحَدَهُمْ إِذا تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوء، ثُمَّ أَتَى الْمَسْجِد لا يُرِيدُ إِلاَّ الصَّلاَةَ ، لا يَنْهَزُهُ إِلاَّ الصَّلاَةُ ، لَمْ يَخطُ خُطوَةً إِلاَّ رُفِعَ لَهُ بِها دَرجةٌ ، وَحُطَّ عَنْهُ بِهَا خَطيئَةٌ حتَّى يَدْخلَ الْمَسْجِد، فَإِذَا دخل الْمَسْجِدَ كانَ في الصَّلاَةِ مَا كَانَتِ الصَّلاةُ هِيَ التي تحبِسُه، وَالْمَلائِكَةُ يُصَلُّونَ عَلَى أَحَدكُمْ ما دام في مَجْلِسهِ الَّذي صَلَّى فِيه، يقُولُون: اللَّهُمَّ ارْحَمْه، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لَه، اللَّهُمَّ تُبْ عَلَيْه، مالَمْ يُؤْذِ فِيه، مَا لَمْ يُحْدِثْ فِيهِ » متفقٌ عليه
11 - وَعَنْ أبي الْعَبَّاسِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عبَّاسِ بْنِ عَبْدِ الْمُطَِّلب رَضِي الله عنهما، عَنْ رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم ، فِيما يَرْوى عَنْ ربِّه، تَبَارَكَ وَتَعَالَى قال: «إِنَّ الله كتَبَ الْحسناتِ والسَّيِّئاتِ ثُمَّ بَيَّنَ ذلك: فمَنْ همَّ بِحَسَنةٍ فَلمْ يعْمَلْهَا كتبَهَا اللَّهُ عِنْدَهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى عِنْدَهُ حسنةً كامِلةً وَإِنْ همَّ بهَا فَعَمِلَهَا كَتَبَهَا اللَّهُ عَشْر حَسَنَاتٍ إِلَى سَبْعِمَائِةِ ضِعْفٍ إِلَى أَضْعَافٍ كثيرةٍ ، وَإِنْ هَمَّ بِسيِّئَةِ فَلَمْ يَعْمَلْهَا كَتَبَهَا اللَّهُ عِنْدَهُ حَسَنَةً كامِلَةً ، وَإِنْ هَمَّ بِها فعَمِلهَا كَتَبَهَا اللَّهُ سَيِّئَةً وَاحِدَةً» متفقٌ عليه.
12 - وعن أبي عَبْد الرَّحْمَن عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ بْنِ الْخطَّابِ، رضي الله عنهما قال: سَمِعْتُ رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يَقُولُ: «انْطَلَقَ ثَلاَثَةُ نفر مِمَّنْ كَانَ قَبْلَكُمْ حَتَّى آوَاهُمُ الْمبِيتُ إِلَى غَارٍ فَدَخَلُوهُ، فانْحَدَرَتْ صَخْرةٌ مِنَ الْجبلِ فَسَدَّتْ عَلَيْهِمْ الْغَارَ، فَقَالُوا: إِنَّهُ لا يُنْجِيكُمْ مِنْ الصَّخْرَةِ إِلاَّ أَنْ تَدْعُوا الله تعالى بصالح أَعْمَالكُم.
2- باب توبه و بازگشت به خدای تعالی جلت عظمته ستر پښتون خوشحال خان خټک
ډاکټرخوشال روهي
د پښتو پلار خوشحال خان خټک خوشحال خان خټک د 1022 هـ ق کال په ربيع الثاني ( مې ـ جون 1613 ع ) کې دنوښار په اکوړه کې زېږېدلی دی . پلار يې شهباز خان ، زوی د يحيی خان ، زوی د ملک اکوړ و . اکوړ خان دهند دمغولي امپراتور جلال الدين اکبر هم مهالی او د خپلې قبيلې سردار و ، چې له مغولي امپراتورۍ څخه يې منصب او جاګير ترلاسه کړي وو او دجاګير دارۍ هم دا سلسله وه چې په ميراثي توګه خوشحال خان ته هم ورسېده . خوشحال په داسې چاپېريال کې لوی شو ، چې له يوې خوا يې ټول پښتني کړه وړه زده کړل او له بلې خوا يې د خانۍ په غېږه کې په ښه شان ښوونه او روزنه وشوه . هم يې دخپل مهال ټول مروج علوم ولوستل او هم يې دښکار او جګړې رزمي مهارتونه ترلاسه کړل . لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي په دې اړه داسې ليکي : ? خوشحال خان خټک په کوچنيواله د خپلې زمانې مروج علوم ټوله ويلي وو . د ده له کلامه ښه ښکاره کيږي چې ده اسلامي علوم لکه فقه ، حديث ، تفسير او نور عقلي علوم لکه منطق ، حکمت او ادبي علمونه او د فصاحت اوبلاغت اصول لکه معاني ، بيان ، عروض ، قافيه او نور ټوله علوم ويلي او عالم و. خوشحال خان خټک په داسې مهال نړۍ ته سترګې وغړولې ، چې پښتانه بيخي خواره واره وو او عمدتاً د دوو لويو امپراتوريو ( مغولي هند او صفوي فارس ) داغېز په سيمو وېشل شوي وو . پدې وخت کې پښتانه د يو واحد ملت يا قوم په توګه نه ، بلکې د جلا جلا قبيلو په بڼه ( لکه غلجي ، ابدالي ، خټک ، اپريدي ، يوسفزي ? ) مطرح وو . که څه هم تر دې دمخه دپښتنو ځيني قبيلې ( لکه غوري ، لودي او سوري ) پدې بريالۍ شوي وې چې خپل سلطنتونه جوړ کړي ، مګر دوی لا د ټولو پښتنو د واحد سلطنت او مملکت مفکورې ته نه وو رسېدلي او په دې ونه توانېدل ، چې پښتانه په يوه واحده اداره او خاوره کې سره يو موټی کړي . همدا دليل و، چې د قبايلي سلطنتونو په توګه ډېر ژر په جلا وطنۍ کې له پښو وغورځېدل . همداراز په دې وخت کې دپښتنو يو مهم پاڅون يعنې روښاني غورځنګ خپلې وروستۍ سلګۍ وهلې . روښاني غورځنګ که څه هم اکثره پيروان يې پښتانه وو ، مګر بنسټ يې مذهبي او تصوفي و او مغولو هم دوی دکفر او الحاد په نامه وټکول او نېست يې کړل . نو خوشحال خټک په همدغسې يوه خلا او دپښتنو د بشپړ انتشار په حالت کې نړۍ ته راغلو . خوشحال بابا دغه ټکي ته پخپله اشاره کوي او وايي : په يوه ژبه ويل سره پښتـــــــــو کړو ولې هېڅ نه شو له يو بله خـــــبردار او همداسې مهال و ، چې څښتن تعالی پر پښتنو رحم وکړ او خوشحال بابا يې د پښتنو دويښولو او پوهولو لپاره د ملي شعور ، علم اوهنر د لوی لارښود او روښانه مشال په څېر هست کړ :مګر زه يې چې ګويا په شاعرۍ کړم پښـــــتانه يې پوهـــــول اېـــزد تعـــال خوشحال بابا درې نيمې پېړۍ وړاندې په شعوري توګه دهمت ملا وتړله ، چې پښتانه راويښ کړي ، د فکر او عمل په ډګر کې يې سره يو موټی کړي او واحد او خپلواکه ملت ورځني جوړ کړي او په همدې منظوريې قلم او توره دواړه راواخېستل او تر پايه يې د خپلې سپېڅلې موخې لپاره په نه ستړي کېدونکې توګه وچلول :دافغـــان په ننـــــــګ مـــې وتــــړله توره ننګيالی د زمانې خوشحال خټک يم خوشحال بابا د پښتنو په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره هڅه وکړه ، چې د واحد مليت او واحدې ژبې پر بنسټ دپښتنو له خورو ورو قبيلو څخه يوواحد ملت جوړ کړي . دملت مفکوره نه يوازې دا چې په پښتنو کې نوې وه ، بلکې دنړۍ په تاريخ کې يوه نادره او تازه خبره وه او لکه ډاکتر راج ولي شاه خټک چې وايي : ? دنشنلزم مفکوره په اروپا کې يوازې دفرانسې له انقلاب وروسته راپيدا شوه ... خوشحال خټک هغه وړومبی عالم دی چا چې په وړومبي ځل دپښتون نشنلزم تصور وړاندې کړ ? . خوشحال بابا دملت جوړونې داساسي شرط په توګه دملي ژبې په اهميت پوه و ، نو ځکه سره له دې چې ده کولی شول دهغه وخت په مسلطو او مقبولو ژبو قلم ازمايي وکړي او ځان شهرت ته ورسوي ، خو بيا هم ده مټې راونغاړلې ، چې پښتانه به ددوی پخپله ژبه راويښوي او خپل پيغام به په پښتو ژبه ورته رسوي . دخوشال بابا ماغزه دعلومو ګنج او زړه يې داحساساتو چينه وواو ده غوښتل داهر څه په ډېر سخاوت خپلو خلکو ته ورسوي . خو له بده مرغه پښتو لا ددې جوګه نه وه ، چې دده هر اړخيز پيغام په ځان کې ونغاړي ، نو ځکه تر هر څه دمخه يې هوډ وکړ چې پښتو ژبه دومره غني کړي چې له ګاونډيو ژبو سره د سيالۍ په مقام کې ودريږي :که تازي ژبــــه هــــرګـــــــوره ښه ده فارسي هم ډېره په خوند خوږه ده که د نظــــم که د نثــــر که د خـــــــط دی په پښتو ژبـــه مې حـــق دی بې حسابه کله چې اورنګزېب بادشاه د واک پر ګدۍ کښېناست ، نوده د پلار ډېر دوستان او خواخوږي يا ووژل او يا يې بنديان کړل . پدې لړ کې يې خوشحال بابا هم د يو پنځوس کلو په عمر د رنتبهور په جېل کې بندي کړ . له درې کلن جېل نه وروسته يو کال نور هم ده ته د بېرته ستنېدو اجازه ورنکړل شوه او په همدغه وخت کې ده د ډهلي دربار ښه جاج واخېست . دغو څلورو کلونو د خوشحال بابا په فکر کې ډېر ژور بدلون راوست . لکه د ځينو ډېرو لويو مفکرينو په ژوند کې چې ځينو وړو انګېزو لوی رول لوبولی ، د رنتبهور جېل د خوشحال بابا لپاره همداسې لويه انګېزه شوه : دفساد که يو بڅــــــــری و مــــــــــــا اور کړ اور ما پورې داورنګ بادشاه په کور کړ دی مغولو ته په خپلو کړو خدمتونو سخت پښېمان و او د راتلونکي لپاره يې د پښتنو د خپلواکۍ په لياره کې د مبارزې کلک هوډ وکړ :ومغل ته به هسې کـــــار ورښکاره کــــړم چې راضي راڅخـــه روح دفريد خان شي چې پښتون شوم په دا هسې سپينه ږيــــــره نور مې خدای مه کړه مغل ، وايم په ځيره پښتانه چې نور څه فکـر کا ناپوه دي بې د تورې خلاصۍ نشته په بل کار زه يې چا لره وهم قــدر يې چازده په اور وسېزه داتـــورې قلمــــونه او هم په ډېر حسرت سره ارمان کوي چې :هره چـــــــار د پښتانــــه تر مغـــــل ښه ده اتفـــــاق ورســــــره نشته ډېـــر ارمــــــــان زه دشعر په کار هېڅ نه يم خوشحال ولې خدای مې کړو په غاړه دا مقال ده غوښتل په پښتو کې داسې يو ادب وزېږوي ، چې دپښتنو دهويت هر اړخ پکې خوندي شي . ده په پښتني ادب کې په فکري او هنري لحاظ يو انقلاب راوست . په شعر کې يې له عربي او فارسي څخه د فورم له مخې غزل ، قصيده ، رباعي ، مخمس ، مسدس ، معشر ، ترکيب بند او نور راواخېستل او دشعري صنايعو له مخې يې تجنيس ، حسن تعليل ، طباق الاضداد ، ايهام ، ترجيع ، تنسيق الصفات او لف ونشر په پښتو شعر کې داخل کړل . مګر ده هر څه ته پښتني رنګ ورکړ او هر څه يې په پښتني کالبوت کې واچول .په وزن په مضمون په نزاکت په تشبيه کې پښتو ويل مې عين تر پارسي دی رسولی اويا :په پښتو ژبــــــــــه چې ما علــــم بلند کــړو دخبــرو ملک مې فتــــــــح په سمنـــد کړو همدارنګه :ما خوشحال چې په پښتو شعر بيان کـړو د پښتو ژبــه بــــه اوس پــه آب وتاب شي د ده کليات چې کابو څلوېښت زره بيته لري د مفکورو ، فورمونو ، ، شعري صنايعو او لغاتو بډای مخزن دی . د ده په اشعارو کې د عربي ، فارسي ، هندي او ترکي لغاتو او هم د پښتو د بېلا بېلو لهجو د لغتونو غني زېرمه ليدل کيږي . مګر دا لغات يې داسې استعمال کړي ، چې د ده شعر ته يې ښايست وربښلی خو ثقلت نه .درست ديوان مې لکه باغ دعلم ګنج دی پکې هـــــر رنګــــــه ګلــــــونه هـــــر نهـــــال علامه عبدالحی حبيبي د ده د شاعرۍ په هکله داسې ليکي : ? د ده اشعار تقريباً څلوېښت زره بيت ته رسيږي . هغه انقلاب چې ده د پښتوژبې شعر ته ورکړی دی ، نو دی هرکله په حيث د مؤسس او پلار د پښتو ژبې منل کيږي . تر ده وروسته چې ټوله ادبا راغلي په فکر او ډول کې يې دی مقتدر دی . ? دشعر تر څنګه خوشحال بابا په نثر کې هم د مضمون او شکل دواړو له مخې يو ژور بدلون راوست . د شکل له مخې يې نثر داوسني مهال له ضرورتونو سره سم کړو ، پدې مفهوم چې هغه يې دسجع او قافيې له تکلفاتو څخه راويوست او د علمي او ټولنيزو مسايلو د بيان لپاره يې په عام فهمه ، ساده او روان ډول واړولو . د نن ورځې ژبپوهاند هم دا خبره تصديقوي ، چې يوه ژبه هغه وخت ښه وده او پرمختګ کولی شي چې د ليکنۍ او ګړنۍ بڼې تر منځ توپير لږ وي . تر خوشحال دمخه ، چې کوم آثار موجود وو د شکل له مخې يې اکثره مسجع او دمضمون له مخې يوازې د ديني او تصوفي موضوعاتو بيان ته وقف شوی وو . که څه هم دوه درې تنو ليکوالو لکه ارزاني روښاني ، علي محمد مخلص او مشر اخوند هم د غير مسجع نثر د ليکنې هڅې کړي وې ، خو د دوی هڅو د يوه مکتب څيثيت نه و غوره کړی . کله چې خوشحال بابا د عادي نثر په ليکلو پيل وکړ ، نو په حقيقت کې يې د دې مکتب بنسټ کېښود ، چې بيا وروسته نورو ليکوالو او په سرکې د ده خپلې کورنۍ دا مکتب ژوندی وساته او پښتو ژبې ته يې د قدر وړ خدمتونه وکړل:( پښتو هدايه ) ، ( بياض ) او ( دستار نامه ) د خوشحال بابا منثور اثار دي . که په پښتو هدايه کې يې ديني موضوعات بيان کړي نو په بياض اودستارنامه کې يې تاريخي پېښې ، د کورنۍ حالات ، خپل ليدلي کتلي ، سفري ګزارشونه ، اخلاق ، سياست او دښوونې روزنې فلسفه په روان نثري عباراتو کې بيان کړي دي . د بياض اصلي متن له بده مرغه ورک دی ، مګر د خوشحال بابا لمسي افضل خان خټک پخپل کتاب (تاريخ مرصع ) کې ځای پر ځای له بياض څخه نقلونه اخېستي دي او ارواښاد عقاب خټک د دغو اقتباساتو شمېر شپږشله ( 120 ) بولي . پياوړي ليکوال استاد حبيب اله رفيع له همدغو اقتباساتو څخه د ( هندکوه نامه ) په نوم د افغانستان له شمال څخه دخوشحال بابا يو سفري ګزارش هم استخراج کړی دی . په بياض کې د اشرف خان هجري په نامه د خوشحال بابا يوه وصيت نامه ، چې د رنتبهور په جېل کې يې ليکلې وه هم خوندي ده . برسېره پر دې په بياض کې تاريخي پېښې ، کورني حالات او نور ليدلي کتلي هم راغلي دي . انګرېز ليکوال مونټ سټېوارت الفنسټن چې د خوشحال بابا کوم تاريخ يادوي ښايي همدا بياض وي . د بياض د نثر په هکله فاضل استاد ارواښاد دوست محمد کامل مومند داسې ليکي : ? د خان وړې وړې فقرې په عبارت کې بې اندازې خوند پيدا کوي او بيخي د خبرو اترو رنګ ورکوي . داسې ښکاري چې خان په هوجره کې ناست دی ، له چاسره خبرې کوي ، هغه ترې نه پوښتنې کوي او دی لنډ لنډ ځوابونه ورکوي ? . البته د دستارنامې نثر بيا زيات علمي دی او ارواښاد استاد روهي دا اثر د ښوونې او روزنې نورماتيف فلسفه بولي . اوس به راشو د خوشحال بابا آثار او افکارو ته . مسټر راورټي د خوشحال بابا آثار تر دوه سوو زيات بولي ، مګر کوم آثار چې لاس ته راغلي دادي : ديوان ، بازنامه ، صحت البدن ( طب نامه ) ، اخلاقنامه ، هدايه ، فضل نامه ، سواتنامه ، دستارنامه ، فرخنامه ، فراقنامه ، آئينه ، بياض او زنځيرۍ دافکارو په لحاظ لکه څنګه چې دخوشحال بابا شخصيت ګن اړخيز يعنې : ? حکيم ، فيلسوف ، منجم ، طبيب ، عالم ، سپاهي ، جرنېل ، مير ښکار ، نقاد ، شاعر ، اديب ، صوفي ، رند او مؤرخ دی ? (6) همداسې : ? دخوشحال بابا په آثارو کې هر ډول مضامين پيدا کيږي : عشقي ، اجتماعي ، سياسي ، فلسفي ، عرفاني ، روزنيز ، انتقادي ، تاريخي ، انتروپولوجيک ، مذهبي ، طبي ، جغرافيوي ، ډياليکتيکي ( په کلاسيکه مانا يعنې د سقراط په پيروۍ ) نجومي ، هزليات او نور ... د خوشحال ديوان ( چې دکلياتو په نوم مشهور دی ) د هرډول مضامينو خزانه ده خو داجتماعي ايډيال موضوع د ټولو مضمونونو په رأس کې واقع ده . ? ( 7 )له کلياتو سربېره خوشحال بابا د ځانګړو موضوعاتو په اړه جلا آثار هم ليکلي دي . مثلا ً( فراقنامه ) چې خوشحال بابا د رنتبهور په جېل کې دجلا وطنۍ په حالت کې ليکلې ده ، د وطن په مينه ليکل شوې او دايټالوي شاعر او ليکوال مازيني د آثارو په څېر د وطنپالنې ډېرې ښکلي بېلګې لري . ( بازنامه ) يې د بازانو د روزنې په هکله يو غنيمت اثر دی . په هدايه ، فضل نامه او آئينه کې يې ديني مسايل او دفقهې مسايل بيان کړي او پدې ډګر کې يې هم خپل تبحر ښودلی دی . په فرخنامه کې چې د تورې او قلم مناظره ده ، خوشحال د خپل قوي منطق او استدلال مظاهره کړې ده . زنځيرۍ د لنډ ليکنې يا سټينو ګرافي يو ډول دی چې خوشحال بابا ايجاد کړی دی . لنډ ليکنه اصلاً د کپېټالېزم په مهال کې د اړتيا له مخې منځته راغله ، خو خوشحال بابا تر وخت ډېر دمخه دا ابتکار هم کړی و . په طب نامه کې يې دهغه مهال ځيني طبي مسايل ، ناروغۍ او دواګانې ښودلي چې ډېرې يې د نن ورځې له طب سره هم اړخ لګوي . په دغه کتاب کې خوشحال بابا د جنسي پوهنې يا سېکسولوجي په اړه هم ځيني نادر ې خبرې لري . دی درې نيمې پېړۍ وړاندې په ډېر جرئت سره لکه دشلمې پېړۍ د يو آزاد فکره انسان په توګه حتی پدې هکله بحث کوي چې جنسي مينه بايد څنګه ترسره شي او کومو مسايلو ته توجه پکې وشي . کوم اصول چې ده په ګوته کړي د نن ورځې سېکسولوجي يې کاملاً تائيدوي . نن که په اروپا کې د جنسي مسايلو په هکله په آزادۍ سره خبرې کيږي او جنسي پوهه د سالم کورني ژوند لپاره ضروري بولي ، مګر په بښتني ټولنه کې يې تر اوسه هم څوک د خوشحال بابا په څېر په ډاګه نه شي ويلی .سواتنامه د خوشحال بابا بل مهم اثر دی چې سوات ته يې د يوه سفر په نتيجه کې ليکلی دی . خوشحال بابا غوښتل په دغه سفر کې د مغولو پر ضد د يوسفزيو ملاتړ تر لاسه کړي . دا چې دی په خپل سفر کې څومره بريالی شوی دابله خبره ده ، مګر دده سفر يوه مهمه ثمره درلوده چې همدا ( سواتنامه ) ده . سواتنامه نه يوازې يو ادبي اثر دی ، بلکې سفرنامه ، جغرافيه او کلتوري بشر پېژندنه هم ده او لکه استاد روهي چې وايي د ټولنيزو اصلاحاتو هېنداره هم ده . پدې اثر کې پښتون بابا لومړی دسوات جغرافيا ، اربعه حدود ، جيولوجيک جوړښت او د يوه پوځي په توګه توپو ګرافيک خصوصيات تشريح کوي ، ورپسې د سوات جيو پوليټيک ارزښت ، دسوات حاصلات ، د خرڅلاو لارې ، دتجارت بڼه ، د خلک راکړه ورکړه بيانوي . خوشحال پدې خبره کلکه نيوکه کوي چې ولې سواتيان ( يوسفزي ) تجارت ، د غلې صادرات ، مېوه دارۍ او باغدارۍ ته پاملرنه نه کوي ، حال داچې سوات د مېوو لپاره ډېره مناسبه ځمکه لري :هسې ملک ، هسې هوا ، هسې جويونه نــه ځـــايونه ، نــه باغـــونـه ، نــه بويـــونه د اقتصادي سېستم په لړ کې ، د (شيخ ملي ) دوېش پر بنسټ به هر پنځه کاله او کله کله اوه يا لس کاله وروسته ځمکه له سره د سړي پر سر وېش کېدله او دوېش همدا سېستم و ، چې د ډېرې ابادۍ مخه يې نيوله . خوشحال بابا پر دغه سېستم انتقاد کوي او هغه د ځان تباهي ګڼي :کال په کال د ملک په هېسک کاندي باختونه بې لښکـــــرو په خپـــــل ځــان کــــاندي تاختونه له دې څخه وروسته په سواتنامه کې د خلکو کړه وړه ، دودونه او رواجونه ، د خلکو عقيدې ، ذهنيتونه او اجتماعي مؤسسې تشريح شوي . خوشحال بابا په ډېر جرئت سره هر ناوړه دود ته ګوته نيسي او داصلاح لارې يې هم په نښه کوي او ځکه خو لوی مفکر اوشاعر علامه اقبال د ده په هکله داسې وايي :آن حکيـــــم ملــــــت افغــــانيـــــان آن طبيــــب علـــــت افغـــــانيــــان د بی نوا سایټ څخه اخیستل شوی دی. سترملي مشر حاجي میرویس خان نیکه
میروېس خان نیکه(۱۶۷۳- ۱۷۱۵م) د شاه عالمخان هوتک او د نازو انا نامتو زوی وو
لیکوال :نوماند اکاډېمسین سیستاني دمیرویس نیکه پاڅون دایران صفوی دولت پرضد(۱۷۰۹ز) سریزه: په ۱۵۰۰ ز کال کې په ماوراء الهنر کې شېباني او په ۱۵۰۲ ز کال کې په ایران کې صفوي دولتونو سرونه را پورته کړل او په ۱۵۰۳ ز کال کې بابري (گورگاني) دولت په کابل او وروسته په ۱۵۲۵ ز کال کې په هندوستان کې رامنځ ته شو. دغو نویو رامنځ ته شویو دولتونو له شمال ، لوېدېځ او ختېزه افغانستان ته لاسونه را وغځول او هېواد یې په درېو شمالي ، لوېدېځو او ختېزو برخو ووېشه. پدې مانا چې په ۱۵۱۰ ز کال کې د ایران صفوي دولت هرات او سیستان او هم په ۱۵۵۶، ۱۶۲۲ ، ۱۶۴۸ ز کلونو کې د مغولي پاچایانو له منگلو یې قندهارونېو. او د هند بابري دولت پر ۱۵۰۳ ز کال پر کابل او پر ۱۵۰۵ کال پر غزني او پر ۱۵۰۸ ز کال پر ننگرهار او پر ۱۵۲۰ ز کال یې پرکندهار د واکمنۍ منگولې ښخې او ویې نېول. په ۱۵۰۰ ز کال کې ازبک شېباني دولت هم کله چې په سَمـَرقند کې یې د تېمور وروستنې پاتې شونې له پښو وغورځولې او د گورگاني دولت پر ځای یې په ماوراء النهر کې د خپل دولت بنسټ کښېښود نو پر کال ۱۵۰۶ ز له آمو را ووښت او بلخ یې ونېو. یو کال وروسته (۱۵۰۷ ز کال) محمد خان شیباني (شیبک خان) له آمو را واوښت او په مرغاب کې یې د تېموري شهزادگیو مقاومت و ټکاوه او هرات یې ونېو (۱)
د ليکنې ادامه د افغانستان بسټ ایښودنکې
احمدشاه بابا د افغانستان د اوسني دولت بنسټ اېښودونکی (۱۷۲۲- ۱۷۷۳م) نوماند اکاډمیسین اعظم سیستاني
دافغان ملت پلار احمدشاه بابا (١٧٢٢-١٧٧٣م) د بی نوا سایټ څخه اخیستل شوی دی. هغه پېښې چې د شپاړلسمې زیږدیزې پیړۍ له پیل څخه په افغانستان کې دننه او له افغانستانه بهر رامنځ ته شوې ، ټولې یې زموږ د هیواد په تاوان او د نویو رامنځ ته شویوگاونډو ځواکونو په گټه وې. په بله وینا پر کال ۱۵۰۰ ز کې په ماورالنهر کې د شیباني دولت او پر ۱۵۰۲ ز کې په ایران کې صفوي دولتونو غوټۍ وهلې وی او پر کال ۱۵۲۵ ز کې په هندوستان کې د بابر د (گورګاني) دولت بنسټ کېښودل شو. دغو نویو رامنځ ته شویو دولتونو له شمال ، لوېدېځ او ختېزه پر افغانستان د یرغل لاسونه راوغځول او په پای کې یې هیواد په دریو شمالي ، ختیزو او لوېدېځو برخو وویشه او هرې خوا ، د هیواد پریوې ځانگړې ځمکنۍ څانگې د واکمنۍ منگولې ښخې کړې. او په دې بڼې پرهیواد د گاونډیو واکمني له ۱۵۱۰ څخه تر ۱۷۴۷ پورې څه ناڅه تر دوه نیمو پیړیو پورې وغځېدله. احمد شاه بابا دزمان خان زوی ددولت خان لمسی دسرمست خان کړوسی و،دغه سرمست خان دشېرخان زوی او دخواجه خضر خان لمسی او دسدوخان کړوسی کیدی او دا هغه سدو خان دی چي داحمدشاه بابا قبیله دده له ټبره وه .سدوزی خودپوپلزو یوه پښه ده چي له سربڼو پښتنو څخه د اودل له پښته ګڼله کیږي (علامه حبیبي )
احمد شاه بابا په (۱۱۳۵ ه ق - ۱۱۰۳ ه ش -۱۷۲۲ م)کال کي په هرات کي زیږېدلی دی پلار یې زمان خان ابدالي او موریې زرغونه انا د کندهارد ارغندابد کووک دسیمي د عبدالغني خان الکوزي خور وه او د(۱۱۶۰ ه ق ـ۱۱۲۶ ه ش -۱۷۴۷م)داکتوبرپرڅوارلسمه په کندهارکي دافغانستان په پاچاهۍ ټاکل سوی اود(۱۱۸۶ ه ق - ۱۱۵۱ ه ش -۱۷۷۲ م )کال دلومړی خورپه دوهمه چي دجون ددریمي سره سمون خوريدپنجشنبې په ورځ څاښت دکندهار دتوبې غره په لمنه کي مړ اودکندهاردښار په هغه روضه باغ کي ښخ دی چي ده پخپله داسلام دستر پیغمبر د خرقې تر څنګ جوړ کړی و (استاد بېنوا ) د دوه نیمو پیړیو په اوږدو کې که د هیواد لوېدېځه برخه د صفوي کورنۍ د لړۍ تر ولکې لاندې د مذهبي تنگ الواکۍ په اورونو کې سوځېدله نو د بابریانو د ولکې پرسرترپایه مهال کې د هېواد ختیزه برخه هم د تیریو او جگړې د اورنو په لمنو کې وسوځېدله. د بابري کورنۍ بنسټ اېښودونکي ، بابر ، خپله هره بریا د خپلو مخالفانو د سرونو د پریکونو اود ماتې خوړلو توکمونو په لوټ او دهغوی له ککریو څخه د منارونو په جوړولو ولمانځله او د خپلو یادونو په یاددښت لېک کې یې ولېکل چې دغه له ویاوړنو ډک یاد خپلو ځای ناستو ته پریږدي . بابر دغه تگلاره له کابله تر ننگرهاره او له سواته تر باجوړ او دیره جاته ، له غزني او کلاته تر مـُقـــُره په پښتون توکمو سیمو کې پرته له توپیره له یوې مخې پلې کړه او دغه تگلاره یې خپلو راتلونکو زوزاتو ته د دود په توگې پرېښودله. (رش : توزک بابري) د بابر د ځای ناستو په دور کې که د توکمیزو ډلودریوو زوزاتونو د نوي کلونو په اوږدو کې له کابله تر پېښاوره له ۱۵۵۷ تر ۱۶۳۷ او وروسته له ۱۶۶۶ تر ۱۶۷۲ 'ز' پورې د بابري واکمني پروړاندې تورې ووهلي او څه ناڅه سل زره تنه انسانان د دغوجگړو بلهاریان شول نو د بابري د واکمنۍ په بله برخه کې له کابله تر بدخشان او کندهاره بابري شهزادگي د خپلې واکمنۍ په ټول مهال کې د یو بل پر وړاندې درېدلي ، یوبل ته یې دروهې 'دسېسه 'جوړې کړي ، خپلو منځو کې یې درغلنې کړي او خپلې لښکرې یې د یو بل په وړاندې ځغلولې دي. په دغو لښکریزو جگړو کې هغو جنگیالیو چې د ده یا هغه شهزادگي په گټه تورې وهلې پرته له دې چې یو بل وپیژني د همدغو شهزادگیو د څپڅپاندۍ او هوس بلهاریان کېدل. د دغودوه نېمو پېړیو په اوږدو کې د افغانستان وگړو که په ختېزکې ول ، که په شـِمال کې ، که په سویل کې ول یا په لوېدېځ کې ټولو سره له دې چې دولتي پياوړي ځواکونه په څو څو ځله د غیرپوځي وگړو په پرتله ښه په وسلو سمبال ول ، پاڅون وکړ او له بابري واکمنۍ سره لاس او گریوان شول. دغه پاڅونونه خپل سرېزه پاڅونونه ول او هېڅ ځانگړې تگلاره یې نه درلودله نو له دې امله د پاڅونونو لړۍ پرته له دې چې مخکښه لارښود او کړنلاره ولري ، یوازې د مذهبي او توکمیزو ډلو تر سیورې لاندې تر سره کېدل. له هغې ډلې څخه کولای شو د افغانستان په ختېز کې د پیرروښان تر مشرۍ لاندې غورځنگ د بېلگې په توگه را واخلو او د غورځنگ لړۍ تر دریو زوزاتونو "نسل" پورې وغځېدله چې د همدغه غورځنگ له منځه د هند د مغولي دولت پر وړاندې د خوشحال خان خټک ،ایمل خان مومند او دریا خان اپرېدي غورځنگونه راپاڅېدل او له ۱۶۶۷ تر ۱۷۷۲ پورې یې د غورځنگ لمنه توده وساتله او د غورځنگ ملا دومره پیاوړې شوه چې اورنگزیب په خپله دې ته اړ شو چې د خوشحال خټک پر وړاندې په خپله د جگړې ډگر ته را ودانگي او د دغه کار په کولو یې یوازې د غورځنگیانو پر ضد د خپل لښکر روحیه پیاوړې کړه. د پښتون توکمو د اله گوله کوونکو د پاڅون له غلي کولو او د سلو زرو دولتي او اله گوونکو له وژلو وروسته دهند مغولي دولت دې ته اړ شو چې د کابل، پېښاور او ننگرهار په ښارونو کې د اوضاع د څارنې او د یوه بل شوني پاڅون د ټکولو او مخنیوي لپاره خپل پوځي ځواکونه تیارسـﺊ ودروي.
احمدشاه بابا دلوی افغانستان هغه لوی نومیالی پاچا او دنني افغانستان بنسټ ایښودونکی و، چي افغان ولس خپل پلار بللی او د بابا ستر لقب ئې ورکړی دی او دا هغه لقب دی چي افغان ولس ئې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوي چي ددې ولس دخلګو په زړو کي ئې د پلار ګلوۍ ځای موندلی وي (استاد بېنوا ) د دغودوه نېمو پېړیو د اورونو له تل څخه د صفوي کورنۍ د وروستني پاچا سلطان حسین صفوي په وخت کې وو چې د هرات وگړو د ابدالیانو ترمشرۍ لاندې پاڅون وکړ او د ایران له صفوي دولت څخه یې خپله سېمه یزه خپلواکي واخیستله (۱۷۳۱-۱۷۱۶) . د دغودوه نېمو پېړیو د اورونو له تل څخه د صفوي کورنۍ د وروستني پاچا سلطان حسین صفوي په وخت کې وو چې د خراسان په تون کې ملک محمود سیستاني د ایران د صفوي دولت پر انگ "ضد" پاڅون وکړ او نه یوازې پیاوړی دولتي پوځي ځواک یې دړې وړې کړ بلکه مشهد یې هم ونیو او د خپلې راتلونکې واکمنۍ لپاره یې د پلازمېنې په توگه وټاکه او د ۲۵ تیرو پيړو د دود په ډول یې د پاچاهۍ تاج پر سر کښېښود او خپل ځان یې د خراسان پاچا وباله (۱۷۲۷-۱۷۲۲). د دغودوه نېمو پېړیو د اورونو له تل څخه د صفوي کورنۍ د وروستني پاچا سلطان حسین صفوي په وخت کې وو چې د کندهار وگړي د شاه محمود هوتکي تر مشرۍ لاندې د اصفهان تر زړه پورې وړاندې ولاړل او تورې یې تر هغه وخت په تېکي کې کښنښودلې چې د صفوي د پاچاهۍ کمبله یې د تل لپاره ورټوله کړه. (۱۷۲۹-۱۷۲۲). په پاې کې د همدغو دوه نېمو پېړیو له تل څخه بیا هم د کندهار د وگړو له منځه ځوان او پوه لارښود احمد خان ابدالي سر راپورته کړ او د خراسان د شپږ نېمو پېړیو د ورانېو ، دوړو او خارو پرسر چې خپلې کرښې یې له لاسه ورکړې وې ، د افغانستان په نامه د یوه نوي هیواد بنسټ کښېښود او د هېواد وگړو پرخپلو برخلېکونو واک وموند اویو ځل بیا د له لاسه ورکړي پت او نوم خاوندان او د ملي پیژاند څښتنان شول. دا دی اوس له هغې ورځې ۲۶۰ کاله تېرېږي او افغانستان د خپلواکوهېوادونو په کتار کې ولاړ یوهېواد او د نړۍ پر ځمک انځوره یې ځای ځایگی د یوه پیاوړي پولادي موټي په توگه څرگند دﺉ. دابدالی احمدشاه دظهور زمینه د اتلسمې زېږېدېزې پېړۍ څلورمه او پینځمه لسېزې د نادرشاه افشار د واکمنۍ او پاچاهۍ له دور سره سمون خوري . دا هغه دور وو چې د ځمکوالۍ له شډل زبېښاک ، د وگړو له لوټ اوتالا ، د زیږغاړي تولباړې 'تشدید مالیه' جوړښت ، الغا او تلغا ، تاوترېخوالي ، زورمټي ، ټولوژنې ، اورلړۍ ورانۍ او له ککریو څخه د منارونو د جوړولو یو ناورین وهلی دور وو.
احمدشاه بابا په افغانستان کې یوازېنی پاچا وو چې تاج یې پرسر نه اېښوده او پگړې یې تړله او له خلکو سره په اړیکه کې وو. د پلاز 'تخت' پرځای به پر ځمکه کښېنسته او په ورین تندي به یې له خلکو سره خبرې اترې کولې. ..... خپله کورنۍ یې له دولت او واک څخه لیرې وساتله او یوازې تیمور یې د جهان خان پوپلزي تر لارښوونې لاندې دهېواد په لوېدېځو او ختیزو سیمو کې د سیاسي او پوځي روزنو په چارو کې بوخت وساته. د کورنۍ دغه بیلوالی تر دې کچې وو چې د هیواد تأریخ او وگړي پرته له تېمور او سلیمانه د بابا نور بچیان په بشپړه توگه نه پیژني حال دا چې بابا اته زامن درلودل: [سلیمان ، تیمور، شهاب، سنجر، یزدان بخش ، سکندر ، داراب او پرویز]. (میرغلام محمد غبار) په دغسې یوه بې ټیکاوه له اړدوړاو کړکېچه ډک چاپیریال کې د هیواد په میلیونونو وگړي د خپل سریزې ځمکوالې واکمنۍ د بدلون په لټه کې ول او په پای کې نادرشاه افشار د خپل د دربار د سرلارو پر لاس ووژل شو چې د سترگو په رپ کې یې حکومت هم دړې وړې کیږي او په سېمه کې د افغانستان وگړي لومړي وگړي دي چې د آزادۍ او خپلواکۍ د تمبلونو انگازې یې په هرگوت کې خپرې کړې او د کندهار په ښار کې په کال ۱۷۴۷ ' ز' کې یې د ابدالي احمد شاه تر مشرۍ لاندې د یوه نوي هیواد "افغانستان " بنسټ کښېښود چې له هغه وروسته زموږ وگړي پرخپل برخلېک د واک څښتنان شول او خپل له لاسه تللی نوم ، برم او پت یې بیرته تر لاسه کړ. احمدشاه ابدالي پر کال ۱۱۳۵ هجري کې چې له ۱۷۲۲ زېږدېز سره سمون خوري په هرات کې زېږېدلی دی. پلار یې زمان خان ابدالي او موریې زرغونه د کندهارله ارغندابه د عبدالغني خان الکوزي خور وه. زمان خان کاروندی او پوه سړی وو. هغه د هرات ټول ملي ځواک یو موټی کړ او خپل ځان یې د صفوي لښکر د مخنیوي لپاره چمتو کړ. ترکمان صفي قلي خان چې لښکریې په توپچي ځواک او شوبلو هم سمبال وو د ابدالیانو د ټکولو لپاره د هرات پر لور را وخوځېد. د محمد زمان خان تر مشرۍ لاندې ابدالي ځواک د میرڅي د مخنیوي لپاره تر کافر کلا پورې راووت. کله چې فارسي "ایراني" ځواک سیمې ته راورسید او جگړه پیل شوه نو کارپوه او زړه وروابدالي توپک لرونکي ځواک پر صفوي لښکر اورونه بل کړل او دروند تاوان یې ور ورساوه او له پیاوړي یرغل څخه وروسته یې د صفي قلي خان ځواک دړې وړې او مشهد ته یې د تېښتې لپاره اړ کړ. کله چې صفي قلي خان د خپل لښکر نه رغېدونکې ماته په سترگو ولېدله نو مرگ یې تر ژونده ښه وباله نو د باروتو پربگۍ کښېناست او ځان ته یې اور واچاوه او دړې وړې شو. دغه جگړه پر ۱۱۳۲ هجري (۱۷۱۹ ز) کال په کافرکلا کې (نن اسلام کلا) یادیږې تر سره شوه. (حبېبي ، د افغانستان لنډ تأریخ ، ۲۳۸ پاڼه) . پرصفوي لښکر له دغې بریا وروسته محمد زمان خان تر دوه وو کالو او پېنځو مېاشتو پورې په هرات کې په برم او کرارۍ حکومت وکړ او پر کال ۱۱۳۵ هجري چې له ۱۷۲۲ سره سمون خوري سترگې له نړۍ پټې کړې. په دغه کال کې احمدشاه لا یو کلن نه وو شوی او له پلرنۍ مېنې بې برخې شو او د خپلې زړه سواندې مور او مشر ورور ذوالفقار خان تر سپیڅلي سیوري لاندې یې وده وکړه او یوازې یې دومره وکولای شول چې د جومات له ملا څخه د قران کریم لوستنه زده کړي او لمېسانده "باسواد" شي.
د ۱۱۸۲ه کال د محرم دمیاشتي په دیارلسمه احمد شاه بابا شاه ولي خان دبدخشان دوالي سلطان شاه له فساده دبدخشان سیمي دژوغورلو او دانحضرت محمد مصطفی (ص ) مبارکي خرقې چي په بدخشان کي وه دراوړلو په موخه بدخشان ته ولیږه او هغه بدخشان ونیوه او خرقه مطهره ئې دکابل له لاري کندهار ته یوړه (استاد بېنوا ) وروسته له دې چې نادر د خپل د دربار د سروالاوو (د محمدخان قاجار او ملگرو په گډون) په خبوشان کې ووژل شو ابدالي احمد خان او افغاني بولندویانو د نادر حرم د نادرد لښکر له تیري او لوټ څخه وژغوره او د نادر د حرم میرمن د دغه کار په درناوي کې د "کوه نور الماس" او د فخراج ? د محمد شاه بابري له خزانې څخه د یوه یاقوت نوم ؤ چې د نادر افشار لاس ته ورغلی ؤ?دهخدا? یوه گرانبیه دانه یې احمدخان ته ډالۍ کړه او احمد خان کندهار ته راستون شو. ( داکټر محمود افشار یزدي ، افغاننامه ، لومړۍ توگ ، ۱۸ پاڼه).
د۱۷۴۷ کال داکتوبرپه څورلسمه نیټه په کندهار کې دافغاني مشرانولخوا په هغه ملي جرګه کي چي دشېرسورخ په مزار کي جوړه شوې وه او د اته ورځو پرلپسې غونډو ورسته واک د همدې زیارت ملنګ ته چي صابرشاه نومیده ورکول سو نو هغه پاڅيد اود غنمو وږی ئې د ۲۵ کلن احمد شاه ابدالي په پکړۍ کي وټومبه او هغه ئې دافغانستان دپاچا په توګه وټاکه او ټولو افغانانوپه پاچا ومانه کله چې نامتو انگریزي څیړونکي الفنستون د افغانانو په اړه خپل پراخ اړخېزه کتاب لېکه نو د سویل لوېدېځو افغانانو د خبرو په څپرکۍ کې احمد شاه بابا د اوسني افغانستان د بنسټ اېښودونکي په توگه یادوي : " احمد شاه په پوهې او کاروندیۍ د یوې سترې سترواکۍ بنسټ کښېښود. د مړینې په وخت کې د هغه متصرفه سیمې د خراسان له لوېدېځه تر سرهند او له آمو د هند ترسېنده پورې و غځېدلې او دغه سېمې یې یا د تړون له مخې او یا په لاس (د تورې په زور) ترلاسه کړلې. (الفنستون ، افغانان ، ۴۹۴ پاڼه).
د همدغه درنښت له کبله ده چې الفنستون لېکي : " که په رښتیا په آسیا کې یو پاچا د خپل ملت درښتوني درناوۍ وړ وي ، نو پرته له احمدشاه بل څوک نسته" (هماغه اثر ، ۳۸۱ پاڼه) افغانان گروهن دي چې ستر احمدشاه بابا د هېواد یوه ستره او نېکنومې ځلانده سیاسي څیره ده او د افغانستان په معاصر تأریخ کې د ستر درناوي وړ درېز او ځای لري او که څوک د هغه لوړ شخصیت ته په سپکه وگوري نو دهېواد د رښتونو بچیو د کرکې وړگرځي. دهېواد گرانه بچیه ! دا ومنه چې د ستراحمدشاه بابا (ع) د پوهې او تورې له برکته ده چې نن د نړۍ د ځمک انځورې پرمخ د افغانستان ځای او نوم لېدل کېږي اوبې ځایه نه ده چې د هغه بچې پرې ویاړي . له همدې امله هیڅ د انصاف وړ تاریخ لېکونکی او لېکوال به نه وي چې افغانستان د ستر احمدشاه بابا د گرانبیه مېراث په توگه ونه مني او د هغه ملي خپلواکۍ او واکمنۍ ته درناوی ونه کړي او دداسې یوه کارپوه افغان پاچا یاد په درنښت یاد نه کړي. راځـﺊ چې ستراحمدشاه بابا په درنښت یاد کړو او دهغه د سترو اواړینو کارنامو منندوی اوسو او د هېواد بچېو ته د داسې سترو ملي شخصیتونو د کارنامو درسونه ورزده کړو. پای ابدالیان څوک وو، څنگه او له کوم ځایه هرات ته راغلل؟ د ابدالیانو (یا درانیانیو چې نن ورځ پر همدغه نوم یادیږي ) پیاوړي ټـبـر خپل نوم د پښتانه توکم د نامتو نېکه له نوم ابدال یا اودال څخه اخیستی ، اودال د ترین زوی ، ترین د شرخبون زوی ، شرخبو ن د سربڼ زوی وو. پوهاند حبیبي د اپتل د نوم د ژورې پلټنې له لارې چې له هپتال سره برابر دی غواړي د ابدال او اودال ریښې ته ورسیږي. هغه لېکي چې د ابدال رېښه اپتل Aptal یا هپتالي ته رسیږي او دا د آریایانو له یوه توکمه یوه سپین پوټکي ټبر ته تر ۴۰۰ زیږدیز کال پورې ځغلي چې په باختر او تخارستان کې یې پیاوړی دولت جوړ کړ. (۱)که څه هم د پوهاند حبیبي دغه هڅه یو شمیر سخت دریزو پښتـنو ته د منلو وړ نه ده ، خو افغان څېړونکی ښاغلی محمد معصوم هوتک د (اودل، ابدل، اپتل، هفتل) ترنوم لاندې د اروا ښاد حبیبي دغو اندونو ته په کتنې لېکي چې : د ابدالیانو رېښه د آریایي توکم د هغه سپین پوټکي ټـبر تر رېښې پورې ځغلي چې په تأریخ کې د اپتل Aptal یا هفتل پر نوم یادیږي . اروپایانو د آریایانو د غه هپتالیان د سپېنو هونانو تر نامه لاندې لیکلي او وایي چې (هون ، هان) په پښتو کې د (خان) اوښتلې بڼه ده ... عربانو دغه ټـبر ته [هیاطله] وَیـَـلـَي دي. تأریخي څېړنې څرگندوي چې افغانستان ته له راتگه وروسته دغه سپېن پوټکي آریایان له دوی څخه پـخوا - مېـشتو توکمونو (پکهت ، پښـت ) سره گډ شوي دي . د هفتالیانو ژبه هر څه چې وه ،وه به ، خو له پکتهانانو سره له یو ځای کېدلو وروسته له سره تر پایه په (پښتو) واوښتـلـه. د ۴۰۰ زیږدیز کال په شااو خوا کې د اپتـل ټـبـر په باختر او تخارستان کې یو پیاوړی دولت رامنځ ته کړ ، له ساسانیانو سره یې جگړې وکړې او د وخت او تأریخ د زړه پر سر لیکل شوې ډَبـر لېکې یې و موندل شوې)(۲)
په کندهار کي د اعليحضرت احمدشاه بابا مقبره اکاډیمیسن ډاکټر جاوید لیکي چې :( په پخوا وختونو کې به هېاطله پاچایانو پر تخارستان حکومت کاوه او یبغو بلل کېدل. د لرغونو کوشانیانو لارښود مشران هم یبغو بلل کېدل. چېني هپتل ، هپتال ، یپتل (yeptal) په پاړسي کې ابدال شوی دی. هفتالیانو بودایي گروهنه یا عقېده درلودله او د ساساني لومړي شاپور پرمهال د ساسانیانو د واکمنۍ یوه برخه ول. شاپور د زرتشت د کعبه په ډبر لېکه کې نرسه یې د هند، سکستان او تخارستان د پاچا پر نامه پېژندلی دی )(۴) خو د پوهاند حبیبي پر وینا ، هپتالیانو بودایي مذهبي تگلاره نه درلوده او په خپلو لومړنیوسوبو کې یې د بودایانو ډیري لمنځنځایونه را ونړول او د دغې گروهنې لاررویان یې ووژل. کله چې په (۹ هجري یا ۶۳۰ زیږدیز کال کې ) هیوان تسانگ افغانستان ته راغی نو د گندهاره په ولایت یې ډیري وگړي او شهزادگي ولېدل چې د خپلو لمنځنځاینو پر بیا ودانولو بوخت ول. د بودایي د لمنځنځایونو نړونه د هغه له را تگه مخکې تر سره شوې وه. په کابل او هډه کې د هپتالي پاچایانو له ترلاسه شویو سـِـکو څخه څرگندیږي چې هغوی د برهمني یا لمرگورهنې دین درلود. په زمېندوَار کې [په ۳۳ هجري کال کې د عبدالرحمن ابن سمره ] پر لاس د زور یا زون د کنډ (بـُت) [نړونه] او په خیر خانه (خــُرخانه) [لمرکورگي] کې د سوریا د لمنځنځي موندنه د زنیبل شاه په وخت کې د هفتالي پاچایانو د لمر گروهنې د دین پر ټولنیز دود د منښتې گوته ږدي. (۵) انگریزی نامتو څیړونکی بوسورت په تخارستان او د هرات په کرښو کې د اسلامي لښکرو پر وړاندي د هفتالیانو له پاتې شونو څخه د هپتالیانو د نامتو واکمن طره خان نیزک د نوم د یادولو په ترڅ کې زیاتوي چې : (نوموړي تر ډیرو کلونو پورې د هغوی هېلې ژوندۍ وساتلې او د هغه د ټېنگاراومقاومت غورځنک هغه مهال پای ته ورسیده چې په ۸۶ قمري (۷۰۵ زېږدیز کال کې) قـتېـبه مسلم په دوکې او درغلنې د هغه کور کلابندي کړ او و یې واژه. (۶). ) په ۸۶ هجري کال کې په خـُـلـُـم ، بغلان ، سـَمـنگان ، بادغیس او مـَروَ کې د قـتېـبه د لښکرو پروړاندې د باغیسي نیزک د تورو او زړورتیاوو انگازې زموږ د هیواد د وگړو د مقاومت د غورځنگ په پاڼو کې یوه ځلانده پاڼه ده. د پوهاند حبیبي د څېړنو پربنسټ سپین پوټکي آریایان چې چینایانو " یي ? تي ? لي دو" ، رومیانو "افتهالیت Ephthalites" یا "خیونیت Chionites" او پاړسیانو هون Hon" او"هون Hun" او په پـهلوي ، عربي او دري ژبو کې هېتال یا هېطل یا هېاطله یاد کړي دي له منځنـۍ اسیا او آمو څخه په تېرېدنې د هندوکش (اېندوکش) شمالي رغیاڼو ته را واوښتل ... دغو وگړو کله چې په ۳۶۰ زیږدیز کال کې په خوځېدلو پیل وکړ او د کوشاني کېداریانو غوږغونه د هغوی د یرغل وېرې ته بوڅ شول ،نو له ساسانیانو څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه ، خو دوی په خپله مقاومت و نشو کولای او د گندهاره رغیاڼې ته په شا شول. خو هپتالیانو ( چې نوم یې د بدخشان په یفتل کې لا تر اوسه ژوندی دی) تر ۴۲۵ زیږدیز کال پورې یې ټول ختیز یا باخترپه بشپړه توگه ونیو او له همدغه ځایه یې د لوېدېځ په لور د ساسانیانو دولت له غښکې 'خطر' سره مخامخ کړ. په سویلي لور کې یې د کابل او گندهاره رغیاڼې تر ولکې لاندې راوستلې او د هپتالي افغانستان پياوړی دولت یې رامنځ ته کړ. هفتالیان هم د کوشانیانو ، کېدارانو او ساکهانو په ډول د دغه هیواد له کره او بومي آریایانو او پښتـنـو سره یو ځای شول. څرنگه چې په خپله آریایي توکمه او له آریایي دود څخه راپاڅېدلی ټبر وو نو په افغانستان کې یې پياوړي توکم رامنځ ته کړ او د لوړې پزې په لرلو انگي یا څېرې یې کټ مټ د غلجیو او ابدالي افغان توکمونو ځوانانو ته وَرته او د ابدالي د ټـبـر نوم هم له همدغې رېښي ښکاري.... په ۴۲۷ زیږدېز کال کې د هفتالي د لښکر لومړۍ نښته د ساساني پاچا بهرام گور له لښکر سره د مرغاب او مرو روډ په سېمې کې رامنځ ته شوه او پایله یې د هفتالي پاچا پرمړېنې را ووښتله ؛ بهرام گور د هغه جړاوول شوی (مـُرَصع) تاج د آذربائیجان اوریز لمنځنځي (اتشکده) ته ډالۍ او خپل وراره یې د هفتالیانو پر ځمکه د استازي پاچا یا نایب السطلنه په توگه وټاکه. له بهرام گور وروسته په ۴۳۸ زیږدېزکال کې د هغه زوی دویم یزگـُرد له هفتالیانو سره چې په طالقان (۷) کې میشت ول لاس او گریوان شو خو ماتې یې وخوړه او له هغه وروسته له (۴۵۷-۴۸۴ زیږدیزپورې) لومړی پیروز یې ځای ناستی شو او په همدغه وخت کې د هفتالیانو توکمیزه مشري د اشخونواز (خوشنواز) په غاړه وه. اشخونواز له پيروز ساساني سره جگړه پيل کړه اوپه پای کې ساساني پاچا ماتې وخوړه او ژمن شو چې په طالقانو کې د هپتالیانو اوېجې (قلمرو) ته په درنه سترگه وگوري او هم یې تر دوه وو کالو هیپتالي دولت ته دروند باج ورکاوه او خپل زوی قباد یې د خوشنواز دربار ته د یرغمل په توگه لېږلی وو. ساساني پیروز له مخکنیو ژمنو سره سره یو ځل بیا پر هپتالیانو لښکرې را وڅرخولې او په (۴۸۴ زیږدېز کال کې) د خراسان د دښتو په جگړو کې دی او دهغه لښکرې سټ وټ او تباه شولې او دهغه لور د اشخونواز منگولو ته ورغله چې بیا یې ورسره واده وکړ. له هغه وروسته له مرو روډه تر هراته د هپتالیانو د واک لمنه وغځېدله او د ساساني دولت به ورته باج ورکاوه. ارواښاد پوهاند حبیبي زیاتوي : هغه مهال چې د هفتالیانو پاچاهۍ د آریانا په هر گوټ کې خپور شو نو د هغوی ټبرونه د زابل (د غزني او سیستان ترمنځ ) په سیمو کې مېشت شول. په موندل شویو ډبرلېکو کې هفتالي (یا یفتلي) پاچایانو ځانونو جابوله (Jabula) یا جیوله (Jauvla) یعني زابلي بللي دي. د ستر هپتالي اخشنوان د واکمنۍ سیوری له (۴۶۰ تر ۵۰۰ زپورې) تر څلوېښتو کالو له پاړسه نېولې تر خــُـتــَـنـه چین او هنده پریوی پراخې ځمکې خپور وو او له هغه وروسته د دغه ټـبـر پاچا چې تورامانا Turama نومېده په ۵۰۰ زکال کې یې د واک پر گدۍ ډه ډه ولگوله. هغه خپل پام هند ته ور واړاوه او د سیالکوټ ښار یې د خپلې واکمنۍ پلازمېنه و ټاکه چې د هندي گوپتای دولت ملا یې ور و لړزوله . په هند کې له نوموړي هپتالي تورامانا څخه دوې ډبر لېکلي راپاتې دې چې یوه یې په سکهر او بله یې په اکوراسټ کې ده او دهغه نوم د 'مهاراجه توره منه ساه جاولي' (زاولي توره من شاه سترواک) په توگه لېکل شوی دی. له تورامانا وروسته مهیراکولا Mahirakula تر ۵۴۲ یا ۵۴۴ ز پورې د هپتالیانو د پاچاهۍ پر پلاز کښېناست اونوم یې د هند د گوالیار په ډبر لېکه کې په ۵۱۷ ز کال کې لیکل شوی دی . د مهیرا کولا پاچاهي له خونړیو نښتو او جگړو سره ملگری وو چې پکې ماته یې وخوړه او د هغه له مړېنې سره د هپتالي دولت بې وسې او د خسرو انوشیروان(له ۵۳۱ تر ۵۷۹ ز) په وخت کې له منځه ولاړ (۸) پوهاند حبېبي د 'زابـُـل' د وییکي په اړه لېکي : ( که څه هم اوسنیو څېړونکو زاول یې د هفتالي د توکم یو ټــَبـَر بللی چې ځمکواله نوم یې د دغې سېمې نوم د (زابلستان ) په ډول ددوی له نوم سره تړل شوی او دا باید د (۴۰۰ز) کال په شااو خوا کې چې له سېمې څخه د هفتالیانو د وتلو کال دی سمونه وخوري خو زه یو توسن اودلیل لرم چې د 'زاول' وییکی له زیږدېزې پیړۍ څخه لا هم لرغونی دی . حبیبي وایي چې په پهلوي لېکدود کې د 'زاول د پاچایانو نوم' ، ' زوب ملکا' وو چې آرامي ملکاهوزوارش باید 'زاب شاه ' یا ' زابل خدای' وي. (۹) خو اروا ښاد حبیبي تر دې مخکې ندی تللی چې څرگنده شي آیا دغه لېکدود له پهلوي پارتي یا له زیږدیزې پيړۍ مخکې د اشکاني پارتي او یا د دریمې زیږدیزې پيړۍ له پهلوي ساساني سره تړاو لري؟ خو د ایران پوه ارواښاد سعید نفیسي له یاددښت څخه څرگندیږي چې د پهلوی د لېکدود په یادولو د ارواښاد حبیبي موخه له ساساني پهلوي څخه وه. نفیسي زیاتوي : د دغې سېمې په سـِکو کې په تـُخاري ژبې او لېکدود کې چې له یوناني څخه یې را ایستلې د دغې سېمې د پاچایانو نومونه او سر نومونه ،"شاهوزابولا Shaho-Zabula ' لېکل شوي او په پهلوي ژبې او لېکدود کې 'زاب ملکا' راغلی او څرگنده ده چې د 'ملکا' وییکی هوزارش او له آرامي ژبې راغلی او په ایراني ژبو کې 'زاب شاه' ویل شوی دی . باید ووایم چې په دې تړاو هیڅ شک او شوپیان نسته چې په پهلوي کې د زابل کره نوم ' زاب' وو او 'زابل' د دغه وییکي تخاري لېکلې بڼه ده (۱۰) له دې امله کله چې زابلستان وایو ،ایا کولای شو زابلستان د 'زاب ملکا' ټاټوبې یا د پاچایانو ټاټوبی و انگیرو؟ خو منطقي به دا وي چې 'زابل' یا 'زاول' د تخاري هفتالي له ټــَـبـرونو څخه یو ټبر وگڼو او په ترڅ کی یې زابلستان د دغه توکم ټاټوبی وبـَلو، د بېلگې په توگه د بلوڅانو ټاټوبي ته بلوڅستان وایو ، د تاجېکانو ته تاجکستان ، د ازبکانو ته ازبکستان ، د ترکمنانو ته ترکمنستان او د افغانانو ته افغانستان او نور. د احمد شاه بابا د واکمنۍ په وخت کې د افغانستان په ولایتونو کې دیو شمیر پياوړو والیانو نومونه : : هرات -درویش علیخان هزاره ، نیشاپور- عباس قلي خان بیات، قلات- اشرف خان غلجی ، شکارپور -دوست محمد خان کاکړ، مشهد- شهرخ افشار، کشمیر -خواجه عبدالله خواجه زاده، پتیاله- امیر سینگهه، بلوڅستان- نصیر خان بلوڅ، پنجاب -زین خان مومند، سندهه- نورمحمد چې په شهنواز خان سندهي پیژندل کېده، دیرهء اسماعیل خان -موسی خان، ملتان-شجاع خان ابدالي ، په پلازمېنه کندهار کې د احمدشاه بابا د دارالانشأ رﺋـیس میرزا هادی خان قزلباش ، د اعلی دیوان مستوفی میرزا علي رضاخان قزلباش او د مالېې و زیر یو هندی وو چې یوسف علي خان نومېده او د التفات خان نوم ورکړ شوی وو.، د احمدشاه بابا د وخت په پیسو کې د تورې ، ستوري او د غنمو د وَږیو انځورونه کښل شوي وو. پیسې له ژړو "مِـسو" او سپېنو زرو چې (کندهاري روپۍ ) نومېدلې جوړې او احمدشاهي بلل کېدلې. د افغانستان پیسې د کابل ، کندهار ، هرات ،مشهد ، اټک ، پېښاور ، ډیره جات ، بکهر ، سندهه ، کشمیر ، انواله ، روهل کنډ، لاهور ، ملتان او سرهند کې جوړېدلې. (میرغلام محمدغبار) د هندوکش په سویل کې د هفتالیانو د ځواک او واک په تړاو بوسورت وایي : افغانستان ته د اسلام له راتگه لږ تر لږه یوه پیړۍ وروسته د سویلي هندوکش هپتالي واکمنانو د بیلگې په توگه تورامانا (څه نا څه له ۴۹۰ تز ۵۱۵ ز پورې) او مهیراکولا (څه نا څه له ۵۱۵ تر ۵۴۴ ز پورې) د هند په شمال کې لویه سترواکي جوړه کړې وه. د وخت په تېرېدلو د هند شمال ته د لاس اچـَونو لړۍ سسته شوه او واک یې د لوېدنې کندې ته نېږدې شو خو د هندوکش په سویل او ختېز کې هپتالي واکمنو د سېمه ییزو چارواکو په توگه خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړ او په یاد به مو وي چې دغو واکمنو چارواکو د زنبیل (یا رتیبل) درناو نوم درلود. د معاویه له خلافته نیولې تر هارون الرشېده او د صفاري د لومړنیو واکمنانو تر مهاله په دغې اوږد مهالې دورې کې د دغه درناو نوم را منځ ته کېدنه څرگندوي چې 'زنبیل' یا ' رتبیل' په چورلټ ډول د پاچایانو د لړۍ یو درناو نوم وو نه د کوم ځانگړي سړي نوم (۱۲). د بوسورت له دغونغوتو داسې انگیرل کېږي چې زنبیل شاهان پر 'هفتالي ' یا 'یفتالي' توکمونو پورې تړلي پاچایان ول چې له اسلامي لښکرو سره یې له دوه سوه کالو څخه زیاته دوره کې د بـُست ? کابل د سیمو په لمنو کې نښتې او جگړې کړي او کله یې عرب مشرانو ته د سولې د حق تر نامه لاندې د باج په ورکړي د کابل د وگړو له سرونو د هغوی د اورگډۍ اوغوبل مخه نیولې او تر ۲۵۸ هجري پورې یې (کله چې یعقوب لیث د کابل پر نیونې بریالی او د اسلام دین یې خپور کړ) خپله خپلواکي ساتلې وه (۱۳). پوهاند حبیبي د افغانستان په لنډ تاریخ (تأریخ مختصر افغانستان) کې د ابدالیانو په اړه په لنډیز یوه کوشنۍ خو بډایه څیړنه کړي او لیکي : په اسلامي دوره کې لومړی نامتو سړی د (ابدال = اودال) د ترین زوی د شرخبون لمسی د سربڼ کړوسې او د دراني ټـبر نامتو نېکه دی چې په ۴۴۰ هجري یا ۱۰۴۸ زیږدیز کی یې د سلیمان د غره په لمنوکې د پښتـنو ټـبرونه تر ځان را ټول کړي ول. د هغه له زوزات یا نسله ملک سلیمان چې د زیرک په نامتو نوم پیژندل کېده ، افغاني توکمونه د سلیمان له غره څخه د کندهار سیمې ته راوستل او هلته یې مېشت کړل او د خپل ژوند په وروستیو کې ملک بارک خپل زوی په یوې توکمیزې جرگې کې خپل ځای ناستی کړ او له بارکه وروسته ، د زیرک بل زوی پوپل د توکم مشري پر غاړه واخیستله او له ۶۵ کلنې مشرۍ او له ۸۹ کالو ژوند وروسته سترگې یې له نړۍ پټې کړې. وروسته د پوپل زوی ملک حبیب د پلار ځای ناستی شو او تر هغه وروسته ملک بامي (بامي زي پر هغه اړه لري) د کندهار د افغاني توکم مشر سو چې له سلطان سکندر لودي ( له ۸۵۵ تر ۹۰۰ قمري = ۱۴۵۱ تر ۱۴۸۸ ز پورې) سره یې د دوستۍ نیږدې اړیکې درلودلې. له ملک بامي وروسته د کاني زوی د بامي لمسی ملک بهلول او له هغه وروسته د ملک بهلول نامتو زوی ملک صالح د افغاني توکمونو مشران شول. صالح له شیرشاه سوري (له ۹۴۷ تر ۹۶۰ هجري ) (۱۵۳۹ تر ۱۵۵۴ ز) سره د دوستۍ اړیکې درلودلې. له ملک صالح وروسته د هغه ورور ملک سدو (دسدوزیو ستر نېکه) په کندهار کې په یوې توکمیزې جرگې کې د افغاني توکمونو مشري پر غاړه واخیستله. ملک سدو د سید جماالدین افغاني او لکهارت د وینا پر بنسټ لومړي صفوي عباس په کندهار کې د ابدالي توکم د لوی مشر په توگه په رسمیت پیژندلی وو (۱۴) ملک سدو (په ۹۴۵ هجري /۱۵۳۸ ز کال کې زیږېدلی ) خپله پلازمېنه د کندهار ارغسان غوره کړه. کله چې ملک سدو ۷۵ کلنۍ ته ورسېده په یوې توکمیزې جرگې کې د خپلو پینځو زامنو: (خضرخان مغدود یا (مودود) ، زعفران خان ، کامران خان ، بهادر خان) له منځه یې خپل مشر زوی خضر خان خپل ځای ناستی وټاکه. په ۱۰۳۶ هجري/ ۱۶۲۶ ز کال کې خضر خان له نړۍ سترگې پټې کړې او د هغه پرځای ملک مغدود یا مودود کښیناسته. ملک مودود د خپل پلار ملک سدو د سیاست برخلاف چې له لومړي شاه عباس سره یې د دوستۍ اړیکې درلودلې د هند د ستر واک شاه جهان پاچا په ملاتړ را پورته سو او له خپلو ټبرونو سره یې یوځای پر کال ۱۰۴۷ هجري = ۱۶۳۷ ز د کندهار په سوبې کې له شاه جهان سره مرسته وکړه او له دې امله دغه ورونه د شاه جهان له پلوه د کندهار د کرښو د ساتونکو په توگه وپیژندل شول. ملک مغدود او ورو یې کامران (د کلېد کامراني = د بریا کونجي لیکوال) پر کال ۱۷۴۰ ز کې ډیلي ته ولاړ او شاه جهان ورته د تودو ولولو په ترڅ کې ښه راغلاست وویل (۱۵). د هند او ایران دولتونه د کندهار د ښار او ولایت د نیولو لپاره تل د افغاني توکمونو همکارۍ او همغږۍ ته اړ ول او شک او شوپیان نشته چې خپلو موخو ته د رسېدلو په پار د افغاني توکمونو د را خپلولو لپاره د هغوی مشرانو ته د وړیا ځمکو (ډالۍ شوې او شرطي ځمکې) په ورکړه او یا د درناو نومونو اونورو امتیازونو د ورکړې له لارې په درغلنې هغوی پر ځان را تاوول او بیا به یې لښکرې پرې را وڅرخولې. په دې منځ کې د دغې غولوونکې تگلارې پربنسټ د واک تــَلـه د دواړسیالو غاړو په گټه تاویدله او سوبمن دولت به د خپلې خوښې او ملاتړ توکمیز مشر ته پالنه ورکوله او د هغه ملاتړ به یې کاوه او مخالف توکمونه به یې تر دې کچې و ټکول او یا به یې دومره و زپیښل چې له خپل پلرني ټاټوبي څخه به شړوني ته اړ شول. او له دې لارې یې د خپل واک د ټېنگولو لپاره د افغاني توکمونو په منځ کې د دښمنې د رېښو غځولو ته لاره پرانیستله. په خواشینۍ کله چې د افغاني توکمونو مشران د یوه پیاوړي گاونډوي هېواد (هند یا ایران) تر پالنې لاندې راتلل پرته له دې چې پوه شي نو خپلې رېښې به یې په خپل لاس را ورېبلې او مخکې لدې چې د میرڅي پښې ور لنډې کړي د خپلو سیالو مشرانو او یا هم د خپل خیل او خټک او یا د ټبر چاڼـَولو ته به یې ملا را وتړله. فرهنگ په دې تړاو لېکي : د ابدالي او غلزایي په ټولنیز جوړښت کې چې ځمکواله او توکمیزه بېلگه یې درلودله له پردې واکمنۍ سره سره د دغو توکمونو غړو بیا هم خپلو خانانو او ملکانو ته غاړه ایښودله او د هغوی له لارې به یې له پردې دولت سره اړېکه ټېنگوله. د نیغ پرنیغې واکمنې لپاره د ایران د دولت هڅې د توکمونو له جوړښت سره ټکر خوړ او ټولې منډې ترړې به نېمگړې پاتې شوې ، نو له دې امله صفوي شاه عباس و پتېېله چې ایراني چارواکي دې خپلې کړنې د توکمونو د مشرانو له لارې چې بیا یې لوی راهیټ (کلانتر) وبلل ، تر سره کړي. د ابدالي د توکم لومړی لوی راهیټ چې نوم یې په تأریخ کې لېکل شوی د پوپلزي له توکمه ملک سدو دی. نوموړي په ۱۶۲۲ ز کال کې د ډیلي د واکمنو له لاسه د کندهار د ښار په نیولوکې له ایراني واکمنو سره مرسته وکړه او د صفوي (لومړي شاه عباس) له پلوه د ابدالي توکم د مشر په توگه و پېژاندل شو. وروسته د ډیلي واکمن د صفوي واکمن علیمردان خان په مرسته چې د ایران له صفوي دولت څخه یې مخ اړولی وو د علیزیو او د ملک سدو د پوپلزیو سیالو ټبرونو په ملاتړیو ځل بیا پر کندهار منگولې ښخې کړې .په ۱۶۳۹ ز کال کې صفویان بیا پر ښار را وکټېدل او هغوی د صفویانو له ویرې هند ته په شا شول او د اورنگ زیب له پلوه په ملتان کې مېشت شول (۱۶). د صفویانو او نادرشاه افشار د تأریخ نامتو لېکوال لکهارت د صفوي د لړۍ د پای په خپل کتاب کې لېکې چې : (غلزیو د لومړي ځل لپاره د لومړي شاه عباس د پاچاهۍ (د اولسمې پیړۍ نېمایي) پر مهال ارزښتمنتوب ترلاسه کړ او وروسته له هغې چې د ابدالیانو د زور او تیریو له امله له کندهاره هرات ته د سېمې د بدلولو لپاره اړ شول نو د غلزیو دویم ټبر په کندهار او زمېنداوَر کې څه ناڅه ارزښت وموند ځکه چې غلزیو خپل دود ته له ټېنگې گروهنې سره سره پرکندهار یې د هندي مغولانو د واکمنۍ پرځای ،صفوي واکمني او واکمن ته د لومړیتوب په سترگه کتل او لامل یې د لومړي شاه عباس ښه او خپلواک چال چلند وو)(۱۷) د دغې لېکنې د شالېد پربنسټ ، د صفوي د دولت د بیلتون پالنې او د بَـډې د ورکړې تگلارې او د غلزیو په ملاتړ د شاه عباس ډیرې لیوالتیا پرابدالیانو د غلزیو د پخور یا فشار لامل وو او دغه چاره د دې لامل شوه چې ملک مودود او ټبر یې د شاه جهان په ملاتړ راپاڅېدل او د کندهار د نیولو لپاره یې د مغولي لښکر ملا ور وتړله او کله چې بیا هم صفوي دولت کندهار په خپله ولکه کې راووست نو یو ځل بیا ابدالیان د خپلو سیالو افغاني ټبرونو تر پخور او د صفوي واکمنو د زورواکۍ تر سټک لاندې راغلل چې یو شمیر یې هند ته په کډوال کېدلو یا فراه او هرات ته په تېښتې اړ شول. د لکهارت پر وینا لومړي شاه عباس دغه تگلاره کټ مټ په سُـني کردانو کې پلې کړه او له هغوی سره یې وَرته چلند وکړ او یو شمیر کـُردي ټبرونه او توکمیزې ډلې یې د خراسان قوچان ته په شړونې اړ کړلې. د لکهارت پروینا دهغو ابدالیانو شمیر چې د اتلسمې پیړې په پیلیزو شیبو کې په هرات او فراه کې یې استوگنه درلودله ۶۰ زرو کورنېو ته رسېدله. (۱۸) د دغسې یوې غټي بشري ډلې کډ والېدنه په خپله د صفوي رژیم ناتار او تیرغمالي ته نغوته کوي چې په کندهار کې د ناتارگرو واکمنو لکه گورگین (۱۷۰۴ ? ۱۷۰۹)، او پرابدالیانو له برمانټه گرۍ اووحشت څخه د ډک تیري له لارو تر سره شوې وه. او څرنگه چې د لکهارت وینا ته مو نغوته وکړه د لومړي شاه عباس په وخت کې یو شمیر ابدالیان د هرات څیرمو سیمو ته په گډوالي اړ شوي ول. افغاني څیړونکي عبدالباري جهاني د مجمع التواریخ له وینا لېکي چې : د ۱۰۰۰ هجري قمري په شا او خوا کې ابدالیان د کابل له کوهستانه چې د هغوی پلرنی ټاټوبی وو د یوشمیر لاملونو له امله را ووتل او د هرات په څیرمو سېمو کې مېشت شول. هغوی په دوبیو کې په بادغیس او په ژمیو کې به په اوبــِه او شافلان کې د هرات په ختېز کې بوختېدل. ویل کیږي چې د شاه سلیمان او د هغه د زوی سلطان حسین صفوي (۱۶۹۴ ? ۱۷۲۲ ز) د واکمنۍ پر مهال د هرات په شا او خوا کې د هغوی شمیره ۶۰ کورنېو ته رسېدله. صفوي واکمنو هغوی ته په درناوي کتل او د دغه ټـبر مشرانو ته به یې درناو نومونه ورکول. صفوي پاچایانو وَرته چال چلند له غلزیو سره هم کاوه او د هغوی مشر به یې پاچا یا سلطان باله. ښاغلی جهاني د مجمع التواریخ له وینا لېکي او زیاتوي چې د صفوي شاه سلیمان د پاچاهۍ په وروستیو کې د ابدالي توکم سروال حیات سلطان د هرات د واکمن له یوه مالېه ټولونکي سره شخړه وکړه او په پای کې مالیه ټولونکی و وژل سو. حیات سلطان او ورور یې لښکر خان د صفوي واکمن له ویرې د خپل د ټبر له پېنځو یا شپږ زرو تنو سره ملتان ته و خوځېد. (۱۹). د مجمع التواریخ په دغه لېږد یا روایت کې دوه ټکي د غور اوڅېړنې وړ دی . لومړی ? په هېڅ افغاني لېکل شویو سرچینو کې داسې نغوته نه ده شوي چې گڼې د تاریخ په اوږدو کې دې مخکې او یا وروسته له اسلامه د کابل کوهستان د ابدالیانو د پلرني یا څېرمه ییز ټاټوبې په توگه را په گوته کړي. یو شمېر افغاني تأریخ لېکونکي لکه : فیض محمد کاتب ، کهزاد ، حبیبي ، غبار ، فرهنگ ، پوهاند میرحسین شاه ، پوهاند محمد علي زُ هـَما او پوهاند کاکړ یو یې هم په خپلو لېکنو کې دغسې یوه ټکي ته نغوته نده کړې. نو لدې څرگندیږي چې د مجمع التواریخ د لېکوال دغه انگېرنه او ادعا بې بنسټه او د منلو وړ نده. د پوهاند حبیبي وینا چې د تأریخي لاسوندو پر بنسټ ولاړه ده ، ۱۰۰۰ هجري قمري کال چې له ۱۵۹۳ زېږدېز سره سمون خوري د لومړي شاه عباس د واکمني کال دی او د لومړي شاه عباس د واکمني پرمهال ابدالیانو د کندهار په ارغسان کې د ملک سدو تر مشرۍ لاندې ژوند کاوه. څرنگه چې پورته مو وویل ملک سدو د صفوي شاه عباس له پلوه د ابدالیانو د مشر او د راهېټ (کلانتر) په توگه او له ملک سدو وروسته زوی یې ملک خضر خان په همدغه نامه پېژاندل کېده . دویم : د سلطان خدا داد زوی حیات سلطان د دویم شاه عباس ، شاه سلیمان او صفوي سلطان حسین شاه هممهالی او د پوهاند حبیبي د لیکنې پر بنسټ د کندهار استوگن وو نه د هرات چې گڼې د هرات واکمن دې ورپسې مالیه ټولوونکی ولېږي او په پای کې دې ووژل سي. وروسته به وگورو حیات سلطان د خپل د اکا د زوی دولت خان چې د دویم شاه عباس او صفوي سلطان حیسن د واکمنۍ پر مهال یو پیاوړی او مخور سړی وو، ترزبېښاک او بې پېرزوېنې لاندې راځي او له خپل ورور او اړوندو کسانو سره اړایستل کېږي چې له خپل ټاټوبې شهرصفا او کورڅخه ملتان ته کډه شي. د حیات سلطان پلار ، سلطان خدا داد او ورور یې شیرخان چې د خضرخان زامن ول د خپل تره ملک مودود له وژل کېدلو وروسته ( په ۱۶۴۳ ز کې د هند له بابري واکمن سره په جگړه کې ) د ابدالي ټـبر مشري په لاس کې ونېوله. سلطان خدا داد هغه سړی دی چې د توکمیزو جرگو د جوړولو او د دوستۍ د اړیکو د ټېنگولو له لارې یې په کلات (زابل) کې له مېشتو غلجیو ټبرونو سره د ابدالي ټبر تاو تریخوالی ، زړه بډواله او اختلاف اوار کړل. په پای کې هغه له سلطان ملخي توخي ( د غلجیو د ټبر له مشر) سره په دغو جرگو کې دوه اړخیزه پوهاوي ته ورسېد او تړون یې وکړ چې د دواړو اړخونو د واکمنۍ لمن دې د کندهار د لوېدېځ په پینځوس مایلي واټن کې د جلدک سېمه او د گرماب پل سنگی (ډبرین پـُِل) وي. له دغه تړون او پوهاوي وروسته دوی د خپلې واکمنۍ لمنه د ژوب او بوري او د سلیمان د غره تر لمنو و غځوله. په دغه وخت کې د سدوزیو وروڼو پلازمېنه په ټولېز ډول د کندهار ختېز ته د ۳۰ مایلو په واټن کې د شهر صفا په سېمه کې وه. پوهاند حبېبي وایي چې : د ډیلي له درباره شیرخان ته چې سلطان خدا داد ورور او د خضرخان زوی وو د شهزادگي درناو نوم ورکړل شو حال دا چې د صفوي دربار هم هغوی د میرزا (شهزادگي) په درناو نوم پیژندل. یوځل شیرخان د کندهار له صفوي واکمن سره و نښته او نه یوازې صفوي ځواک یې د 'کوژک' په غاښي کې دړې وړې کړ بلکه هغه خپل د اکا زوی حسین خان (د مغدود زوی) هم په گونډو کړ او اړ شو چې ملتان ته په شا شي او د هند د مغولي سترواک اورنگ زېب (عالمگېر) له پلوه هغوی ته په ملتان کې ځایونه او آړوتي (شرطیه) ځمکې ورکړل شوې. د احمدشاه بابا په وخت کې ابدالي شجاع خان او د تېمورشاه په وخت کې ابدالي شریف خان او رکن الدوله مظفرخان د ملتان سمبالوونکي یا ناظمان (واکمنان) ټاکل شوي ول چې ټول یې د همدغه سدوزي حسین خان له پښته ول (۲۰) له شیرخانه وروسته سرمست خان او له سرمست خانه وروسته زوی یې دولت خان د کندهار د کرښو د ساتونکو پر نامه وپیژندل شول. مخکې وویل شوی چې د پارس او هند دولتونو د افغاني توکمونو دواړه مشران د درناو نومونو ،درغلنې ، ډالیو او د دریز او رتبو د ژمنو، د ځمکو او آړوتو ځمکنیو شتمنیو له لارې خپل ځان ته لیواله کول. د بېلگې په توگه صفوي دویم عباس د ۱۰۵۹ هجري / ۱۶۴۹ ز کال په لومړیو کې د یوه لېک په ترڅ کې دولت خان ته لېکلي ول چې دې یې د کندهار د کوټوالۍ ایالت پناه کوټوال بللی او د حکومت له پلوه یې ورته په ولکې لاندې هېوادونو کې د یوه لوی ولایت د ورکړې ژمنه کړې وه چې ساری به یې په ایران او هندوستان کې نه وي. (۲۱) د ډیلي دربار هم د افغاني خانانو په تړاو وَرته چال چلند درلود د بېلگې په ډول سلطان محمد دراني (د تأریخ سلطاني څښتن) د هند د سترواک اورنگزیب د شاه جهان زوی آرلېک یا منشور د سلطان ملخي توخي په کور کې لوستلی وو. (۲۲) او دا هماغه کورنۍ ده چې د واکمنۍ او مخورتوب لمنه یې د زابل له کلاته تر غزني غحېدلې وه. همدا چې سدوزي دولت خپل ځان تر ډیرې کچې پياوړی ولید نو د خپلې واکمنۍ او مخورتوب لمنه یې (د سلطان ملخي د کورنۍ د واکمنۍ لمنې ته په لاس اَ چـَولو) تر غزني او د سلیمان تر غرونو خپره کړه. که څه هم اروا ښاد پوهاند حبیبي د غلزیو د ځمکو پر سر د سدوزي دولت خان او د سلطان ملخي د ځای ناستو تر منځ د نښتو په تړاو څه نه وایي، خو د غزني تر کرښو او د سلیمان تر غرونو پورې د دولت خان د واکمنۍ د پراخولو په اړه خبرې کوي او دغه کار د ځمکوالې ? توکمیزې ټولنې په منځ کې له یوې خوا او د گاونډیو هېوادونو د سیالیو د لوخړو او اورونو په منځ کې له بلې خوا له خونړیو جگړو پرته چورلټ ناشونی کار دی. شک او شوپیان نشته چې دولت خان د تورو او شلگرو یا نېزوپه مټ و کولای شول خپله واکمني د سلطان ملخي په ځمکنۍ واکمنۍ کې پراخه کړي، دې ته کټ مټ د لومړي شاه عباس د واکمنۍ په وروستیو وختونو کې غلزیو د ابدالیو پر سېمې یرغل وکړ او هغوی یې هرات ته په کډوال کېدلو اړ کړل. دولت خان چې له دغوسوبو او بریاوو وروسته د واکمنۍ په خوبونو کې مسېدلې او نشه وو ، له یوې خوا یې د کندهار د صفوي واکمن پر وړاندې د سرغړاوي او بلوا پاڅون را پورته کړ او د کورواکۍ او خپلواکۍ نغارې یې ودربولې او له بلې خوا یې خپل تربرونه (حیات سلطان او ورور یې لښکر خان او د سلطان خدا داد زامن) دومره وزبېښل چې هغوی ټول یې اړ ایستل چې له خپلو ټولو پلرنیو شتمنیو او ځمکو څخه لاس پر سر شي او په دې ترڅ کې څه نا څه شپږ زره ابدالي کورنۍ ملتان ته کډوالې شوې. حبیبي وایي چې ، سدوزي دولت خان د پـنځوسو کالو په اوږدو کې له کندهاره تر غزني پورې واکمني وکړه او د صفوي دولت د بیگلر بیگي (والي) او محمد زمانخان د واکمنۍ لاس یې یوازې د کندهار د کوټوالۍ په د یوالونو کې ور لنډ کړې وو. (۲۳) فرهنگ هم د سدوزي دولت له ځواکمنوالي څخه خبره کوي او په کندهار کې د یې د ترېنگلي اکر او حالت لامل د دولت خان پاڅون گڼلی او وایي : د سدو خان له پښته د سدوزيو د ټـبـر راهېټ یا کلانتر دولت خان د خپل توکمیز مخورتوب په ملاتړ په کندهار کې له صفوي والي څخه سرغړاونه وکړه او په دغې سیمې اکر او حالت کړکېچن کړ. د اصفهان دربار پرېکړه وکړه چې د دولت د ټکونې لپاره په کندهار کې ټک سری او زمبک (سختگیر او با انظباط) والي و ټاکي او د دغه د تر سره کولو لپاره یې د گئورگى و ختنک په نامه تن نوی گـُرجي مسلمان شوی چې په تاوتریخوالي ،پرغزناکۍ او قهر او بد چال چلند کې نوم درلود و ټاکه . گئورگى چې افغانانو د گرگین پر نامه پېژانده د شاهنواز خان او بیگلر بیگي یا حاکم اعلی د درناو نوم په لرلو سره په ۱۷۰۴ کال کې د گرجیانو او قزلباشانو له ډلو څخه جوړ یوه ځواک سره کندهار ته راغی او هڅه یې وکړه چې د خانانو او سېمه یېزو واکمنو مختورتوب ته د پای ټکی کښېږدي او په کندهار کې د مرکزتر نېغ څار لاندې یوه اداره رامنځ ته کړي. خو دغه سړی له خپلو ټولو ځانگړتیاوو سره سره یو درغلن سړی هم وو او په لومړي سر کې یې د دولت خان له سیالو ابدالي مشرانو د مېنې تارونه و غځول او د غلزیو له مشرانو څخه یې نامتوهوتک امیرخان چې د میرویس په نامه پیژندل کیږي د پاموړ و گرځاوه (۲۴) گرگین چې درغلن او دوه مخی سړی وو کله چې کندهار ته را ورسېد ، نو د کندهار د ټبرونو په ځانگړې توگه د غلېزیو په منځ کې یې مخوراو نامتو میرویس خان چې د خپل ښه چال چلند له امله وگړو ورته په ټېنگ درناوی درلود د پاموړ وگرځاوه او خپله پاملرنه یې د دولت خان او د هغه د ټـبر پر پرزبېښلو او ځورلو نېغه کړه. هغه د ابدالي د ټـبر یو شمیر سیال کسان وموندل او له هغوي څخه یې د دولت خان په نېولو کې د مرستې غوښتنه وکړه. په خواشېنۍ چې دغو لنډ باورو سیالانو (غزتخان او اتل خان سدوزي) د یوې تورې شپې په نېمایي تور تم کې گرگین او د هغه وینې څښونکی لښکر شهر صفا (د کندهارد ختېزپه ۳۰ مایلي واټن کې) د دولت خان تر کلا راوست. د گرگین ځواکونه تر کلا را تاو شول ، د کلا ور یې ور مات کړ او کلا ته ور ننوتل. گرگین د سترگو په رپ کې دولت خان وواژه او وروسته د هغه زوی نظر محمد خان د گرجي لښکر په غیشواو شلگرو مړکړ. او د دولت دوه نور زامن ، رستم خان او محمد زمان خان د شپې له تیارې څخه په گټې اخیستنې په تېښته بریالي شول او ځانونه یې ارغسان د خپل د ټبر زړه ته ورسول. د دغې پېښې له خبرېدا سره سم د ارغسان ابدالیو وسلې را پورته کړې او له گرگین او د هغه له لښکرڅخه یې د غچ اخېستلو ژمنه وکړه. گرگین له دغه اکر او حالت څخه په ویره کې ولوېده او سولې ته یې غاړه کښېښودله او د دولت خان زوی رستم خان یې د ټـبـر د مشر په توگه په رسمېت وپیژانده او د ابدالي ټـبرد راتلونکو شونو پېښېدونکو غښکو او خطرونو د مخنیوۍ لپاره یې له رستم خانه ، محمد زمان خان (د ستر احمد شاه بابا پلار) د یرغمل په توگه وغوښت او په بېړه یې د ساتونکو تر غیشو لاندې کرمان ته ولېږه چې هلته د یرغمل په توگه تر څار لاندې واوسي. گرگین څلور کله وروسته یې رستم خان هم په چل او درغلنې زېندۍ کړ . او بیا یې د شلگرې یا نېزې په زور د ارغسان له سېمې څخه یې ټول ابدالیان د گرشک او فراه ترمنځ ( په بې اوبو او بې وښو دښتو کې ) شړونې ته اړ کړل . ابدالیانو بله لاره نه درلودله مگر دا چې د شورابک او د فراه په دښتو کې په شپنتوب او پوَندگلوي بوخت شي او یوه برخه یې هم د هرات د ولایت او د اسفزار په څېرمو سیمو کې خوره وره شوه. په بل اړخ کې گرگین له غلجیو سره ښه چال چلند وکړ او د غلزیو د دوستۍ د راخپلولو لپاره یې د ابدالیو یبره ورې (حاصلخیزه ) ځمکې د غلزیو د ټـبر مشرانو ته ورکړې (۱۷۰۷ ز) (۲۵) او له دې لارې یې د افغاني توکمونو ترمنځ د دښمنۍ او بیلتون پالنې زړي وکرل او هر څومره یې چې کولای سوای د ابدالیو او غلزیو ترمنځ سیالۍ کې اورلړونی وواهه او غوړي یې پرې ور توی کړل. په دغو وختونو کې د هغو ابدالیانو شمېره چې د صفوي دولت د زبر ځواکې واکمنۍ له امله له خپل پلرني ټاټوبي (ارغسان او شهر صفا ) څخه بې برخې شوي ول او د هرات او سبزوار (شېنډنډ) په سېمې کې کډوال ول تر ۶۰ زرو کورنیو ته رسېدله. د شاه سلیمان او سلطان شاه حسین په وختونو کې په هرات کې د ۶۰ زرو ابدالي کورنېو له شتون څخه ښاغلی باري جهاني په هـَک پـَک والي زیاتوي چې : د یوه توکم په غټ شمېر کډه کېدنه یا د اوږده مهال په اوږدو کې تر سره شوې او یا داچې کومه ستره ویرلړلې او خونړۍ پېښه رامنځ ته شوی چې دومره پښتانه دې له خپل پلرني ټاټوبي او کور څخه دغه ځای ته را کډه شوي وي (۲۶). د دغې لېکنې پر گروهنې د اتلسمې پیړۍ په پیل کې په هرات کې د ۶۰ زرو ابدالي کورنېو شته والی یوه لویه شمېره ده او هر پوه او ځیر سړی هک پک کولو او گومان کولو ته اړ باسي چې د دغسې یوې ډله ییزې کډه کېدنې په تړاو په سوچونو او انگیرنو کې ډوب شي. له همدې امله ماته د انگریز ي څېړونکي او د نظر خاوند پوه بوسورت خبرې په یاد راځي چې د هرات او تخارستان په کرښو کې د قتیبه پر نامه د یوه عربي اورگډي وینې بهوونکي سروال د تورو وهلو په تړاو یې کړې او هپتالیانو د وروستني ستر لارښود نیزک له ښاد نامو څخه په یادونې وایي : د هغه مقاومت هغه وخت پای ته ورسېده کله چې په ۸۷ قمري (۷۰۵ ز) کې قیبه مسلم پر قرآن د سوگند او د پناه وړنې او خوندیتوب د ژمنې په کولو په درغلنې نېزک ونیو او ویې واژه. د نیزک جنگیالي چې د هغه له اړوندو ټـبرونو څخه ول د خپل لارښود مشر له پوپناکېدنې وروسته پرته له شک او شوپیانه د هرات په شمال یعنی په بادغیس او د بالامرغاب او د هرات په نورو شنو رغیاڼو کې په خپل کلیوالي او پوندگلوي ژوند بوخت شول او شمیر یې په اتلسمې پیړۍ کې چې له نورو ابدالیانو سره د هرات څېرمه سېمو ته په شړوني اړایستل شوي ول تر ۶۰ زرو کورنېو پورې رسېده. کله چې هغوی ولېدل او و یې اورېدل چې کندهارمیشتو غلزیو ټـبرونو و کولای شول د صفوي واکمنۍ منگولې له خپله سره لېري کړي او خپله کوراکي تر لاسه کړي نو په ملتان کې د سلطان حیات خان زوی عبدالله خان ته یې خبر ور کړ او له هغه یې وغوښتل چې هرات ته ورشي او د هغوی مشري په غاړه واخلي چې د صفوي د تنگ لېدې ، متعصبې او ناتارگرې واکمنۍ منگولې دې د خپلواکۍ د څپو په پاڅون کې د هغوی له غاړې ورلنډ کړي اوهمداسې یې وکړل. په راتلونکي برخه کې به د صفوي واکمنۍ پروړاندې د ابدالیانو له پاڅون او یون څخه خبري وکړو پای ۲۰۰۸/۷/۲۲ اخځ او سرچینې ١- پوهاندحبيبى، تاريخ مختصرا فغانستان، نجمن تاريخ خپرونه، کابل، ١٣٤٩ش، پ ٢٣٤۲- معصوم هوتک، پښتني قبیلې او روایتي شجرې، پ ٤٤ ۳-تاريخ طبرى، د ابوالقاسم پاينده ژباړه، ۵ ټوک ، پ٢١٥١ ۴- اکادميسين داکترجاويد، اوستا، سوئد ١٩٩٩، پ ٥٨ ۵- پوهاند حبیبی،تاریخ مختصر افغانستان،پ ۷۹- ۸۰ ۶-ادموندکليفوردبوسورت،تاريخ سيستان( ازآمدن اعراب تا برآمدن صفاريان)، د حسن انوشه ژباړه، د تهران ١٣٧٤ چاپ، پ ٣٩-٤٠ ۷- دغه طالقان د تخارستان له طالقانه جلا د جوزجان یا گوزگان له اړوندو سېمو د اندخوی په لوېدېځ کې مرو رود (مرغاب) ته نېږدې چیچکو ته څېرمه وو ( سرزمین های خلافت شرقي پ ۴۴۹ ) ۸-حبیبی، هماغه اثر، پ ۷۹-۷۷ ۹-پوهاندحبیبی، هفت کتیبه قدیم، پ۷ ۱۰- تعلیقات تاریخ بیهقی،ج۳، پ ۱۱۵۱، د سعید نفیسی چاپ ،نیزرک: سیستان، سرزمین ماسه ها وحماسه ها، ټوک۲، پ ۱۴۶،د افغانستان د علومو د اکاډمۍ چاپ ،غوایی ۱۳۶۷ش ۱۱- حبیبی، تاریخ مختصر افغانستان، پ ٢٣٤،۷۹ ۱۲- بوسورت ،تاریخ سيستان، پ۷۸ ،۷۹ ۱۳- د زنبیل شاهانو او د کابل د وگړو د پاڅون او مقاومت په اړه د نورو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره وگورﺉ ، حماسه قیامها اتمه څپرکۍ له همدغې لېکنې (ا. سیستاني ?ژ) ۱۴- حبیبی، هماغه اثر، پ ۲۳۴، لکهارت، انقراض سلسله صفويهد مصطفى قلى عماد ژباړه، چاپ ١٣٦٤،تهران، پ ١١٠ ۱۵- حبیبی،تاریخ مختصر افغانستان،پ ۲٣۵ ۱۶-فرهنگ، افغانستان درپنج قرن اخیر،ټوک ۱، پ۷۴- ۷۵ ۱۷- لکهارت، انقراض سلسله صفویه، پ ۱۶۳- ۱۶۴ ۱۸- لهارت، هماغه اثر، هماغلته ۱۹-باري جهاني، هرات، پښتانه او لویه لوبه، پ ۱۳۹ ۲۰- حبیبی ، هماغه، پ ۲۳۶ ۲۱- حبیبی، هماغه، پ ۲۳۶، لکهارت، هماغه اثر،پ ١١١ ۲۲-غبار،حبیبی، مختصر، پ۲۳۲ ۲۳- حبيبى ، تاريخ مختصر افغانستان، ابداليان پ٢٣٤ ۲۴ - فرهنگ، افغانستان در پنج قرن اخير، ټوک ١، پ ٧٥ ۲۵- غبار، افغانستان درمسیرتاریخ، ټوک۱،پ ۳۱۷ ۲۶- باري جهاني، هرات، پښتانه او لویه لوبه، پ ۱۳۹ په اسلام کي دسلام اچولواهمیت(۱)برخه
(۱)برخه
(۲)برخه
(۳)برخه
(۴)برخه نحمده ونصلی علي رسوله الکريم ، امابعد : محترمو وروڼوپه د ې برخه کي هم دسلام اچولواودسلام دجواب داجتماعي اهميت اوارزښت په باره کي بيان درته کوم ،داسلام پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايلي دي د خصوصي امنیتي کمپنیو منحلیدل
څو ورځې وړاندې د افغانستان ولسمشر دا اعلان وکړو چی د څلورو میاشتو په جریان کی به خصوصي امنیتي کمپنۍ مونحل شي، دا ځکه چی دغه کمپنۍ د افغانستان وګړو او دولت ته ډیر لوی ګواښ دی او دوي نه یواځې دا چی د افغانستان په ودانولو کی کوم رول نه لري بلکی دوي د افغانستان په ناامنیو کی لاس لري. د ده په وینا دغه کمپنۍ د ورځۍ امنیت نیسی او د شپې د خوا نه ډاکې اچوي، ولسمشر په خپل نیول شوي تصمیم کی ډیر جدي ښکایده او وویل چی اوس نو افغانان دغې کمپنیو ته اړتیا نه لري او دوي کولای شي د بهرنیو ډپلوماتانو امنیت خوندي کړي. ولسمشر په څو څو واره باندی د بهرنیانو نه دا غوښتنه وکړه چی دا کمپنۍ د افغانستان د حکومت سره د یو موازي حکومت معنا ورکوي او دوي باید د دی کمپنیو په لغو کولو کی د ده سره مرسته وکړي. د بلی خوا امریکا د دی خبری په شا تمبولو د پاره ډیرې هڅې وکړی تر څو دا خبره د ولسمشر د خلې څخه وباسي د ده په ورور احمد ولی کرزۍ باندی یې د فساد تور ولګوو، خو بیا هم کرزۍ په خپلې کړی پریکړه باندی ټینګ ولاړ ښکاري. په څو څو واره باندی حامد کرزي دا خبره د نورو هیوادونو د ولسمشرانو سره ګډ کنفرانس کی د راڅګندیدو نه وروسته وکړه او وویل چی پدی پریکړه کی زه جدي یم. اوس دا چی د بهرنیانو د امر نه علاوه په افغانستان هیڅ کول نا شونی دي دا هم سمه خبر ده. ورپسې کرزي څو کمپنیو ته د راپورونو په اساس اجازه ورکړه، خو د نورو کمپنیو د تړولو هڅې روانی دي او یا یې هم د اجازې ورکولو هڅې دا چی څه خبره ده؟ نو دا به راتلونکې کی څرګنده شي. خو د ولسمشر دا خبره پلې کیدل ناشونی ده ځکه چی امریکا جاڼې اور اُن کا ملک جاڼې افغانستان اب افغانو کا نهی بلکه امریکایو کا هی افغانستان د نورو د غلطی پالیسۍ ښکار
که څه هم د یوې خوا نه د افغانستان ولسمشر حامد کرزۍ د سولې د پاره ټغر خپور کړی دی تر څو د ځان سره پری طالبان ورونه کینوی، خو د بلی خوا نه ورته د امریکا دولت او د هغوي ملګري په دروغه باندی سوله ساتی ځواکونه دوي د خپل دوربین لاندې راوستي دي. د یوی خوا نه د افغانستان دولت د دولت مخالفې ډلی (طالبانو) سره خبروو ته د چمتیو کیدو خبره کوي خو د بلی خوا د ناټو لوی منشی او مشر یې ډیویډ پتیریوس وايي چی طالبان مونږ ځپلي او پدی وجه باندی هغوي د دولت سره خبرو کولو ته لیوالتیا ښکاره کوي. د یوی خوا نه د افغانستان دولت سره په افغانستان کی د سولی راوستو د هلو ځلو دعوی کوی او وايي چی مونږ افغانستان ته د سولې راوړولو د پاره راغلي يو د بلی خوا نه په افغان دولت او په افغانانو باندی په شا ګوزارونه کوی. د سولې د خبرو د ټولو ستر خنډ امریکا د هغه ملګری او د دروغو سوله ساتی ځواکونه (ناټو) دی. په ځای د دی چی دوي د افغانستان دولت سره پدی بهیر کی مرسته وکړي د هغوي هلی ځلی په ابو باندی لاؤؤ کوی، او د افغان مخالفې ډلی ته پیغورونه ورکوي چی دوي مونږ کمزوری کړي دي.
|
||||||||||||||













